کور › سورتونه › سورت المجادلة
سورت المجادلة المجادلة
۲۲ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۵
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ قَدْ سَمِعَ ٱللَّهُ قَوْلَ ٱلَّتِى تُجَٰدِلُكَ فِى زَوْجِهَا وَتَشْتَكِىٓ إِلَى ٱللَّهِ وَٱللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَآ إِنَّ ٱللَّهَ سَمِيعٌۢ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشکه الله د هغې ښځې وينا واورېده چې له تا سره يې د خپل مېړه په اړه بحث کاوه او الله ته يې زارۍ كولې، او الله ستاسي د دواړو خبرې اترې اورېدلې. په رېښتيا الله ښه اورېدونكى ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يُظَٰهِرُونَ مِنكُم مِّن نِّسَآئِهِم مَّا هُنَّ أُمَّهَٰتِهِمْ إِنْ أُمَّهَٰتُهُمْ إِلَّا ٱلَّٰٓـِٔى وَلَدْنَهُمْ وَإِنَّهُمْ لَيَقُولُونَ مُنكَرًا مِّنَ ٱلْقَوْلِ وَزُورًا وَإِنَّ ٱللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له تاسې څخه چې كوم كسان له خپلو مېرمنو ظهار کوي - مور ورته وايي- (په حقيقت كې) هغوى يې ميندې نه دي. د هغوى ميندې خو يوازې همغه دي چې هغوى يې زيږولي دي. او بېشكه چې هغوى يوه ناكاره او درواغ خبره كوي او الله په رېښتيا تېرېدونكى بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ يُظَٰهِرُونَ مِن نِّسَآئِهِمْ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا قَالُوا۟ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مِّن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا ذَٰلِكُمْ تُوعَظُونَ بِهِۦ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كسان چې خپلو مېرمنو ته ميندې وايي بيا له خپلې کړې خبرې بېرته ګرځي (خپلو مېرمنو ته) نو پر هغه د يو مريي ازادول دي، مخکې د یو ځای کېدلو د دوی نه، په همدې خبره تاسي ته نصيحت كيږي او الله ستاسي په كړو وړو ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو څوك چې څه نه مومي نو بيا پرله پسې دوه مياشتې روژه نيول دي، مخكې تر دې چې خپلو كې يو بل ته لاس وروړي (کوروالی وکړي). او څوك چې دا هم نشي كولاى نو بيا شپېتو مسكينانو ته خواړه وركول دي دا ددې لپاره چې تاسي پر الله او رسول يې (ښه) ايمان راوړئ. او دا د الله پولې دي. او د كافرانو لپاره دردوونکی عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ كُبِتُوا۟ كَمَا كُبِتَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَقَدْ أَنزَلْنَآ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ مُّهِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه هغه كسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني كوي، داسې به خوار كړل شي لكه هغوى مخکېني چې خوار كړل شول او په رېښتيا چې موږ څرګند ايتونه رانازل كړي او د كافرانو لپاره سپكوونكى عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓا۟ أَحْصَىٰهُ ٱللَّهُ وَنَسُوهُ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په کومه ورځ چې الله به هغوى ټول راژوندي كړي؛ نو بيا به يې په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي وو، (كوم چې) الله شمېرلي او هغوى هېر كړي وو او الله پر هر څه شاهد دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ مَا يَكُونُ مِن نَّجْوَىٰ ثَلَٰثَةٍ إِلَّا هُوَ رَابِعُهُمْ وَلَا خَمْسَةٍ إِلَّا هُوَ سَادِسُهُمْ وَلَآ أَدْنَىٰ مِن ذَٰلِكَ وَلَآ أَكْثَرَ إِلَّا هُوَ مَعَهُمْ أَيْنَ مَا كَانُوا۟ ثُمَّ يُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا۟ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا تا نه دي ليدلي چې الله په اسمانونو او ځمكه كې پر هر څه پوهيږي (چېرته به) د دريو كسانو داسې پټې خبرې نه وي چې هغه (الله) يې څلورم نه وي، نه به د پنځو داسې وي چې هغه (الله) يې شپږم نه وي او نه به تر دې لږ او نه زيات وي چې هغه ورسره نه وي، هر چېرې چې هغوى وي. بيا به يې د قيامت په ورځ په هغو كارونو خبروي چې هغوى كړي، په رېښتيا الله پر هر څه ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نُهُوا۟ عَنِ ٱلنَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَيَتَنَٰجَوْنَ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَإِذَا جَآءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ ٱللَّهُ وَيَقُولُونَ فِىٓ أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا ٱللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا ته نه ګورې هغه كسانو ته چې له پټو خبرو منع شوي وو (خو) هغوى بېرته همغو خبرو ته راګرځي چې ترې ايسار كړل شوي وو او په خپلو كې د ګناه، ظلم، تېري او د رسول په نافرمانۍ كې پټې خبرې كوي او كله چې تا ته راشي نو په داسې ټكو سلام درته كوي چې په هغو سره الله تا ته سلام نه كوي او خپلو زړونو كې وايي چې ولې مو الله پر هغه څه نه عذابوي چې موږ يې وايو؟ جهنم يې بس دى چې ورننوځي به، نو هغه ډیر بد ځای د ورتګ دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا تَنَٰجَيْتُمْ فَلَا تَتَنَٰجَوْا۟ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَتَنَٰجَوْا۟ بِٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي پټې خبرې كولې نو د ګناه، ظلم او رسول (الله) د نافرمانۍ پټې خبرې مه كوئ، بلكې د ښېګڼې او تقوى پټې خبرې كوئ او له هغه الله څخه وډار شئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا ٱلنَّجْوَىٰ مِنَ ٱلشَّيْطَٰنِ لِيَحْزُنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَلَيْسَ بِضَآرِّهِمْ شَيْـًٔا إِلَّا بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه (د بدۍ) پټې خبرې له شيطانه دي تر څو هغه كسان خپه كړي چې ايمان يې راوړئ او (حال دا چې) هغه د الله له حكمه پرته هغوى ته هيڅ تاوان نشي رسولى او مومنان دې په همغه الله بروسه وكړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا۟ فِى ٱلْمَجَٰلِسِ فَٱفْسَحُوا۟ يَفْسَحِ ٱللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُوا۟ فَٱنشُزُوا۟ يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَٰتٍ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي ته وويل شي چې مجلسونو كې ځاى پراخه كړئ نو پراخه يې كړئ چې الله پراخوالی دركړي. او چې درته وويل شي: چې پاڅېږئ نو پاڅئ. الله په تاسي كې د هغو كسانو درجې اوچتوي چې ايمان يې راوړى او چا ته چې علم وركړل شوى، او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسي يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا نَٰجَيْتُمُ ٱلرَّسُولَ فَقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَةً ذَٰلِكَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَأَطْهَرُ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اىو موْمنانو: كله چې تاسي په ګوښه كې له پېغمبر(صلی الله علیه وسلم) سره خبرې كوئ نو له خبرو كولو مخكې يو څه خيرات وركړئ دا غوره ده تاسي لپاره او پاکوونکې ده، البته كه تاسي د صدقې وركولو لپاره څه ونه مومئ نو الله بخښونکی او مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَأَشْفَقْتُمْ أَن تُقَدِّمُوا۟ بَيْنَ يَدَىْ نَجْوَىٰكُمْ صَدَقَٰتٍ فَإِذْ لَمْ تَفْعَلُوا۟ وَتَابَ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱللَّهُ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ايا له خپلو پټو خبرو مخكې له خيرات وركولو وډار شوئ؟ نو چې دا كار مو ونه كړ او الله هم تاسي معاف كړئ نو لمونځ ترسره كوئ، زكات وركوئ او د الله او د هغه د رسول خبره منئ. او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسې يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ تَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مَّا هُم مِّنكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى ٱلْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نه ګورې ته هغو کسانو ته چې له يو داسې قوم سره يې دوستي كړې چې الله پرې غضب كړى؟ ندي هغوی ستاسو نه او نه د دوی نه او هغوى په درواغو قسمونه خوري حال دا چې (ښه) پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَعَدَّ ٱللَّهُ لَهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا إِنَّهُمْ سَآءَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د هغوى لپاره الله سخت عذاب چمتو كړى په رېښتيا هغوى چې كوم كارونه كول هغه (ډېر) بد وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱتَّخَذُوٓا۟ أَيْمَٰنَهُمْ جُنَّةً فَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ فَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى خپل قسمونه (ځانته) ډال جوړ كړي او (خلك) د الله له لارې ايساروي نو د هغوى لپاره به سپكوونكى عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّن تُغْنِىَ عَنْهُمْ أَمْوَٰلُهُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُهُم مِّنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلنَّارِ هُمْ فِيهَا خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هيڅكله به دفع نه کړي دوی نه مالونه د دوی او نه اولاد د دوی د الله (له عذاب) نه هیڅ شی، دغه کسان اور والا دی دوی به پکې همیشه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَبْعَثُهُمُ ٱللَّهُ جَمِيعًا فَيَحْلِفُونَ لَهُۥ كَمَا يَحْلِفُونَ لَكُمْ وَيَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ أَلَآ إِنَّهُمْ هُمُ ٱلْكَٰذِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې الله هغوى ټول راپورته كړي، بيا به هغه ته هم داسې قسمونه كوي لكه تاسي ته يې چې كوي او ګومان (به) كوي چې هغوى پر څه (حق) دي، خبر اوسئ چې همدوى درواغجن دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ ٱلشَّيْطَٰنُ فَأَنسَىٰهُمْ ذِكْرَ ٱللَّهِ أُو۟لَٰٓئِكَ حِزْبُ ٱلشَّيْطَٰنِ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱلشَّيْطَٰنِ هُمُ ٱلْخَٰسِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر هغوى شيطان برلاسى شوى نو د الله يادول يې ترې هېر كړي، دا خلك د شيطان ډله ده. خبر اوسئ چې همدا د شيطان ډله تاواني ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ يُحَآدُّونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ أُو۟لَٰٓئِكَ فِى ٱلْأَذَلِّينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كوم كسان چې له الله او رسول سره يې دښمني كوي هغوى په رېښتيا په خوار شوو (سرټيټو) كې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَتَبَ ٱللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا۠ وَرُسُلِىٓ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center لیکلي دي الله (په تقدیر کې) چې زه او زما رسولان به خامخا برلاسي كيږو، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ يُوَآدُّونَ مَنْ حَآدَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَوْ كَانُوٓا۟ ءَابَآءَهُمْ أَوْ أَبْنَآءَهُمْ أَوْ إِخْوَٰنَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ كَتَبَ فِى قُلُوبِهِمُ ٱلْإِيمَٰنَ وَأَيَّدَهُم بِرُوحٍ مِّنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا رَضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ أُو۟لَٰٓئِكَ حِزْبُ ٱللَّهِ أَلَآ إِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center داسې يو قوم به ونه مومې چې پر الله او د آخرت په ورځ ايمان لري، (او بيا) له هغه چا سره دوستي كوي چې د الله او د هغه د رسول دښمني يې كړې وي، كه څه هم پلرونه، زامن، وروڼه يا خپله كورنۍ يې وي. د هغوى زړونو كې الله ايمان اچولى او په خپل روح سره يې د هغوى ملاتړ كړى. او هغوى به داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې به يې ويالې بهیږي، تلپاتې په هغو كې. له هغوى څخه الله راضي دى او هغوى له هغه راضي دي. دا خلك د الله ډله ده، خبر اوسئ چې د الله ډله په رېښتیا بريالۍ كېدونكې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الحديد
سورت الحشر ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.