caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت التحريم، آیت ۳

مدني · د نزول ترتیب ۱۰۷ · 66:3

وَإِذْ أَسَرَّ ٱلنَّبِىُّ إِلَىٰ بَعْضِ أَزْوَٰجِهِۦ حَدِيثًا فَلَمَّا نَبَّأَتْ بِهِۦ وَأَظْهَرَهُ ٱللَّهُ عَلَيْهِ عَرَّفَ بَعْضَهُۥ وَأَعْرَضَ عَنۢ بَعْضٍ فَلَمَّا نَبَّأَهَا بِهِۦ قَالَتْ مَنْ أَنۢبَأَكَ هَٰذَا قَالَ نَبَّأَنِىَ ٱلْعَلِيمُ ٱلْخَبِيرُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې نبي (عليه السلام) خپلې يوې مېرمنې ته يوه خبره پټه وكړه، خو بيا چې هغې بل چا ته خبر وركړ او الله نبي ته د دې (راز څرګندولو) خبر وركړ، نو نبي هغه خبره يو څه ښكاره او له څه تېر شو، خو كله چې نبى (عليه السلام) هغې ته دغه (د راز څرګندېدو) خبره ښكاره كړه، هغې ويل: ته چا پرې خبر كړې؟ (نبي عليه السلام) وويل هغه ذات خبر كړم چې ډېر پوه او پوره خبر دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70