caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النور، آیت ۵۸

مدني · د نزول ترتیب ۱۰۲ · 24:58

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِيَسْتَـْٔذِنكُمُ ٱلَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ وَٱلَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا۟ ٱلْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَٰثَ مَرَّٰتٍ مِّن قَبْلِ صَلَوٰةِ ٱلْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ ٱلظَّهِيرَةِ وَمِنۢ بَعْدِ صَلَوٰةِ ٱلْعِشَآءِ ثَلَٰثُ عَوْرَٰتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌۢ بَعْدَهُنَّ طَوَّٰفُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو! په كار ده چې ستاسو مريان او وينځې او هغه ماشومان مو چې لا د پوهې عمر ته نه وي رسېدلي، (د ننوتلو په وخت كې) درې ځلې اجازه در څخه وغواړي: د سهار له لمانځه مخكې، غرمه مهال چې كله تاسي جامې باسئ او د ماسختن له لمانځه وروسته دا درې ستاسو لپاره د پردې وختونه دي، له دې وختو پرته نه پر تاسي څه ګناه شته او نه پر هغوى، تاسو (ټول) يو بل ته بيا بيا ورتلونكي ياست، همدغه شان الله ستاسو لپاره آیتونه بيانوي او الله ډېر پوه حكمت والا دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70