ٱللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ ٱلْحَدِيثِ كِتَٰبًا مُّتَشَٰبِهًا مَّثَانِىَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ ٱلَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ ٱللَّهِ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهْدِى بِهِۦ مَن يَشَآءُ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنْ هَادٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله يو ډېر غوره كلام نازل كړى، داسې كتاب چې (آيتونه يې) يو بل ته ورته او بيا بيا لوستل كيږي، د هغو كسانو پوستكي ترې لړزيږي چې خپل رب نه وېره كوي، وروسته يې پوستكي او زړونه د الله يادولو په لور نرم شي، دا د الله لارښوونه ده، چا ته چې الله وغواړي په دې سره يې لارښوونه كوي، او هغه چې الله يې بې لارې كړي نو بيا د هغه لپاره لارښود نشته.