caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الممتحنة الممتحنة

۱۳ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۱

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ عَدُوِّى وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَآءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِم بِٱلْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا۟ بِمَا جَآءَكُم مِّنَ ٱلْحَقِّ يُخْرِجُونَ ٱلرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَن تُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ رَبِّكُمْ إِن كُنتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَٰدًا فِى سَبِيلِى وَٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِى تُسِرُّونَ إِلَيْهِم بِٱلْمَوَدَّةِ وَأَنَا۠ أَعْلَمُ بِمَآ أَخْفَيْتُمْ وَمَآ أَعْلَنتُمْ وَمَن يَفْعَلْهُ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! زما دښمن او خپل دښمن سره دوستي مه كوئ، تاسي په دوستۍ هغوى ته پيغام لېږئ او هغوى په هغه حق كافر شوي چې تاسي ته راغلى هغوى رسول (الله) او تاسي په دې (له خپل وطنه) بهر وباسي چې په خپل پالونکي الله مو ايمان راوړى كه تاسي زما په لار كې د جهاد او زما د رضا لټون لپاره وتلي ياست (نو داسې مه كوئ) تاسي په دوستۍ سره هغوى ته پټ خبرونه لېږئ او زه پوهېږم په هغه څه چې تاسي يې پټوئ او (يا يې) څرګندوئ او له تاسي څخه چې څوك دا كار كوي نو په رېښتيا له سمې لارې اوښتى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا۟ لَكُمْ أَعْدَآءً وَيَبْسُطُوٓا۟ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِٱلسُّوٓءِ وَوَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه چېرې يې درباندې وس بر شي نو بيا به مو (ښكاره) دښمنان وي، لاسونه او ژبې به په بدۍ در وغځوي او دا به خوښوي چې (تاسې هم) كافران شئ

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَن تَنفَعَكُمْ أَرْحَامُكُمْ وَلَآ أَوْلَٰدُكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَفْصِلُ بَيْنَكُمْ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهيڅكله به مو نه خپلوۍ ګټه در ورسوي او نه اولادونه، د قيامت په ورځ به (الله) ستاسو تر منځ پرېکړه وكړي او الله په هغو كارونو ښه ليدونكى دى چې تاسې يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِىٓ إِبْرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذْ قَالُوا۟ لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُا۟ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةُ وَٱلْبَغْضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَحْدَهُۥٓ إِلَّا قَوْلَ إِبْرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمْلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَىْءٍ رَّبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ ٱلْمَصِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره بېلګه (د پېروۍ ده)، كله چې خپل قوم ته يې وويل بېشكه موږ له تاسي او له هغو شيانو چې تاسي يې له الله پرته لمانځئ، بېزار يو، ستاسي له عقيدې منكر يو او زموږ او ستاسي ترمنځ د تل لپاره دښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ، خو یوازې د ابراهيم علیه السلام د دې وینا (پېروي مکوئ) چې خپل پلار ته یې كړې وه چې زه به هرومرو بخښنه درته وغواړم او (نور) د الله په وړاندې ستا لپاره د هيڅ شي واك نه لرم، زموږ پالونکيه پر تا مو بروسه كړې، ستا په لور درګرځېدلي يو او هم ستا لوري ته درتلل دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَٱغْفِرْ لَنَا رَبَّنَآ إِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې زموږ پالونکيه! موږ د كافرانو په ازموينه كې مه اچوه او بخښنه راته وكړه اې زموږ پالونکيه! بېشكه همدا ته برلاسى حكمت والا يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُوا۟ ٱللَّهَ وَٱلْيَوْمَ ٱلْـَٔاخِرَ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه رېښتيا ستاسو لپاره شته په هغوى كې غوره بیلګه د پیروۍ، د هغه چا لپاره چې د الله او د آخرت د ورځې هيله لري، او كه څوك مخ اړوي نو بېشكه همغه الله غني (بې پروا) ستايل شوى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

عَسَى ٱللَّهُ أَن يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ ٱلَّذِينَ عَادَيْتُم مِّنْهُم مَّوَدَّةً وَٱللَّهُ قَدِيرٌ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerښایي چې الله تعالی به دوستي جوړه کړي ستاسو او د هغو کسانو تر مینځ چې تاسو ورسره دښمني کوئ، الله تعالی قدرت والا دی او الله تعالی بخښنه کوونکی او مهربان دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَنْهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ لَمْ يُقَٰتِلُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُم مِّن دِيَٰرِكُمْ أَن تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوٓا۟ إِلَيْهِمْ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې په دين كې ستاسو سره جګړه نه ده كړې او له خپلو كورونو يې نه يئ اېستلي نو الله مو هغوى سره له ښېګڼې او انصافه نه ايساروي، په رېښتيا الله انصاف لرونکي خلك خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا يَنْهَىٰكُمُ ٱللَّهُ عَنِ ٱلَّذِينَ قَٰتَلُوكُمْ فِى ٱلدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَٰرِكُمْ وَظَٰهَرُوا۟ عَلَىٰٓ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله خو تاسي يوازې د هغو خلكو له دوستۍ ايساروي چې جنګ کوي تاسو سره په دين کې او ویستلي یئ تاسي د کورونو ستاسو نه او څوك چې ورسره دوستي كوي نو همغه خلك ظالمان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا جَآءَكُمُ ٱلْمُؤْمِنَٰتُ مُهَٰجِرَٰتٍ فَٱمْتَحِنُوهُنَّ ٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَٰنِهِنَّ فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَٰتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى ٱلْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ وَءَاتُوهُم مَّآ أَنفَقُوا۟ وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ أَن تَنكِحُوهُنَّ إِذَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ وَلَا تُمْسِكُوا۟ بِعِصَمِ ٱلْكَوَافِرِ وَسْـَٔلُوا۟ مَآ أَنفَقْتُمْ وَلْيَسْـَٔلُوا۟ مَآ أَنفَقُوا۟ ذَٰلِكُمْ حُكْمُ ٱللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی كله چې مومنانې د مهاجرو په توګه درته راشي نو ويې ازمويئ، الله د هغوى په ايمان ډېر ښه پوه دى، نو كه چېرې تاسي ته مومنانې معلومې شوې؛ نو بېرته يې كافرو ته مه ورستنوئ؛ هغوى نه دوى ته حلالې دي او نه دوى (كافران) هغوى ته حلال دي، خو كوم لګښت چې هغوى (كافرانو) كړى نو هغه وركړئ او پر تاسي څه ګناه نشته چې هغوى په نكاح كړئ، كله چې مهرونه يې وركړئ او د كافرانو مېرمنو ناموس ځان سره ټينـګ مه ساتئ، څه چې تاسې (پرې) لګولي هغه (ترې) وغواړئ او چې هغوى كوم لګښت (پرې) كړى وي، هغه دې دوى (كافران ترې) وغواړي. دا د الله حكم دى چې ستاسي ترمنځ يې پرېکړه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن فَاتَكُمْ شَىْءٌ مِّنْ أَزْوَٰجِكُمْ إِلَى ٱلْكُفَّارِ فَعَاقَبْتُمْ فَـَٔاتُوا۟ ٱلَّذِينَ ذَهَبَتْ أَزْوَٰجُهُم مِّثْلَ مَآ أَنفَقُوا۟ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه ستاسي څه مېرمنې د كافرانو خواته ورشي، بيا مو لاس بر شي (پر كافرانو) نو د كومو كسانو چې مېرمنې تللې دي، هغومره څه وركړئ (له غنيمته) چې هغوى (پرې) لګولي وو. او له الله وډار شئ هغه چې تاسي ايمان پرې راوړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِذَا جَآءَكَ ٱلْمُؤْمِنَٰتُ يُبَايِعْنَكَ عَلَىٰٓ أَن لَّا يُشْرِكْنَ بِٱللَّهِ شَيْـًٔا وَلَا يَسْرِقْنَ وَلَا يَزْنِينَ وَلَا يَقْتُلْنَ أَوْلَٰدَهُنَّ وَلَا يَأْتِينَ بِبُهْتَٰنٍ يَفْتَرِينَهُۥ بَيْنَ أَيْدِيهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا يَعْصِينَكَ فِى مَعْرُوفٍ فَبَايِعْهُنَّ وَٱسْتَغْفِرْ لَهُنَّ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې نبې (عليه السلام) كله چې مومنانې درته راشي (او) ستا سره په دې خبرو لوز كوي چې هغوى به له الله سره هيڅ شى نه شريكوي، غلا به نه كوي، زنا به نه كوي، خپل اولاد به نه وژني، نه به (چا پسې) داسې درواغ تړي چې د خپلو لاسونو – پښو ترمنځ يې جوړوي او نه به په ښه كار كې ستا نا فرماني كوي، نو له هغوى څخه لوز واخله او له الله څخه ورته بخښنه وغواړه، الله په رېښتيا بخښونكى مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَوَلَّوْا۟ قَوْمًا غَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ قَدْ يَئِسُوا۟ مِنَ ٱلْـَٔاخِرَةِ كَمَا يَئِسَ ٱلْكُفَّارُ مِنْ أَصْحَٰبِ ٱلْقُبُورِ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! هغو خلكو سره دوستي مه كوئ چې الله پرې غضب كړى، هغوى له آخرته داسې ناهيلي شوي لكه د قبرونو څښتنانو څخه چې كافران ناهيلي دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70