caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت التغابن التغابن

۱۸ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۸

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ لَهُ ٱلْمُلْكُ وَلَهُ ٱلْحَمْدُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله تسبيح وايي، هغه لره پاچايي او همغه لره ستاينه ده او هغه پر هرڅه ځواکمن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَكُمْ فَمِنكُمْ كَافِرٌ وَمِنكُم مُّؤْمِنٌ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهمغه دى چې تاسي يې پيدا كړئ، نو له تاسي ځينې كافر او ځينې مومنان دي او الله پر هغو كارونو ښه ليدونكى دى چې تاسې يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ بِٱلْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه اسمانونه او ځمكه په حقه (تدبير او حكمت) پيدا كړي او شکلونه یې درکړي دي تاسو ته، نو ښایسته کړي یې دي شکلونه ستاسو او خاص هغه ته ورګرځیدل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَٱللَّهُ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) هغه ته معلوم دي او څه چې پټوئ او څرګندوئ هغه ورباندې پوهيږي او الله د سينو په رازونو هم ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَؤُا۟ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن قَبْلُ فَذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا د هغو خلكو خبر تاسي ته نه دى راغلى چې له دې مخکې كافران شوي وو او د خپل كار سزا يې وڅكله او د هغوى لپاره دردوونکی عذاب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُۥ كَانَت تَّأْتِيهِمْ رُسُلُهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَقَالُوٓا۟ أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا۟ وَتَوَلَّوا۟ وَّٱسْتَغْنَى ٱللَّهُ وَٱللَّهُ غَنِىٌّ حَمِيدٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا له دې امله چې هغوى ته به يې رسولان له څرګندو دليلونو سره راتلل، خو هغوى به ويل چې ايا (زموږ غوندې) يو انسان به زموږ لارښوونه كوي؟ نو (ځكه) كافر شول، مخ يې وګرځولو او الله هم (ترې) بې پروايي وكړه، او الله خو دى بې نيازه ستايل شوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

زَعَمَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ أَن لَّن يُبْعَثُوا۟ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّى لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ وَذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكافرانو دا خيال (او دعوا) كړې چې بيا به هغوى را ژوندي نه شي، ورته ووايه: ولې نه! زما په رب قسم چې تاسي به را ژوندي كېږئ او څه مو چې كړي پر هغو به خبرېږئ او دا پر الله ډېره اسانه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلنُّورِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلْنَا وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو پر الله، د هغه پر رسول او هغې رڼا ايمان راوړئ چې موږ رانازله كړې او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ ٱلْجَمْعِ ذَٰلِكَ يَوْمُ ٱلتَّغَابُنِ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ وَيَعْمَلْ صَٰلِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّـَٔاتِهِۦ وَيُدْخِلْهُ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې تاسي د راغونډولو په ورځ راټول كړي، همغه د ګټې او تاوان (څرګندېدو) ورځ ده او څوك چې پر الله ايمان راوړي او ښه عمل وكړي، بدۍ به يې ترې ورژوي او داسې باغونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي، چې تل ترتله به پكې وي، دا ستر برياليتوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كومو کسانو چې کفر کړی او زموږ آيتونه يې درواغ ګڼلي، هغوى دوزخيان دي، تلپاتې په هغه كې وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَمَن يُؤْمِنۢ بِٱللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُۥ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه رسیږي هیڅ مصیبت مګر په حکم (تقدیر) د الله تعالی سره او چا چې ایمان راوړ پر الله تعالی نو کلک به کړي الله زړه د هغه [توفیق به ورکړي د هدایت] او الله پر هر شي ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د الله خبره ومنئ او د رسول خبره ومنئ خو كه مخ واړوئ؛ نو زموږ پر رسول يوازې ښكاره تبليغ كول دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله الله پرته بل معبود نشته او پر همغه الله دې مومنان توكل وكړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّ مِنْ أَزْوَٰجِكُمْ وَأَوْلَٰدِكُمْ عَدُوًّا لَّكُمْ فَٱحْذَرُوهُمْ وَإِن تَعْفُوا۟ وَتَصْفَحُوا۟ وَتَغْفِرُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! بېشكه ستاسي ځينې مېرمنې او اولادونه ستاسي (لپاره) دښمنان دي نو ځان ترې ساتئ، او كه تاسو عفوه وكړئ، مخ واړوئ او بخښنه وكړئ نو بېشكه الله (هم) بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَآ أَمْوَٰلُكُمْ وَأَوْلَٰدُكُمْ فِتْنَةٌ وَٱللَّهُ عِندَهُۥٓ أَجْرٌ عَظِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسي مالونه او اولادونه خو يوه ازموينه ده، او همدا الله دى چې له هغه سره لوى اجر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ مَا ٱسْتَطَعْتُمْ وَٱسْمَعُوا۟ وَأَطِيعُوا۟ وَأَنفِقُوا۟ خَيْرًا لِّأَنفُسِكُمْ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څومره چې كولاى شئ له الله ووېرېږئ، (خبره) واورئ او ومنئ، او لګښت كوئ د خپلو ځانو د ګټې لپاره او څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وساتل شو؛ نو همغه خلك بریا موندونكي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تُقْرِضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَٰعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَٱللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه تاسې الله ته غوره قرض وركړئ، هغه به يې درته زيات كړي او بخښنه به درته وكړي او الله قدر كوونكى زغم والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد پټو او ښكاره وو عالم، برلاسى (او) حكمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70