فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ ءَامَنَتْ فَنَفَعَهَآ إِيمَٰنُهَآ إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّآ ءَامَنُوا۟ كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ ٱلْخِزْىِ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَتَّعْنَٰهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ولې داسې يو كلى نشته چې (له عذاب ليدلو وروسته يې) ايمان راوړى وي او ايمان يې ګټه ورته رسولې وي، پرته د يونس (عليه السلام) له قومه، كله چې هغوى ايمان راوړو نو په دنيايي ژوند كې مو د رسوايي عذاب ترې ايسته كړ، او تر يو مهال مو ګټه اخيستلو ته پرېښودل.