وَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْلَا نُزِّلَ عَلَيْهِ ٱلْقُرْءَانُ جُمْلَةً وَٰحِدَةً كَذَٰلِكَ لِنُثَبِّتَ بِهِۦ فُؤَادَكَ وَرَتَّلْنَٰهُ تَرْتِيلًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه کسان چې کفر يې کړی، وايي: ولې دا قرآن ټول په يو ځل ورباندې نازل نه شو؟ (هو) په همدې شان (مو نازل كړ) تر څو ستا زړه پرې محكم كړو، او هغه مو كرار كرار لږ لږ درباندې ولوست.