أَوْ كَظُلُمَٰتٍ فِى بَحْرٍ لُّجِّىٍّ يَغْشَىٰهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِۦ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِۦ سَحَابٌ ظُلُمَٰتٌۢ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَآ أَخْرَجَ يَدَهُۥ لَمْ يَكَدْ يَرَىٰهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ ٱللَّهُ لَهُۥ نُورًا فَمَا لَهُۥ مِن نُّورٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيا (دا بېلګه) لكه په يو ژور سمندر كې ترږمۍ چې د څپې له پاسه څپه ورباندې خپره وي او په هغى د پاسه ورېځ، يو پر بل باندې تيارې، كله چې (څوك) خپل لاس وباسي، نېږدې وي چې هغه هم ونه ويني او چاته چې الله رڼا پيدا نه كړي، نو بيا هغه ته رڼا نشته.