caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت البينة البينة

۸ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۰

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ لَمْ يَكُنِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأْتِيَهُمُ ٱلْبَيِّنَةُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَسُولٌ مِّنَ ٱللَّهِ يَتْلُوا۟ صُحُفًا مُّطَهَّرَةً

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerیعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فِيهَا كُتُبٌ قَيِّمَةٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا تَفَرَّقَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَةُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أُمِرُوٓا۟ إِلَّا لِيَعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلْقَيِّمَةِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ وَٱلْمُشْرِكِينَ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ شَرُّ ٱلْبَرِيَّةِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه هغه کسان چې له اهل کتاب او مشرکانو څخه يې کفر کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمْ خَيْرُ ٱلْبَرِيَّةِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

جَزَآؤُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّٰتُ عَدْنٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ رَبَّهُۥ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد خپل پالونکي په وړاندې يې بدله داسې د تل اوسېدو جنتونه دي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي، په هغو کې به تل اوسېدونکي وي، الله له هغوی راضي دی او هغوی له الله راضي دي، دا د هغه چا لپاره چې له خپل پالونکي وېرېدلی وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70