وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَٰٓؤُلَآءِ شُفَعَٰٓؤُنَا عِندَ ٱللَّهِ قُلْ أَتُنَبِّـُٔونَ ٱللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَلَا فِى ٱلْأَرْضِ سُبْحَٰنَهُۥ وَتَعَٰلَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى الله نه پرته هغه څه لمانځي چې نه څه زيان ور رسولاى شي او نه څه ګټه او دوى وايي چې دا د الله په وړاندې زموږ سپارښتګر دي، ووايه: آيا تاسو الله له هغه څه خبروئ چې هغه ته نه په آسمانو كې معلوم دي او نه په ځمكه كې (يعنې بالكل نشته) هغه پاک او لوړ دى له هغه څه چې دوى يې شريكوي.