caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت المنافقون المنافقون

۱۱ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۴

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ إِذَا جَآءَكَ ٱلْمُنَٰفِقُونَ قَالُوا۟ نَشْهَدُ إِنَّكَ لَرَسُولُ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ إِنَّكَ لَرَسُولُهُۥ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ لَكَٰذِبُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكله چې منافقان درته راشي، وايي موږ شاهدي وايو چې ته هرومرو د الله رسول يې او الله (ښه) پوهيږي چې ته يې رسول يې، خو الله شاهدي وايي چې منافقان هرومرو درواغجن دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَٰنَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى خپل قسمونه ډال جوړ كړي نو د الله له لارې ايسارول كوي، هغه كار (ډېر) بد دى چې هغوى يې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَهُمْ لَا يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا ځکه چې هغوى ايمان راوړو بيا (بېرته) كافران شول، نو پر زړونو يې مهر ووهل شو نو اوس هغوى نه پوهېږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا رَأَيْتَهُمْ تُعْجِبُكَ أَجْسَامُهُمْ وَإِن يَقُولُوا۟ تَسْمَعْ لِقَوْلِهِمْ كَأَنَّهُمْ خُشُبٌ مُّسَنَّدَةٌ يَحْسَبُونَ كُلَّ صَيْحَةٍ عَلَيْهِمْ هُمُ ٱلْعَدُوُّ فَٱحْذَرْهُمْ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر كله چې ته ووینې دوی لره، بدنونه يې ډېر ښه درته ښكاري او كه څه وايي، خبرې ته يې غوږ نيسي، هغوى لكه (دېوال ته) درول شوي لرګي (داسې دي) هره چيغه د ځان پرخلاف ګڼي، همدوى (اصلي) دښمنان دي نو ځان ترې ساته، الله دې هغوى تباه كړي، كوم خوا ګرځول كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ ٱللَّهِ لَوَّوْا۟ رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُم مُّسْتَكْبِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو کله چې ورته وويل شي: راشئ چې رسول الله بخښنه درته وغواړي، نو خپل سرونه تاو كړي او ته يې وينې چې په كبر سره (له تاسي) څنګ كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَوَآءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَن يَغْفِرَ ٱللَّهُ لَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپر هغوی برابره خبره ده، كه تا بخښنه ورته غوښتې وی، يا دې نه غوښتې، الله به هغوى ته هيڅكله بخښنه ونه كړي، بېشكه الله ظالمانو ته سمه لار نه ښايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هُمُ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا۟ عَلَىٰ مَنْ عِندَ رَسُولِ ٱللَّهِ حَتَّىٰ يَنفَضُّوا۟ وَلِلَّهِ خَزَآئِنُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَلَٰكِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ لَا يَفْقَهُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى خو همغه خلك دي چې وايي: د الله له رسول سره چې كوم كسان دي، پر هغوى لګښت مه كوئ، تر څو خواره واره شي. او (حال دا چې) د اسمانونو او ځمكې خزانې (ټولې) د الله دي، خو (دا) منافقان نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَآ إِلَى ٱلْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ ٱلْأَعَزُّ مِنْهَا ٱلْأَذَلَّ وَلِلَّهِ ٱلْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِۦ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى وايي كه موږ مدينې ته ورستانه شولو؛ نو هرومرو به عزتمن (دا) بې عزته خلك بهر وباسي او (حال دا چې) عزت (يوازې) الله، د هغه رسول او مومنانو لره دى خو (دا) منافقان نه پوهيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُلْهِكُمْ أَمْوَٰلُكُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُكُمْ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! خپل مالونه او خېلخانې مو د الله له يادولو غافله نه كړي او څوك چې داسې كوي نو همغه خلك (اصلى) تاوانيان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَنفِقُوا۟ مِن مَّا رَزَقْنَٰكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِىَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلَآ أَخَّرْتَنِىٓ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ ٱلصَّٰلِحِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو لګښت وکړئ له هغه څه چې موږ در روزي كړي، مخکې تر هغه چې ستاسو كوم يوه ته مرګ راشي (او) بيا وايي چې زما ربه ولې دې څه لږ نېټې پورې ونه ځنډولم چې زه صدقه وكړم او له نېكانو څخه شم؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَن يُؤَخِّرَ ٱللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَآءَ أَجَلُهَا وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله به هيڅكله يو څوک وروسته نه كړي، كله يې چې اجل راشي او الله ستاسي په كړنو ښه خبر دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70