وَمَا تَكُونُ فِى شَأْنٍ وَمَا تَتْلُوا۟ مِنْهُ مِن قُرْءَانٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِى ٱلسَّمَآءِ وَلَآ أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْبَرَ إِلَّا فِى كِتَٰبٍ مُّبِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ته چې په هر حالت كې اوسې او له قرآنه چې هر څه لولې او (ای خلكو) تاسو چې هر څه عمل كوئ (په هر حال) موږ پر تاسو شاهد يو كله چې تاسو پكې بوخت (لګيا) ياست، او ستا له ربه نه په ځمكه او نه په آسمان كې د يو بڅري په اندازه (كوم شى) پټېداى شي او نه به تر دې هم لا ډېر كوچنى او يا ډېر لوى داسې كوم شى وي چې په يو روښانه دفتر كې نه وي (ليكلى).