وَإِذْ قَالَت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ يَٰٓأَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَٱرْجِعُوا۟ وَيَسْتَـْٔذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ ٱلنَّبِىَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِىَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې د هغوى يوې ډلې وويل: اې د يثرب خلكو ستاسي د ټينګې ځاى نشته بېرته وګرځئ، او يوه (بله) ډله يې پېغمبر نه (د تللو) اجازه غواړي وايي: بې شکه زموږ كورونه تش پراته دي، او حال دا چې هغه تش نه وو، هغوی له تېښتې پرته څه نه غوښتل.