کور › سورتونه › سورت الحديد
سورت الحديد الحديد
۲۹ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۴
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څه چې په آسمانونو او ځمكه كې دي الله لره پاکي بيانوي او همغه برلاسى حكمت والا دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه په هر څه ځواکمن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلْأَوَّلُ وَٱلْـَٔاخِرُ وَٱلظَّٰهِرُ وَٱلْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه لومړنی، وروستى، ښكاره او پټ دى او همغه په هر څه ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضَ فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ ٱسْتَوَىٰ عَلَى ٱلْعَرْشِ يَعْلَمُ مَا يَلِجُ فِى ٱلْأَرْضِ وَمَا يَخْرُجُ مِنْهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعْرُجُ فِيهَا وَهُوَ مَعَكُمْ أَيْنَ مَا كُنتُمْ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دى همغه دى چې آسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پيدا كړل بيا په عرش بره [د پاسه] شو، هغه ته معلوم دي څه چې په ځمكه كې ننوزي او څه چې ترې راوزي او څه چې له آسمانه راكوزيږي او څه چې پكې خيژي، او چېرته چې تاسې ياست هغه درسره وي [په اعتبار د علم او د قدرت نه په اعتبار د ذات] او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه ليدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرْجَعُ ٱلْأُمُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه لره د آسمانونو او ځمكې پاچايي ده او همغه الله ته ټولې چارې ورګرځول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُولِجُ ٱلَّيْلَ فِى ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِى ٱلَّيْلِ وَهُوَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center شپه په ورځ كې ورننباسي او ورځ په شپه كې او هغه د سينو په رازونو ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَأَنفِقُوا۟ مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنكُمْ وَأَنفَقُوا۟ لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر الله او د هغه رسول ايمان راوړئ او له هغه څه لګښت وكړئ چې تاسي يې پكې (د پخوانيو) ځاى ناستي ګرځولي ياست، نو له تاسي چې كومو خلكو ايمان راوړ او لګښت يې وكړ، د هغوى لپاره ستره بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا لَكُمْ لَا تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلرَّسُولُ يَدْعُوكُمْ لِتُؤْمِنُوا۟ بِرَبِّكُمْ وَقَدْ أَخَذَ مِيثَٰقَكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څه عذر دی ستاسو چې ایمان نه راوړئ؟ حال دا چې (په خپله) رسول تاسي ته بلنه دركوي چې په خپل پالونکي مو ايمان راوړئ او كه تاسي ايمان راوړونكي ياست نو هغه خو در څخه كلک لوز هم اخيستى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِى يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبْدِهِۦٓ ءَايَٰتٍۭ بَيِّنَٰتٍ لِّيُخْرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ وَإِنَّ ٱللَّهَ بِكُمْ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (الله) همغه دى چې پر خپل بنده څرګند آيتونه نازلوي چې تاسي له تيارو څخه رڼا ته را وباسي او بېشكه الله پر تاسي نرمي كوونكی مهربان دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ لَا يَسْتَوِى مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ ٱلْفَتْحِ وَقَٰتَلَ أُو۟لَٰٓئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ ٱلَّذِينَ أَنفَقُوا۟ مِنۢ بَعْدُ وَقَٰتَلُوا۟ وَكُلًّا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ وَٱللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تاسي ولې د الله په لار كې لګښت نه كوئ؟ حال دا چې د آسمانونو او ځمكې ميراث الله لره دى په تاسو كې چې له فتح (مكې) مخکې چا لګښت كړى او جنګېدلي هغه له نورو سره برابر نه دي، هغوى په مرتبه كې له هغو خلكو ډېر لوى دي چې وروسته (له فتح مكې) يې لګښت كړى او جنګيدلي، البته د ښېګڼې ژمنه الله له ټولو سره كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسي يې كوئ ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّن ذَا ٱلَّذِى يُقْرِضُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَٰعِفَهُۥ لَهُۥ وَلَهُۥٓ أَجْرٌ كَرِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center څوك دى هغه چې الله ته په ښه ډول قرض وركړي چې بيا يې (الله) ورته زيات كړي او هغه ته به ډېر غوره اجر وي؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ تَرَى ٱلْمُؤْمِنِينَ وَٱلْمُؤْمِنَٰتِ يَسْعَىٰ نُورُهُم بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَٰنِهِم بُشْرَىٰكُمُ ٱلْيَوْمَ جَنَّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا ذَٰلِكَ هُوَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په هغه ورځ (قيامت) به مومنان او مومنانې وينې چې رڼايي به يې په مخكې او ښي لوري ته ځغلي، نن تاسي ته د داسې جنتونو زېرى دى چې تر هغو لاندې ويالې بهيږي هلته به تل اوسېدونكي ياست، دا لوى برى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَقُولُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلْمُنَٰفِقَٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱنظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ٱرْجِعُوا۟ وَرَآءَكُمْ فَٱلْتَمِسُوا۟ نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُۥ بَابٌۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحْمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلْعَذَابُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې منافقان او منافقانې به مومنانو ته وايي: موږ ته هم (لږ) انتظار وكړئ چې ستاسو له نور څخه څه رڼا واخلو، وبه ويل شي: بېرته وګرځئ او (ځان ته) رڼا ولټوئ! بيا به يې ترمنځ يو دېوال جوړ شي چې دروازه به لري، د ننه به پكې رحمت وي او د بهر خواته يې عذاب.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُنَادُونَهُمْ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ قَالُوا۟ بَلَىٰ وَلَٰكِنَّكُمْ فَتَنتُمْ أَنفُسَكُمْ وَتَرَبَّصْتُمْ وَٱرْتَبْتُمْ وَغَرَّتْكُمُ ٱلْأَمَانِىُّ حَتَّىٰ جَآءَ أَمْرُ ٱللَّهِ وَغَرَّكُم بِٱللَّهِ ٱلْغَرُورُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نارې به ورته وهي چې آيا موږ له تاسي سره نه وو؟ وايي به ولې نه، خو تاسي ځانونه په فتنه كې اچولي وو، انتظار مو كولو، په شک كې وئ او خپلو (غلطو) هيلو دوكه كړي واست، تر دې چې د الله حكم راغى او غولوونكي شيطان د الله په هكله وغولولئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَٱلْيَوْمَ لَا يُؤْخَذُ مِنكُمْ فِدْيَةٌ وَلَا مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مَأْوَىٰكُمُ ٱلنَّارُ هِىَ مَوْلَىٰكُمْ وَبِئْسَ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو نن به نه له تاسي (منافقانو) څه فديه (بدله) اخيستل كيږي او نه له كافرانو، استوګنځى به مو اور وي، همغه به مو ملګرى وي، او هغه د ورتلو بد ځاى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ يَأْنِ لِلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَن تَخْشَعَ قُلُوبُهُمْ لِذِكْرِ ٱللَّهِ وَمَا نَزَلَ مِنَ ٱلْحَقِّ وَلَا يَكُونُوا۟ كَٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلُ فَطَالَ عَلَيْهِمُ ٱلْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا هغو کسانو لره چې ايمان يې راوړی هغه وخت نه دى راغلى چې زړونه يې د الله ياد ته نرم شي (ووېريږي) او هغه حق ته چې را نازل شوى، او د هغو كسانو په شان دې نه كيږي چې له دې مخكې كتاب وركړل شوى و نو چې اوږده زمانه پرې تېره شوه؛ نو زړونه يې كلک شول او له هغوى زياتره بې لارې وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يُحْىِ ٱلْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پوه شئ چې په رېښتيا الله ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ (وچېدو) وروسته، دا دى موږ تاسي ته (خپل) آيتونه څرګند بيان كړل تر څو عقل وكاروئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلْمُصَّدِّقِينَ وَٱلْمُصَّدِّقَٰتِ وَأَقْرَضُوا۟ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَٰعَفُ لَهُمْ وَلَهُمْ أَجْرٌ كَرِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه خيرات وركوونكي (سړی) او خيرات وركوونكې (ښځې) او هغوى چې الله سره يې غوره قرض كړى، هغوى ته به (دا) زياتيږي او د هغوى لپاره به غوره اجر وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦٓ أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلصِّدِّيقُونَ وَٱلشُّهَدَآءُ عِندَ رَبِّهِمْ لَهُمْ أَجْرُهُمْ وَنُورُهُمْ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كومو خلكو چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړى، همغه خلک رېښتيني او د خپل پالونکي پر وړاندې شاهدان دي، د هغو لپاره يې خپل اجر او خپله رڼايي ده، او كوم خلک چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې درواغ بللې، هغوى دوزخيان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌۢ بَيْنَكُمْ وَتَكَاثُرٌ فِى ٱلْأَمْوَٰلِ وَٱلْأَوْلَٰدِ كَمَثَلِ غَيْثٍ أَعْجَبَ ٱلْكُفَّارَ نَبَاتُهُۥ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَىٰهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُونُ حُطَٰمًا وَفِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَغْفِرَةٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَرِضْوَٰنٌ وَمَا ٱلْحَيَوٰةُ ٱلدُّنْيَآ إِلَّا مَتَٰعُ ٱلْغُرُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پوه شئ چې دنيوي ژوند لوبه، ساعت تېرى، ښکلا، سينګار، ستاسو خپل منځ كې وياړل او په مالونو او ځانونو كې يو پر بل زياتوالى كول دي، لكه باران چې شنه ګیا يې كروند ګرو ته ښه ښكاره شي (خو) بيا (زر) وچيږي نو زېړه شوې به يې وينې بيا مات رامات شي، او په آخرت كې (هم) سخت عذاب او (هم) د الله له لوري بخښنه او خوښي ده، خو د دنيا ژوند د غولېدو له يو سامانه پرته بل څه نه دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَابِقُوٓا۟ إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ ٱلسَّمَآءِ وَٱلْأَرْضِ أُعِدَّتْ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center رامنډه كړئ د خپل پالونکي د بخښنې او هغه جنت په لور چې پراخوالی يې د آسمان او ځمكې د پراخوالي غوندې دى، هغو كسانو ته چمتو شوى چې پر الله او رسولانو يې ايمان راوړى وي. دا د الله پېرزوينه ده چاته يې چې غواړي وركوي يې، او الله د سترې پېرزوينې څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَآ أَصَابَ مِن مُّصِيبَةٍ فِى ٱلْأَرْضِ وَلَا فِىٓ أَنفُسِكُمْ إِلَّا فِى كِتَٰبٍ مِّن قَبْلِ أَن نَّبْرَأَهَآ إِنَّ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هيڅ يو داسې مصيبت به (چاته) نه وي رسېدلى نه په ځمكه كې او نه ستاسي په ځانونو كې چې هغه په كتاب (لوح محفوظ) كې نه وي، له هغه مخکې چې موږ يې پيدا كړو، دا كار په رېښتيا الله ته آسانه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّكَيْلَا تَأْسَوْا۟ عَلَىٰ مَا فَاتَكُمْ وَلَا تَفْرَحُوا۟ بِمَآ ءَاتَىٰكُمْ وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو تاسي په هغه څه (ډېر) خوابدي نه شئ چې له لاسه مو وتلي وي او په هغه څه ونه نازېږئ چې دركړي يې دي او الله هيڅ كبرجن لاپو نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْغَنِىُّ ٱلْحَمِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه کسان چې بخيلي كوي او (نورو) خلكو ته هم په بخيلۍ امر كوي، او څوک چې مخ اړوي نو بېشكه همغه الله بې پروا ستايل شوى ذات دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا ٱلْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥ وَرُسُلَهُۥ بِٱلْغَيْبِ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي، او د دې لپاره هم چې الله هغه څوك معلوم كړي چې په غيبو د هغه او رسولانو يې مرسته كوي، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا وَإِبْرَٰهِيمَ وَجَعَلْنَا فِى ذُرِّيَّتِهِمَا ٱلنُّبُوَّةَ وَٱلْكِتَٰبَ فَمِنْهُم مُّهْتَدٍ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پرته له شکه موږ نوح او ابراهيم (رسولان) لېږلي او د هغوى په ځوځات (اولاد) كې مو نبوت او كتاب ايښى و، خو له هغوى څه كسان لارموندونكي او ډېری يې بې لاري وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ثُمَّ قَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم بِرُسُلِنَا وَقَفَّيْنَا بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ وَءَاتَيْنَٰهُ ٱلْإِنجِيلَ وَجَعَلْنَا فِى قُلُوبِ ٱلَّذِينَ ٱتَّبَعُوهُ رَأْفَةً وَرَحْمَةً وَرَهْبَانِيَّةً ٱبْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَٰهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ رِضْوَٰنِ ٱللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا فَـَٔاتَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا مو د هغوى پر پل خپل (نور) رسولان هم پرله پسې ولېږل او د مريمې زوى عيسىٰ مو ولېږی او انجيل مو وركړ او په هغه پسې تلونكو خلكو زړونو كې مو نرمي او زړه سوى واچولو، او هغه رهبانيت (ملنګي) چې هغوى له ځانه جوړ كړی و، موږ پرې نه و لازم كړى، پرته له دې چې د الله د خوښۍ په لټون (يې را اېستلى) و خو بيا چې څنګه ښايي هغسې يې خيال ونه ساتلو، نو له هغوى چې كومو خلكو ايمان راوړى و، بدله يې موږ وركړه، او (نور يې) ډېری سرغړوونكي وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَءَامِنُوا۟ بِرَسُولِهِۦ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِۦ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِۦ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو كسانو چې ايمان مو راوړی! له الله وډار شئ او د هغه په رسول (محمد) ايمان راوړئ، چې له خپل رحمت څخه دوه برابره (اجر) دركړي او يوه داسې رڼايي به دركړي چې په هغې سره به ګرځئ او بخښنه به درته وكړي او الله بخښونكى مهربان دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِّئَلَّا يَعْلَمَ أَهْلُ ٱلْكِتَٰبِ أَلَّا يَقْدِرُونَ عَلَىٰ شَىْءٍ مِّن فَضْلِ ٱللَّهِ وَأَنَّ ٱلْفَضْلَ بِيَدِ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ ذُو ٱلْفَضْلِ ٱلْعَظِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تر څو اهل كتاب وپوهيږي چې هغوى د الله د لورينې په هيڅ برخه څه اختيار نه لري او دا چې (هغه) پېرزوينه بېشكه د الله په لاس کې ده، چا ته چې يې خوښه شي وركوي يې او الله د لويې پېرزوينې څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الواقعة
سورت المجادلة ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.