وَلْيَسْتَعْفِفِ ٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّىٰ يُغْنِيَهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَٱلَّذِينَ يَبْتَغُونَ ٱلْكِتَٰبَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَءَاتُوهُم مِّن مَّالِ ٱللَّهِ ٱلَّذِىٓ ءَاتَىٰكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا۟ فَتَيَٰتِكُمْ عَلَى ٱلْبِغَآءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا۟ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ مِنۢ بَعْدِ إِكْرَٰهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان دې پاك لمني اوسي چې نكاح نه مومي، تر دې چې الله يې له خپل فضله غنيان كړي او ستاسي له مريانو او وينځو نه چې څوك په بدل وركولو ازادي غواړي نو لوظ ليكنه ورسره وكړئ كه په هغوى كې درته خير معلومېدو او هغوى ته يې له ماله څه وركوئ چې الله تاسي ته دركړى دى. او د دې لپاره خپلې وينځې بدكارۍ ته مه اړ باسئ چې دنيوي ګټه ترلاسه كړئ كه چيرې هغوى پاك لمني غوښتله، او څوك چې هغوى اړ باسي نو له (داسې) اړ اېستلو وروسته الله (وینځو ته) بخښونكى مهربان دى.