caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الأحزاب، آیت ۵۳

مدني · د نزول ترتیب ۹۰ · 33:53

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَدْخُلُوا۟ بُيُوتَ ٱلنَّبِىِّ إِلَّآ أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَىٰ طَعَامٍ غَيْرَ نَٰظِرِينَ إِنَىٰهُ وَلَٰكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَٱدْخُلُوا۟ فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَٱنتَشِرُوا۟ وَلَا مُسْتَـْٔنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ يُؤْذِى ٱلنَّبِىَّ فَيَسْتَحْىِۦ مِنكُمْ وَٱللَّهُ لَا يَسْتَحْىِۦ مِنَ ٱلْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَٰعًا فَسْـَٔلُوهُنَّ مِن وَرَآءِ حِجَابٍ ذَٰلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا۟ رَسُولَ ٱللَّهِ وَلَآ أَن تَنكِحُوٓا۟ أَزْوَٰجَهُۥ مِنۢ بَعْدِهِۦٓ أَبَدًا إِنَّ ذَٰلِكُمْ كَانَ عِندَ ٱللَّهِ عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! د نبي (عليه السلام) كوټو ته مه ننوزئ پرته له دې چې د څه خوراك اجازه درته وشي، په داسې حال كې چې د پخېدو انتظار به يې نه كوئ، خو كله چې وبلل شوئ نو ورننوځئ او چې خوراك مو وكړ، نو بيا خپاره شئ او د خبرو څخه د خوند اخیستلو لپاره مه كېنئ، دا كار نبي (عليه السلام) ته تكليف رسوي خو هغه له تاسي حيا كوي، او الله له حق (ويلو) حيا نه كوي، او كله چې له هغوى (بيبيانو) مو څه سامان غوښتلو نو د پردې تر شا يې وغواړئ، دا (کړنلاره) ستاسو او د هغوى د زړونو لپاره ډېره پاكيزه ده او ستاسو لپاره روا نه ده چې د الله رسول ته څه تكليف ورسوئ او نه هيڅكله دا چې له هغه وروسته يې مېرمنې په نكاح كړئ، په رېښتیا د الله پر وړاندې دا لويه ګناه ده.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70