فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ مِن قَبْلِ أَن يَتَمَآسَّا فَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ فَإِطْعَامُ سِتِّينَ مِسْكِينًا ذَٰلِكَ لِتُؤْمِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ وَلِلْكَٰفِرِينَ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو څوك چې څه نه مومي نو بيا پرله پسې دوه مياشتې روژه نيول دي، مخكې تر دې چې خپلو كې يو بل ته لاس وروړي (کوروالی وکړي). او څوك چې دا هم نشي كولاى نو بيا شپېتو مسكينانو ته خواړه وركول دي دا ددې لپاره چې تاسي پر الله او رسول يې (ښه) ايمان راوړئ. او دا د الله پولې دي. او د كافرانو لپاره دردوونکی عذاب دى.