Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ او عدت شمېرئ، او له خپل پالونکي الله څخه وېره كوئ، هغوى له خپلو كورونو مه وباسئ او نه دې هغوى وځي مګر دا چې ښكاره بې شرمي وكړي، او همدا د الله (ټاكلې) پولې دي او څوك چې د الله له پولو تېرى كوي نو په رېښتيا پر خپل ځان يې ظلم كړى، ته نه پوهېږې، ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو كله چې هغوى خپلو نېټو ته ورنږدې شوې، بيا يې يا خپلو كورونو كې په ښه توګه وساتئ، يا يې په ښه توګه (له ځانه) بېلې كړئ، او له خپلو دوه تنه عادل شاهدان ونيسئ او (خاص) د الله لپاره شاهدي ترسره كوئ، پر همدې هغه چا ته نصيحت كيږي چې پر الله او د آخرت پر ورځ يې ايمان راوړى وي، او څوك چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسي له مېرمنو څخه چې كومې له حيضه ناهيلې شوې وي د هغوی په اړه كه تاسي شكمن شوي ياست نو د هغوی عدت درې مياشتې دى، او همدغه حكم د هغو ښځو دى چې لا تر اوسه يې حيض نه وي راغلى او د حامله ښځو د عدت حد دا دى چې هغوې حمل وضع كړي، څوك چې له الله نه وويريږي د هغه په کار کې هغه اسانتيا پېدا كوى.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د الله امر دى چې تاسو ته يې نازل كړى او څوك چې له الله وډار شي، بدۍ به ترې ورېژوي او ډېر لوى اجر به وركړي.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه كار ده چې شتمن له خپلې شتمنۍ لګښت وكړي او پر چا چې روزي تنګه شوې وي نو څه چې الله وركړي وي له همغو دې خرڅه كوي، الله څوك پر بل شي نه نيسى پرته له هغه چې وركړي يې وي الله به له تنګسې وروسته اسانې راولي.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيو داسې رسول چې د الله څرګندوونكي آيتونه درته اوروي لولي تر څو هغه كسان له تيارو څخه رڼا ته را وباسي چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي او هر څوك چې پر الله ايمان راوړي او سم كار كوي، داسې جنتونو ته به يې ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله به پكې اوسېدونكي وي، بېشكه الله هغه ته غوره روزي وركړې ده.
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله همغه دى چې اووه اسمانونه يې پيدا كړي او ځمكې هم په همدې شان، د الله امر د هغو ترمنځ رانازليږي تر څو وپوهېږئ چې الله پر هر شي ښه قادر دى او چې په رېښتيا الله د علم له مخې پر هر څه راچاپېر دى.