وَجَٰهِدُوا۟ فِى ٱللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِۦ هُوَ ٱجْتَبَىٰكُمْ وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلدِّينِ مِنْ حَرَجٍ مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرَٰهِيمَ هُوَ سَمَّىٰكُمُ ٱلْمُسْلِمِينَ مِن قَبْلُ وَفِى هَٰذَا لِيَكُونَ ٱلرَّسُولُ شَهِيدًا عَلَيْكُمْ وَتَكُونُوا۟ شُهَدَآءَ عَلَى ٱلنَّاسِ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱعْتَصِمُوا۟ بِٱللَّهِ هُوَ مَوْلَىٰكُمْ فَنِعْمَ ٱلْمَوْلَىٰ وَنِعْمَ ٱلنَّصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د الله په لار كې رښتینی جهاد وكړئ، هماغه تاسو (خپل كار ته) غوره كړي ياست، او په دين كې يې پر تاسو څه تنګون نه دى راوستى، د خپل پلار ابراهيم په دين اوسئ هماغه (الله) تاسو ړومبى هم مسلمانان ونومولى او په دې (قرآن) كې هم، دې لپاره چې رسول پر تاسو شاهد وي او تاسو پر خلكو شاهدان، نو لمونځ ودروئ، زكات وركوئ او (د) الله (په دین) ټینګ شئ، هماغه ستاسو مالک دى، غوره مالک او ښه مرستندوى.