کور › سورتونه › سورت الحشر
سورت الحشر الحشر
۲۴ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۱
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه (الله) برلاسى حكمت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِىٓ أَخْرَجَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ مِن دِيَٰرِهِمْ لِأَوَّلِ ٱلْحَشْرِ مَا ظَنَنتُمْ أَن يَخْرُجُوا۟ وَظَنُّوٓا۟ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا۟ وَقَذَفَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعْبَ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُم بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِى ٱلْمُؤْمِنِينَ فَٱعْتَبِرُوا۟ يَٰٓأُو۟لِى ٱلْأَبْصَٰرِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خاص هغه داسې ذات دی د اهل كتابو (يهودو) كافران يې له خپلو كورونو د لومړنۍ راټولېدنې (جلا وطني) پر وخت بهر واېستل، تاسو (هم) ګومان نه كولو چې هغوى به ووځي او هغوى (خو) ګومان درلود چې پخې كلا ګانې به يې د الله (له عذاب) څخه وساتي، خو بيا د الله عذاب له يو داسې لورې ورباندې راغی چې هغوى يې اټكل نه و كړى او په زړونو كې يې (سخت) ډار ور واچولو. خپل كورونه يې په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو عبرت واخلئ اې د پوهې خاوندانو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْلَآ أَن كَتَبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمُ ٱلْجَلَآءَ لَعَذَّبَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابُ ٱلنَّارِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه الله پر هغوى جلا وطني ليكلې نه واى نو هرومرو به يې په دنيا كې (څه بل) عذاب وركړى و او په آخرت كې خو د هغو لپاره د اور عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ شَآقُّوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَمَن يُشَآقِّ ٱللَّهَ فَإِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا ځكه چې هغوى د الله او د هغه د رسول دښمني كړې او هر څوك چې له الله سره دښمني كوي نو الله په رېښتيا سخت عذاب وركوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا قَطَعْتُم مِّن لِّينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَآئِمَةً عَلَىٰٓ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ ٱللَّهِ وَلِيُخْزِىَ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تاسي چې د خرما كومې ونې ووهلې يا مو څه پر خپلو بېخونو ولاړې پرېښودې، نو دا (ټول) د الله په حكم سره و او د دې لپاره هم چې فاسقان رسوا كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنْهُمْ فَمَآ أَوْجَفْتُمْ عَلَيْهِ مِنْ خَيْلٍ وَلَا رِكَابٍ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يُسَلِّطُ رُسُلَهُۥ عَلَىٰ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه مالونه چې راګرځولي دي الله تعالی په رسول خپل باندې د دوی نه، نو تاسي خو پر هغه نه اسونه ځغلولي او نه اوښان، خو الله چې پر هر چا وغواړي خپل رسولان برلاسي كوي او الله په هر څه ځواکمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّآ أَفَآءَ ٱللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ مِنْ أَهْلِ ٱلْقُرَىٰ فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ كَىْ لَا يَكُونَ دُولَةًۢ بَيْنَ ٱلْأَغْنِيَآءِ مِنكُمْ وَمَآ ءَاتَىٰكُمُ ٱلرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَىٰكُمْ عَنْهُ فَٱنتَهُوا۟ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د كليو د خلكو هغه مالونه چې (بې جګړې) الله په خپل رسول راګرځولي نو د الله، رسول، (د رسول الله) خپلوانو، يتيمانو، مسكينانو او مسافرو لپاره دي. تر څو هغه (يوازې) ستاسي د شتمنو ترمنځ لاس په لاس ګرځېدونكي نه وي. او څه چې رسول (الله) دركړي، هغه واخلئ او له څه مو چې ايساروي، ترې ايسار شئ او له الله څخه وډار شئ په رېښتيا الله سخت عذاب وركولو والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِلْفُقَرَآءِ ٱلْمُهَٰجِرِينَ ٱلَّذِينَ أُخْرِجُوا۟ مِن دِيَٰرِهِمْ وَأَمْوَٰلِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنًا وَيَنصُرُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلصَّٰدِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دغه مالونه) د مهاجرو د هغو بې وزلو لپاره دي چې له خپلو كورونو او مالونو بهر اېستل شوي، د الله فضل او خوښي لټوي او د الله او د هغه د رسول مرسته كوي، همدا رېښتيني خلك دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ تَبَوَّءُو ٱلدَّارَ وَٱلْإِيمَٰنَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِى صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّآ أُوتُوا۟ وَيُؤْثِرُونَ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغو كسانو لپاره دي چې د هغوى له (راتلو) څخه مخكې يې په دې كور (مدينه) ځاى نيولى او ایمان یې حاصل کړی دی، چا چې هغوى ته هجرت كړى له هغوی سره مينه کوي او خپلو زړونو كې هغه څه ته كوم رغبت نه مومي چې مهاجرينو ته وركړل شوي وي او هغوى پر خپلو ځانونو غوره بولي كه څه هم په هغوى تنګسه (لوږه) وي او هر څوك چې د خپل ځان له بخيلۍ وژغورل شو؛ نو همغه بريالي خلك دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ جَآءُو مِنۢ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا ٱغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَٰنِنَا ٱلَّذِينَ سَبَقُونَا بِٱلْإِيمَٰنِ وَلَا تَجْعَلْ فِى قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ رَبَّنَآ إِنَّكَ رَءُوفٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او کوم كسان چې تر هغوى وروسته راځي وايي زموږ ربه! موږ ته بخښنه وكړې او زموږ هغو وروڼو ته چې په ايمان راوړلو كې راڅخه مخکې شوي او ايمان والاوو سره كينه كول مو په زړونو كې مه اچوه، زموږ پالونکيه همدا ته ډېر نرمي كوونكى مهربان يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نَافَقُوا۟ يَقُولُونَ لِإِخْوَٰنِهِمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِن قُوتِلْتُمْ لَنَنصُرَنَّكُمْ وَٱللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا ته نه ګورې هغو كسانو ته چې منافقت یې کړی دی، په اهل كتابو كې خپلو كافرو وروڼو ته وايي: كه تاسي بهر واېستل شوئ موږ به هم هرومرو درسره وځو او ستاسو (تاوان) په هكله به د هيچا خبره هيڅكله نه منو او كه جګړه درسره وشوه، هرومرو به ستاسو مرسته كوو. او الله شاهدي وايي چې هغوى درواغجن دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَئِنْ أُخْرِجُوا۟ لَا يَخْرُجُونَ مَعَهُمْ وَلَئِن قُوتِلُوا۟ لَا يَنصُرُونَهُمْ وَلَئِن نَّصَرُوهُمْ لَيُوَلُّنَّ ٱلْأَدْبَٰرَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه چېرته وویستلی شي هغوى نو دوی نه وځي د هغوی سره او كه چېرته جګړه ورسره وشي مرسته به يې ونه كړي او كه چېرته دوی ورسره مرسته وکړي خامخا به وروګرځوي شاګانې، بيا به د دوی سره مرسته و نه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَأَنتُمْ أَشَدُّ رَهْبَةً فِى صُدُورِهِم مِّنَ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَفْقَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خامخا تاسو سخت ډار اچونکي یاست د هغوی په سینو کې د الله تعالی نه، دا ځكه چې هغوى نا پوه خلك دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُقَٰتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِى قُرًى مُّحَصَّنَةٍ أَوْ مِن وَرَآءِ جُدُرٍۭ بَأْسُهُم بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center جنګ نه شي کولای هغوى تاسو سره په یو ځای مګر په كلا بندو كليو كې يا د دېوالونو تر شا، د هغوى خپل منځي جګړه ډېره سخته ده. ته يې (كه څه هم) سره ګډ (متحد) بولې خو د هغوى زړونه بېل بېل دي. دا ځكه چې هغوى داسې یو قوم دی چې عقل نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَمَثَلِ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ قَرِيبًا ذَاقُوا۟ وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (حال د دوی) د همغو خلكو په شان دي چې له دوى نه لږ وخت مخکې يې د خپلو كړو سزا څكلې ده او د دوى لپاره درد ناك عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَمَثَلِ ٱلشَّيْطَٰنِ إِذْ قَالَ لِلْإِنسَٰنِ ٱكْفُرْ فَلَمَّا كَفَرَ قَالَ إِنِّى بَرِىٓءٌ مِّنكَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (حال د دوی) په څېر د حال د شیطان دی كله يې چې انسان ته وويل: كافر شه! خو كله چې كافر شو وېلې زه خو در څخه بېزار يم، زه د مخلوقاتو له پالونكي څخه ډارېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَكَانَ عَٰقِبَتَهُمَآ أَنَّهُمَا فِى ٱلنَّارِ خَٰلِدَيْنِ فِيهَا وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُا۟ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو د دواړو پایله داسې شوه چې هغوى به په اور كې وي، تل به پكې اوسېدونكي وي او همدا د ظالمانو جزا ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی له الله څخه ووېرېږئ او هر كس دې وګوري چې د سبا لپاره يې څه وړاندې لېږلي؟ او له الله څخه وېره كوئ، بېشكه الله خو ستاسي په كړنو ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَا تَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ نَسُوا۟ ٱللَّهَ فَأَنسَىٰهُمْ أَنفُسَهُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د هغو خلكو غوندې مه كېږئ چې الله يې هېر كړ نو هغه (الله) بيا د هغوى خپل ځانونه ترې هېر كړل، دغه خلك فاسقان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يَسْتَوِىٓ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ وَأَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ أَصْحَٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، جنتيان خو بريالي (خلك) دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْ أَنزَلْنَا هَٰذَا ٱلْقُرْءَانَ عَلَىٰ جَبَلٍ لَّرَأَيْتَهُۥ خَٰشِعًا مُّتَصَدِّعًا مِّنْ خَشْيَةِ ٱللَّهِ وَتِلْكَ ٱلْأَمْثَٰلُ نَضْرِبُهَا لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه موږ دا قرآن پر يو غره رانازل كړى واى، نو هرومرو به دې هغه د الله له ډاره وېرېدونكى ټوټه ټوټه كېدونكى ليدلى واى. او دا بېلګې د خلكو لپاره ځكه بيانوو چې ښايي هغوى فكر وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ عَٰلِمُ ٱلْغَيْبِ وَٱلشَّهَٰدَةِ هُوَ ٱلرَّحْمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله همغه دى چې له هغه پرته بل حقدار د بندګۍ نشته، په پټو او ښكاره وو عالم دى، همغه ډېر مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱللَّهُ ٱلَّذِى لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلْمَلِكُ ٱلْقُدُّوسُ ٱلسَّلَٰمُ ٱلْمُؤْمِنُ ٱلْمُهَيْمِنُ ٱلْعَزِيزُ ٱلْجَبَّارُ ٱلْمُتَكَبِّرُ سُبْحَٰنَ ٱللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه الله دى چې پرته له هغه بل حقدار د بندګۍ نشته، پاچا، ډېر سپېڅلى، له ټولو نيمګړتياوو پاك، امن وركوونكى، ساتونكى، برلاسى، زورور او د لويي څښتن دى. له هغو خبرو الله لره پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱللَّهُ ٱلْخَٰلِقُ ٱلْبَارِئُ ٱلْمُصَوِّرُ لَهُ ٱلْأَسْمَآءُ ٱلْحُسْنَىٰ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center همغه الله دى چې پيداکوونکی، رامنځته کوونکی، شکل وركوونكى دى، هغه لره ښایسته نومونه دي، څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (ټول) د هغه پاكي وايي او همغه برلاسى حكمتونو والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت المجادلة
سورت الممتحنة ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.