وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتُنَا بَيِّنَٰتٍ تَعْرِفُ فِى وُجُوهِ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ ٱلْمُنكَرَ يَكَادُونَ يَسْطُونَ بِٱلَّذِينَ يَتْلُونَ عَلَيْهِمْ ءَايَٰتِنَا قُلْ أَفَأُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكُمُ ٱلنَّارُ وَعَدَهَا ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې پر هغوى زموږ څرګند آيتونه لوستل كيږي نو ته د كافرانو په مخونو كې د انكار نښانې پېژنې، نږدې وي چې پر هغو كسانو ورټوپ كړي كوم چې زموږ آيتونه ورباندې لولي، ورته ووايه: تاسو ته له دې لا زيات بد شى دروښيم؟ اور دى! چې الله يې له كافرانو سره وعده كړې او ډېر بد استوګنځى دى.