يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا۟ فِى ٱلْمَجَٰلِسِ فَٱفْسَحُوا۟ يَفْسَحِ ٱللَّهُ لَكُمْ وَإِذَا قِيلَ ٱنشُزُوا۟ فَٱنشُزُوا۟ يَرْفَعِ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْعِلْمَ دَرَجَٰتٍ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! كله چې تاسي ته وويل شي چې مجلسونو كې ځاى پراخه كړئ نو پراخه يې كړئ چې الله پراخوالی دركړي. او چې درته وويل شي: چې پاڅېږئ نو پاڅئ. الله په تاسي كې د هغو كسانو درجې اوچتوي چې ايمان يې راوړى او چا ته چې علم وركړل شوى، او الله په هغو كارونو ښه خبر دى چې تاسي يې كوئ.