أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ نُهُوا۟ عَنِ ٱلنَّجْوَىٰ ثُمَّ يَعُودُونَ لِمَا نُهُوا۟ عَنْهُ وَيَتَنَٰجَوْنَ بِٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَمَعْصِيَتِ ٱلرَّسُولِ وَإِذَا جَآءُوكَ حَيَّوْكَ بِمَا لَمْ يُحَيِّكَ بِهِ ٱللَّهُ وَيَقُولُونَ فِىٓ أَنفُسِهِمْ لَوْلَا يُعَذِّبُنَا ٱللَّهُ بِمَا نَقُولُ حَسْبُهُمْ جَهَنَّمُ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا ته نه ګورې هغه كسانو ته چې له پټو خبرو منع شوي وو (خو) هغوى بېرته همغو خبرو ته راګرځي چې ترې ايسار كړل شوي وو او په خپلو كې د ګناه، ظلم، تېري او د رسول په نافرمانۍ كې پټې خبرې كوي او كله چې تا ته راشي نو په داسې ټكو سلام درته كوي چې په هغو سره الله تا ته سلام نه كوي او خپلو زړونو كې وايي چې ولې مو الله پر هغه څه نه عذابوي چې موږ يې وايو؟ جهنم يې بس دى چې ورننوځي به، نو هغه ډیر بد ځای د ورتګ دی.