caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النساء النساء

۱۷۶ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۹۲

بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱتَّقُوا۟ رَبَّكُمُ ٱلَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَٱلْأَرْحَامَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې خلكو له خپل هغه رب مو وډارشئ چې له يوكس نه يې پيدا كړئ او له هغه يې بيا جوړه ورته پيدا كړه او بيا يې له دغو دواړه ډېر سړي او ښځې خپاره كړل او له هغه الله نه ووېريږئ چې خپلو كې غوښتنه پرې كوئ او هم د خپلوئ په اړه، يقيناً الله پر تاسو څارونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاتُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰٓ أَمْوَٰلَهُمْ وَلَا تَتَبَدَّلُوا۟ ٱلْخَبِيثَ بِٱلطَّيِّبِ وَلَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَهُمْ إِلَىٰٓ أَمْوَٰلِكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يتيمانو ته يې خپل مالونه وركوئ او ناپاك په پاك مه سره بدلوئ، او مه يې مالونه خپلو مالو سره (ګډ) خورئ، دا خامخا لويه ګناه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه وېرېدئ چې په يتيمانو كې به برابرى ونكړئ نو له دغو ښځو مو چې څه خوښه وي دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ډارېدئ چې برابرى نه شئ كولاى نوبيا يوه، يا هغه (مينځه) چې تاسو يې مالكان ياست، دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې ظلم ونه كړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَءَاتُوا۟ ٱلنِّسَآءَ صَدُقَٰتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَىْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيٓـًٔا مَّرِيٓـًٔا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ښځو ته يې خپل مهرونه په خوښۍ سره وركړئ، خو كه په خپله رضا يې تاسو ته د هغه څه برخه دركړه نو (ښه) په خوند سره يې بې ضرره خورئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تُؤْتُوا۟ ٱلسُّفَهَآءَ أَمْوَٰلَكُمُ ٱلَّتِى جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ قِيَٰمًا وَٱرْزُقُوهُمْ فِيهَا وَٱكْسُوهُمْ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كم عقلانو ته مو هغه مالونه مه سپارئ چې الله د ګوزران سبب درته ګرځولي، البته خواړه پكې وركوئ، جامه وركوئ او ښه خبره ورته كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه يتيمان وازميئ چې د نكاح (عمر ته) ورسېږي نو كه بيا مو هوښياري ترې وليده نو مالونه يې وركړئ، او مالونه يې له دې وېرې په اسراف او بيړه مه خورئ چې بيا به دوى را لوى شي او هر څوك چې بډاى وي نو ځان دې پاك ترې وساتي او څوك چې بې وزله وي نو په مناسب ډول دې وخوري، بيا مو چې كله هغوى ته خپل مالونه وركول نو شاهدان پرې نيسئ او الله حساب كونكى بس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنارينه و ته هغه متروكه (میراث) كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، او ښځو ته هم هغه متروكه كې برخه ده چې مور، پلار او خپلوانو پريښې وي، لږه وي او كه ډېره، دا برخه (د الله له لوري) ټاكل شوې ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا حَضَرَ ٱلْقِسْمَةَ أُو۟لُوا۟ ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينُ فَٱرْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُوا۟ لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې د ويش پر مهال خپلوان او يتيمان او بيوزلي راشي نو پدې مال كې هغو ته هم څه وركړئ او هغوی ته ښه وینا وكړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلْيَخْشَ ٱلَّذِينَ لَوْ تَرَكُوا۟ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَٰفًا خَافُوا۟ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَلْيَقُولُوا۟ قَوْلًا سَدِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه كسان دې ووېريږي چې كه دوى هم تر شا بې وسې اولاد پريښی واى نو (څومره به) وېرېدل پرې، نو دوى دې هم له الله وډار شي او سمه سهي خبره دې كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَٰلَ ٱلْيَتَٰمَىٰ ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِى بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم خلك چې په ظلم سره د يتيمانو مالونه خوري په حقيقت كې هغوى خپلې خېټې له اوره ډكوي او هغوى به ارومرو د دوزخ تاوجن (ګرم) اور ته ورننوځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُوصِيكُمُ ٱللَّهُ فِىٓ أَوْلَٰدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَآءً فَوْقَ ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَٰحِدَةً فَلَهَا ٱلنِّصْفُ وَلِأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُۥ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُۥ وَلَدٌ وَوَرِثَهُۥٓ أَبَوَاهُ فَلِأُمِّهِ ٱلثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُۥٓ إِخْوَةٌ فَلِأُمِّهِ ٱلسُّدُسُ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِى بِهَآ أَوْ دَيْنٍ ءَابَآؤُكُمْ وَأَبْنَآؤُكُمْ لَا تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعًا فَرِيضَةً مِّنَ ٱللَّهِ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسي د اولادونو په اړه الله تاسي ته کلکه سپارښتنه كوي چې د (یو) نارينه برخه د دوو ښځو برابر ده، كه (د مړي وارثان) له دوو څخه زياتې لوڼې وي نو هغو ته دې د تركې له درېيو نه دوه برخې وركړاى شي او كه یوازې يوه لور وارثه وي نو نيمايي تركه د هغې ده. كه د مړي اولادونه وي نو د هغه مور او پلار هر يوه ته دې د تركې شپږمه برخه وركړل شي او كه يې اولاد نه وي او وارثان همدا مور او پلار وي نو مور ته دې درېيمه برخه وركړل شي. او كه د مړي ورونه او خويندې هم وي نو مور به د شپږمې برخې حقداره وي (دا ټولې برخې به) هغه وخت بېلېږي چې كه مړي وصيت كړى وي هغه پوره كړاى شي او كه پور ورباندې وي چې هغه ادا كړاى شي، تاسي نه پوهېږئ چې ستاسي د مور پلار او ستاسي له اولاد څخه كوم يو د ګټې له پلوه درته ډېر نږدې دى دا برخې الله ټاكلي دي، او په يقيني توګه الله عالم او د حكمت څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسي ښځو چې څه پريښي وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسېږي كه اولاد يې نه وي، او كه اولاد يې وي بيا د تركې څلورمه برخه ستاسي ده، البته د هغوی د کړي وصیت او پور څخه وروسته، او ښځې به ستاسي له تركې نه د څلورمې برخې حقدارې وي كه تاسي بې اولاده یاست، او كه ستاسې اولاد وو نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو كه تاسي وصيت كړى وي او د پور له اداء كولو كه پور وړي یاست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چې د هغه ميراث بايد وويشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار يې هم ژوندي نه وي، خو يو ورور يا يوه خور يې موجوده وي نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسېږي، او كه وروڼه او خويندې له يوه څخه زيات وي نو د ټولې تركې په درېيمه برخه كې به هغوى ټول برخه وال وي، كله چې هغه وصيت پوره كړاى شي چې كړى يې وي او هغه پور اداء شي چې ورباندې وي، په دې شان چې زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لورې حكم دى او الله پوه باخبره او صبرناک دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

تِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ يُدْخِلْهُ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا د الله ټاكل شوې پولې دي څوك چې د الله او د هغه د پېغمبر اطاعت وكړي الله به هغه داسې باغونو ته ننباسي چې تر هغه لاندې به ويالې بهېږي او هغوى به په كې د تل لپاره استوګن وي او همدا ستر برياليتوب دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَعْصِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَتَعَدَّ حُدُودَهُۥ يُدْخِلْهُ نَارًا خَٰلِدًا فِيهَا وَلَهُۥ عَذَابٌ مُّهِينٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې د الله او د هغه له پېغمبر څخه سركښي وكړي او د هغه له ټاكل شوېو پولونه تيرى وكړي الله به هغه په اور كې وغورځوي چې په هغه كې به د تل لپاره استوګن وي او دهغه لپاره رسوا كوونكی عذاب دی.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّٰتِى يَأْتِينَ ٱلْفَٰحِشَةَ مِن نِّسَآئِكُمْ فَٱسْتَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِنَّ أَرْبَعَةً مِّنكُمْ فَإِن شَهِدُوا۟ فَأَمْسِكُوهُنَّ فِى ٱلْبُيُوتِ حَتَّىٰ يَتَوَفَّىٰهُنَّ ٱلْمَوْتُ أَوْ يَجْعَلَ ٱللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسو له ښځو نه چې څوك بدکاري وکړي پر هغو باندې له تاسي څخه څلور شاهدان ونيسئ، نو كه څلور كسان شاهدي ووايي بیا یې په كورونو كې بنديانې كړئ تر څو ورته مرګ راشي يا الله د هغو لپاره څه (بله) لاره برابره كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذَانِ يَأْتِيَٰنِهَا مِنكُمْ فَـَٔاذُوهُمَا فَإِن تَابَا وَأَصْلَحَا فَأَعْرِضُوا۟ عَنْهُمَآ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ تَوَّابًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه دوه سړي له تاسي نه چې د دې فعل (زنا/لواطت) مرتكب شي نو هغوى دواړه وځوروئ، بيا كه هغو توبه وايستله اوځانونه يې اصلاح كړل نو هغوى پرېږدئ يقيناً الله ډېر ښه توبه قبلوونكى او رحم كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّمَا ٱلتَّوْبَةُ عَلَى ٱللَّهِ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسُّوٓءَ بِجَهَٰلَةٍ ثُمَّ يَتُوبُونَ مِن قَرِيبٍ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَتُوبُ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبېشکه پر الله د توبې قبلولو حق د هغه كسانو لپاره دى چې د ناپوهۍ له امله كوم بد عمل ورڅخه صادر شي او ورپسې سمدلاسه توبه وباسي داسې خلكو ته بيا الله د خپلې مهربانۍ په نظر پاملرنه كوي او الله له ټولو خبرو خبردار دى او د حكمت او پوهې څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَيْسَتِ ٱلتَّوْبَةُ لِلَّذِينَ يَعْمَلُونَ ٱلسَّيِّـَٔاتِ حَتَّىٰٓ إِذَا حَضَرَ أَحَدَهُمُ ٱلْمَوْتُ قَالَ إِنِّى تُبْتُ ٱلْـَٰٔنَ وَلَا ٱلَّذِينَ يَمُوتُونَ وَهُمْ كُفَّارٌ أُو۟لَٰٓئِكَ أَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو د هغو خلكو لپاره توبه نشته چې پرله پسې بد كارونه كوي تر دې پورې چې كله له هغو نه د يو تن مرګ رارسېږي؛ نو په هغه وخت كې وايي چې اوس مې توبه وايستله او همدغه راز د هغو كسانو لپاره هم توبه نشته چې د مرګ تروخته پورې په كفر كې پاتې شي، د دغه ډول خلكو لپاره خو موږ دردناكه سزا تياره كړېده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا۟ ٱلنِّسَآءَ كَرْهًا وَلَا تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا۟ بِبَعْضِ مَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَىٰٓ أَن تَكْرَهُوا۟ شَيْـًٔا وَيَجْعَلَ ٱللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې مومنانو دا درته روانه ده چې په زور (جبراً) ښځې په ميراث واخلئ، او نه به يې را ايساروئ چې د هغه مهر څه برخه ترې ووهئ كوم چې تاسو وركړى و، مګر خو كه ښكاره بدكاري يې وكړه، او له هغوى سره ښه ګوزران كوئ، نو كه بدې مو راتلې (نو صبر وكړئ) كېداى شي يو څه به ستاسو خوښ نه وي خو الله به ډېر خير پكى واچوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنْ أَرَدتُّمُ ٱسْتِبْدَالَ زَوْجٍ مَّكَانَ زَوْجٍ وَءَاتَيْتُمْ إِحْدَىٰهُنَّ قِنطَارًا فَلَا تَأْخُذُوا۟ مِنْهُ شَيْـًٔا أَتَأْخُذُونَهُۥ بُهْتَٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه مو يوه ښځه په بلې بدلول غوښتل او د هغوى كومې يوې ته مو ډېر مال هم وركړى وي نو بېرته به هېڅ شى نه ترې اخلئ، نو آيا په تور تپلو او ښكاره ګناه به يې اخلئ؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُۥ وَقَدْ أَفْضَىٰ بَعْضُكُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څنګه به يې اخلئ حال دا چې تاسي يو بل ته (ډېر نږدې) رسېدلي ياست او هغوى له تاسي پوخ لوز هم اخيستى؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَنكِحُوا۟ مَا نَكَحَ ءَابَآؤُكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةً وَمَقْتًا وَسَآءَ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغو ښځو نه څوك مه په نكاح كوئ چې پلرونو مو نكاح كړې وي، مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه دا يو ناوړه، د غضب وړ كار او بد چلند دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَٰتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَٰتُكُمْ وَعَمَّٰتُكُمْ وَخَٰلَٰتُكُمْ وَبَنَاتُ ٱلْأَخِ وَبَنَاتُ ٱلْأُخْتِ وَأُمَّهَٰتُكُمُ ٱلَّٰتِىٓ أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَٰتُكُم مِّنَ ٱلرَّضَٰعَةِ وَأُمَّهَٰتُ نِسَآئِكُمْ وَرَبَٰٓئِبُكُمُ ٱلَّٰتِى فِى حُجُورِكُم مِّن نِّسَآئِكُمُ ٱلَّٰتِى دَخَلْتُم بِهِنَّ فَإِن لَّمْ تَكُونُوا۟ دَخَلْتُم بِهِنَّ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ وَحَلَٰٓئِلُ أَبْنَآئِكُمُ ٱلَّذِينَ مِنْ أَصْلَٰبِكُمْ وَأَن تَجْمَعُوا۟ بَيْنَ ٱلْأُخْتَيْنِ إِلَّا مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerحرامې شوې دي پر تاسو مېندې مو، لوڼې مو، خويندې مو، ترورانې مو، توړۍ ګانې مو، ورېرې مو، خورزې مو، هغه ميندې مو چې تى يې دركړى، رضاعي خويندې مو، خواښې ګانې مو، او په خپل كوركې ستاسي د هغو مېرمنو پركټۍ چې ورسره نږدې شوي ياست خو كه ورنږدې شوى نه وئ نو بيا څه ګناه درباندې نشته او د خپلو اصلي زامنو مېرمنې مو او دا چې دوه خويندې يو ځاى سره په نكاح كړئ مګر څه چې مخكې تېرشوي، بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلْمُحْصَنَٰتُ مِنَ ٱلنِّسَآءِ إِلَّا مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ كِتَٰبَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَأُحِلَّ لَكُم مَّا وَرَآءَ ذَٰلِكُمْ أَن تَبْتَغُوا۟ بِأَمْوَٰلِكُم مُّحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَٰفِحِينَ فَمَا ٱسْتَمْتَعْتُم بِهِۦ مِنْهُنَّ فَـَٔاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ فَرِيضَةً وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا تَرَٰضَيْتُم بِهِۦ مِنۢ بَعْدِ ٱلْفَرِيضَةِ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (همدا شان حرامې شوې دي) مېړوښې ښځې پرته له هغو چې ستاسو ښي لاسونه یې يې مالكان شوي دی (وینځې)، دا پر تاسي ليكلې الهي فريضه ده، او له دې پرته (نورې ښځې) درته روا شوې دي چې په خپلو مالو سره يې لټونكي ياست په داسې حال كې چې ځان ساتونكى ياست نه زنا كونكي، نو چې په دې (مال) سره له هغوى نه ګټه اخيستل وغواړئ، بيا يې نو هماغه فريضه مهرونه وركړئ او كه له مهر ټاكلو وروسته په څه (بخښلو) سره راضي شوئ نو څه ګناه درباندى نشته، بې شكه الله پوه حکمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ ٱلْمُحْصَنَٰتِ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُم مِّن فَتَيَٰتِكُمُ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَٰنِكُم بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ فَٱنكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِٱلْمَعْرُوفِ مُحْصَنَٰتٍ غَيْرَ مُسَٰفِحَٰتٍ وَلَا مُتَّخِذَٰتِ أَخْدَانٍ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفَٰحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى ٱلْمُحْصَنَٰتِ مِنَ ٱلْعَذَابِ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ ٱلْعَنَتَ مِنكُمْ وَأَن تَصْبِرُوا۟ خَيْرٌ لَّكُمْ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له تاسو چې څوك د شتمنۍ له پلوه ونه شي كړلى چې اصيلې مومنې ښځى په نكاح كړي نو بيا دې ستاسو له مومنو وينځو نه چې تاسو يې مالكان ياست (څوك په نكاح كړى) او الله ستاسو په ايمان ښه پوه دى، تاسو يو له بله ياست، نو د خپلو خاوندانو په اجازه يې په نكاح كړئ او په ښه توګه يې مهرونه وركړئ، په نكاح سره پاكې ساتل شوې نه زنا كونكې او نه پټې يار نيونكې، نو كله چې مېړوښې شوې بيا يې كه ناوړه كار وكړ نو پر دوى به د ازادو مېرمنو نيمايي سزاوي، دا مو د هغه چا لپاره ده چې له ضرره (زنا) وېريږي او كه صبر وكړئ نو درته غوره ده او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ ٱلَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله غواړي چې درته بيان يې كړي او دهغو خلكو چارچلند دروښايي چې له تاسو ړومبي وو او په رحمت سره دروګرځي او الله پوه حکمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ يُرِيدُ أَن يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ ٱلَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ٱلشَّهَوَٰتِ أَن تَمِيلُوا۟ مَيْلًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو الله غواړي چې په رحمت سره در باندې را وګرځي او هغه كسان چې په خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي، غواړي چې تاسو ډېر زيات كاږه شئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُخَفِّفَ عَنكُمْ وَخُلِقَ ٱلْإِنسَٰنُ ضَعِيفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله غواړي چې له تاسو نه (بنديزونه) سپك كړي او انسان خو پيدا شوى دى كمزورى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَأْكُلُوٓا۟ أَمْوَٰلَكُم بَيْنَكُم بِٱلْبَٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجَٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلَا تَقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! مالونه مو خپلوكې په ناروا مه خورئ مګر دا چې ستاسو د خوښې كومه سودا وي، او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ عُدْوَٰنًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې په تېري او ظلم سره دا كاركوي، زر به يې اور ته ننباسو، او دا خو الله ته اسانه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تَجْتَنِبُوا۟ كَبَآئِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُم مُّدْخَلًا كَرِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه له هغو لويو (بديو) چې ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو واړه ګناهونه به مو ورژوو او د ننوتلو پتمن ځاى ته به مو داخل كړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَتَمَنَّوْا۟ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعْضَكُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبُوا۟ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٌ مِّمَّا ٱكْتَسَبْنَ وَسْـَٔلُوا۟ ٱللَّهَ مِن فَضْلِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ يقيناً الله په هرڅه ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَٰلِىَ مِمَّا تَرَكَ ٱلْوَٰلِدَانِ وَٱلْأَقْرَبُونَ وَٱلَّذِينَ عَقَدَتْ أَيْمَٰنُكُمْ فَـَٔاتُوهُمْ نَصِيبَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هر چا ته مو د هغه څه لپاره وارثان ټاكلي چې مور، پلار او خپلوانو پريښي او هغوى ته يې هم خپله برخه وركړئ چې لوړې (قسمونه) مو ورسره كړي، بې شكه الله په هر څه شاهد دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلرِّجَالُ قَوَّٰمُونَ عَلَى ٱلنِّسَآءِ بِمَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ وَبِمَآ أَنفَقُوا۟ مِنْ أَمْوَٰلِهِمْ فَٱلصَّٰلِحَٰتُ قَٰنِتَٰتٌ حَٰفِظَٰتٌ لِّلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ ٱللَّهُ وَٱلَّٰتِى تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَٱهْجُرُوهُنَّ فِى ٱلْمَضَاجِعِ وَٱضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلَا تَبْغُوا۟ عَلَيْهِنَّ سَبِيلًا إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerسړي پر ښځو سمبالونكي (ټاكل شوي) دي، د هغه فضيلت له امله هم چې الله ځينو ته پر ځينو وركړى او په هغه لګښت هم چې (سړي يې) له خپلو مالونو كوي، نو ښې ښځې تابعدارې او په غياب كې د هغه څه ساتونكې وي چې الله خوندي كړي، او هغه ښځې چې تاسو يې له ناړامۍ وېرېږئ نو نصيحت ورته وكړئ، په بستره كې ترې بېل شئ او ويې وهئ، بيا يې كه ستاسو منله نو چټي پلمې مه ورته لټوئ، بې شكه الله ډېر لوى اوچت دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَٱبْعَثُوا۟ حَكَمًا مِّنْ أَهْلِهِۦ وَحَكَمًا مِّنْ أَهْلِهَآ إِن يُرِيدَآ إِصْلَٰحًا يُوَفِّقِ ٱللَّهُ بَيْنَهُمَآ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د هغو دواړو خپل منځي شخړې څخه وېرېدلئ نو يو دريم ګړی د ده له كورنۍ او يو د هغې له كورنۍ ورولېږئ نو كه دوى (مېړه او ښځې) سوله غوښتله، الله به يې ترمنځ جوړه راولي، يقيناً الله خبردار پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا۟ بِهِۦ شَيْـًٔا وَبِٱلْوَٰلِدَيْنِ إِحْسَٰنًا وَبِذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْيَتَٰمَىٰ وَٱلْمَسَٰكِينِ وَٱلْجَارِ ذِى ٱلْقُرْبَىٰ وَٱلْجَارِ ٱلْجُنُبِ وَٱلصَّاحِبِ بِٱلْجَنۢبِ وَٱبْنِ ٱلسَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ مُخْتَالًا فَخُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (يوازې) الله ولمانځئ او هيڅ شى مه ورسره شريكوئ، مور او پلار سره ښېګڼه كوئ خپلوانو سره، يتيمانو، مسكينانو، خپلوان ګاوندي، پردي ګاونډي، د څنګ ملګري، مسافر او له هغو سره چې ستاسو په واك كې وي بې شكه الله هغه څوك نه خوښوي چې ځان ستايونكي كبرجن وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَبْخَلُونَ وَيَأْمُرُونَ ٱلنَّاسَ بِٱلْبُخْلِ وَيَكْتُمُونَ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى چې هم په خپله بخيلي كوي او هم نورو خلكو ته د شومتيا سپارښت كوي او هغه څه پټوي چې الله له خپله فضله وركړي او كافرانو ته مو سپكونكى عذاب چمتو كړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ رِئَآءَ ٱلنَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَلَا بِٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَمَن يَكُنِ ٱلشَّيْطَٰنُ لَهُۥ قَرِينًا فَسَآءَ قَرِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (بل) هغوى چې خپل مالونه خلكوته ځان ښودنې لپاره لګوي او په الله او آخرت ورځ ايمان نه لري، او د چا چې شيطان ملګرى شى نو ډېر بد ملګرى (يې) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَاذَا عَلَيْهِمْ لَوْ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَأَنفَقُوا۟ مِمَّا رَزَقَهُمُ ٱللَّهُ وَكَانَ ٱللَّهُ بِهِمْ عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په دوى به څه شوي وو كه پر الله او آخرت ورځ يې ايمان راوړى وای او له هغې روزي نه چې الله وركړې څه يې (الله لپاره) لګولي واى او الله خو پر دوى ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَظْلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَإِن تَكُ حَسَنَةً يُضَٰعِفْهَا وَيُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله ذرې هومره ظلم نه كوي او كه هغه ښېګړه وي نو دوه برابره يې كوي او له خپل لوري لا ستر اجر هم وركوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أُمَّةٍۭ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو څه حال به وي كله چې له هر امت نه څوك شاهد راولو او تا پر دغو شاهد راولو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَوْمَئِذٍ يَوَدُّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَعَصَوُا۟ ٱلرَّسُولَ لَوْ تُسَوَّىٰ بِهِمُ ٱلْأَرْضُ وَلَا يَكْتُمُونَ ٱللَّهَ حَدِيثًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه هغه ورځ به چا چى كفر کړی وي او له دې رسوله یې سرغړونه كړې وي، دا خوښوي چې ارمان ځمكه پرې هواره شوې واى او الله نه به هيڅ خبره نه شي پټولاى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْرَبُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَنتُمْ سُكَٰرَىٰ حَتَّىٰ تَعْلَمُوا۟ مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِى سَبِيلٍ حَتَّىٰ تَغْتَسِلُوا۟ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءً فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًا طَيِّبًا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو په داسې حال كې لمانځه ته مه نږدى كېږئ چې تاسو نېشه (يا مست) یاست، تر هغه پورې چې پوه شئ پر هغه څه چې تاسو يې وايئ، او (همداراز) نه په جنابت كې مګر دا چې لاروي ياست تر هغو چې غسل وكړئ او كه تاسو ناروغ وئ يا په مسافرۍ كې، يا كوم يو له ميتيازو راغلئ، يا مو ښځو سره نږدېوالى وكړ خو اوبه مو ونه موندې نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او پر خپلو مخونو اولاسونو يې ومښئ، بى شكه الله بخښونكى عفو كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يَشْتَرُونَ ٱلضَّلَٰلَةَ وَيُرِيدُونَ أَن تَضِلُّوا۟ ٱلسَّبِيلَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغو ته دې پام نه دى كړى چې د كتاب يوه برخه وركړل شوې (خو) بې لاريتوب پيري او غواړي چې تاسو هم سمه لار وركه كړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِأَعْدَآئِكُمْ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَلِيًّا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله ستاسي په دښمنانو ښه پوه دی او ستاسي د مرستې او ملاتړ لپاره يوازې الله كافي دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَيَقُولُونَ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَٱسْمَعْ غَيْرَ مُسْمَعٍ وَرَٰعِنَا لَيًّۢا بِأَلْسِنَتِهِمْ وَطَعْنًا فِى ٱلدِّينِ وَلَوْ أَنَّهُمْ قَالُوا۟ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَٱسْمَعْ وَٱنظُرْنَا لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَقْوَمَ وَلَٰكِن لَّعَنَهُمُ ٱللَّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerځينې له يهودو (د الله) كلام له خپلو ځايونو اړوي او وايي: اورېدلي مو دي خو منلي مو نه دي! او واوره نه اورول شويه، او د ژبو په تاوولو سره لفظ د (رَاعِنا) وايي، پر دين بد ويونكي دي، خو كه دوى ويلی واى (اورېدلي او منلي مو دي)، او واوره او پر موږ نظر كوه، نو دا به ورته غوره او ډېره سمه وه خو الله د كفر له امله دوى رټلي دي نو ځكه ايمان نه راوړي مګر ډېر لږ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ ءَامِنُوا۟ بِمَا نَزَّلْنَا مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَكُم مِّن قَبْلِ أَن نَّطْمِسَ وُجُوهًا فَنَرُدَّهَا عَلَىٰٓ أَدْبَارِهَآ أَوْ نَلْعَنَهُمْ كَمَا لَعَنَّآ أَصْحَٰبَ ٱلسَّبْتِ وَكَانَ أَمْرُ ٱللَّهِ مَفْعُولًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې هغو چا ته چې كتاب وركړى شوى پر هغه څه ايمان راوړئ چې موږ نازل كړي او تاسو سره د موجود كتاب ریښتيا ګڼونكي دى، له هغه وړاندې چې (د ځينو خلكو) مخونه ور وېجاړ كړو او څټ ته يې واړوو يا يې داسې ورټو لكه د خالي ورځې خلك مو چې ورټل، او د الله امر (حتما) كېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱفْتَرَىٰٓ إِثْمًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً الله شرك نه بخښي او له دې پرته (نور ګناهونه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او څوك چې الله سره شرك كوي نو بې شكه چې هغه لوى دروغ پورې كړل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم بَلِ ٱللَّهُ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا هغو ته دې نه دې كتلي چې د خپلو ځانو پاكي ستايي، نه بلكې الله چې څوك وغواړي پاكوي يې او د يوه تار په اندازه به هم ظلم پرې ونه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱنظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَكَفَىٰ بِهِۦٓ إِثْمًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوګوره دوى په الله پورې څنګه دروغ تړي او همدا لويه ګناه (بالكل) بس ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ نَصِيبًا مِّنَ ٱلْكِتَٰبِ يُؤْمِنُونَ بِٱلْجِبْتِ وَٱلطَّٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا۟ هَٰٓؤُلَآءِ أَهْدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerايا هغو ته دې نه دي كتلي چې له كتابه يو څه برخه وركړل شوې ده، خو دوى بيا هم په پوچو بې حقيقته انګيرنو او باطل معبود باوركوي او د كافرانو په اړه وايي چې دوى تر مومنانو ډېر په سمه لار دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَعَنَهُمُ ٱللَّهُ وَمَن يَلْعَنِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى هماغه خلك دي چې الله رټلي دي، او هغه چې الله رټلي نو څوك ملاتړى به يې ونه مومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ لَهُمْ نَصِيبٌ مِّنَ ٱلْمُلْكِ فَإِذًا لَّا يُؤْتُونَ ٱلنَّاسَ نَقِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا په واكمنۍ كې د دوى كومه برخه ده، نو بيا خو به خلكو ته د كجور د زړي چاود (په اندازه شی) هم ورنكړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَمْ يَحْسُدُونَ ٱلنَّاسَ عَلَىٰ مَآ ءَاتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِن فَضْلِهِۦ فَقَدْ ءَاتَيْنَآ ءَالَ إِبْرَٰهِيمَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَءَاتَيْنَٰهُم مُّلْكًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه نه، خلكو سره په هغه څه حسد كوي چې الله په خپله لورينه وركړي، نو موږ خو د ابراهيم كورنۍ ته كتاب او حكمت وركړى او (لا دا چې) لويه پاچاهي مو وركړې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمِنْهُم مَّنْ ءَامَنَ بِهِۦ وَمِنْهُم مَّن صَدَّ عَنْهُ وَكَفَىٰ بِجَهَنَّمَ سَعِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو له هغوى (يهودو) نه ځينو ايمان پرې راوړ او ځينو يې ډډه ترې وكړه او هماغه لمبه اور د جهنم بس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَا سَوْفَ نُصْلِيهِمْ نَارًا كُلَّمَا نَضِجَتْ جُلُودُهُم بَدَّلْنَٰهُمْ جُلُودًا غَيْرَهَا لِيَذُوقُوا۟ ٱلْعَذَابَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَزِيزًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغوى چې كافر شوي دي زر به يې اور ته ننباسو، هر كله چې پوستكي يې پاخه شي، وربدل به كړو نور پوستكي ترڅو (ډېر) عذاب وڅكي، بې شكه الله برلاسى حکمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا لَّهُمْ فِيهَآ أَزْوَٰجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَنُدْخِلُهُمْ ظِلًّا ظَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چې ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي زر به يې هغو جنتونو ته ورننباسو چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، په هغه كې به دوى لره پاكيزه جوړې وي اوګڼ سيورى ته به يې ننباسو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا۟ ٱلْأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحْكُمُوا۟ بِٱلْعَدْلِ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعًۢا بَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله تاسو ته امر كوي چې امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او چې كله مو د خلكو ترمنځ فيصله كوله نو په عدل سره فيصله وكړئ، بې شكه الله تاسو ته د غوره څيز نصيحت كوي، يقيناً الله ليدونكى اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَأُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَٰزَعْتُمْ فِى شَىْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى ٱللَّهِ وَٱلرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! د الله حكم ومنئ! او د رسول ومنئ! او د خپلو چارواكو، نو كه په څه كى مو سره شخړه راغله نو الله او رسول ته يې ور وګرځوئ، كه (رښتيا) تاسو په الله او آخرت ورځ ايمان لرئ، دا غوره او په انجام كې ډېره ښه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا۟ أَن يَكْفُرُوا۟ بِهِۦ وَيُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه دې نه دي ليدلي چې دعوی كوي په هغه څه يې ايمان راوړى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي، خو غواړي چې د پريكړې لپاره طاغوت (باطل خداى) ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوي چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) لرې بې لاريتوب سره.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ رَأَيْتَ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يَصُدُّونَ عَنكَ صُدُودًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چې ورته وويل شي د الله رالېږلې خبرې ته راشئ او د رسول په لوري نو منافقان به وينې چې له تا نه په كلكه ډډه كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَكَيْفَ إِذَآ أَصَٰبَتْهُم مُّصِيبَةٌۢ بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ثُمَّ جَآءُوكَ يَحْلِفُونَ بِٱللَّهِ إِنْ أَرَدْنَآ إِلَّآ إِحْسَٰنًا وَتَوْفِيقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو بيا به څنګه وي چې په خپلو لاسو وړاندې لېږلي عمل په وجه يو مصيبت ور ورسيږي، بيا درته راشي په الله به قسمونه كوي چې موږ خو له ښېګړى او جوړښت پرته بل څه نه غوښتل.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ يَعْلَمُ ٱللَّهُ مَا فِى قُلُوبِهِمْ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَعِظْهُمْ وَقُل لَّهُمْ فِىٓ أَنفُسِهِمْ قَوْلًۢا بَلِيغًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى هغه خلك دي چې په زړوكې يې موجودو خبرو باندې الله پوهيږى نو څنګ ترې وكړه، نصيحت ورته وكړه او په اړه يې زړه پرېوتونكې خبره ورته وكړه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَآ أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِيُطَاعَ بِإِذْنِ ٱللَّهِ وَلَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظَّلَمُوٓا۟ أَنفُسَهُمْ جَآءُوكَ فَٱسْتَغْفَرُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْتَغْفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُوا۟ ٱللَّهَ تَوَّابًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو پرته له دې چې د الله په حكم يې اطاعت وكړي شي، بل څه لپاره مو يو رسول هم نه دى رالېږلى او كه دوى هغه وخت درته راغلي واى چې پر ځانو يې ظلم كړى و بيا يې خپله هم الله نه بخښنه غوښتې واى او رسول هم بخښنه ورته غوښتې واى نو الله به يې مهربان توبه منونكى موندلى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّىٰ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو، نه، په رب دې قسم تر هغه نه شي مومنان كېدلى چې خپل منځي شخړو كې دې فيصله كوونكى ونه ټاكي، بيا ستا له پرېكړې په زړونو كې څه خپګان هم ونه مومي او ښه پخه يې ومني.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْ أَنَّا كَتَبْنَا عَلَيْهِمْ أَنِ ٱقْتُلُوٓا۟ أَنفُسَكُمْ أَوِ ٱخْرُجُوا۟ مِن دِيَٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٌ مِّنْهُمْ وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا۟ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه پر دوى مو دا فرض كړې واى چې ځانونه ووژنئ او له كورو مو ووځئ نو له كمو پرته به يې چا داسې نه و كړي، خو كه هغه څه يې كړي واى چې نصيحت يې ورته كيږي نو خامخا به ورته غوره او ډېر محكم و په ډاډينه كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذًا لَّـَٔاتَيْنَٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بيا به مو له خپل لوري ستر اجر وركړی و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَهَدَيْنَٰهُمْ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو حتماً به مو نېغه لار ورته ښوولې وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّـۧنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّٰلِحِينَ وَحَسُنَ أُو۟لَٰٓئِكَ رَفِيقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې د الله او رسول خبره مني نو دوى به له هغو سره وي چې الله پرې لورينه كړې له نبيانو، صديقانو، شهيدانو او نېكانو سره او دوى څومره ښه خلك دي په ملګرتيا كې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ذَٰلِكَ ٱلْفَضْلُ مِنَ ٱللَّهِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا لورينه د الله له خوا ده او ښه پوه الله كافى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ خُذُوا۟ حِذْرَكُمْ فَٱنفِرُوا۟ ثُبَاتٍ أَوِ ٱنفِرُوا۟ جَمِيعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! چمتو والى مو ونيسئ بيا نو يا ټولى ټولى ووځئ يا ټول په ګډه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنَّ مِنكُمْ لَمَن لَّيُبَطِّئَنَّ فَإِنْ أَصَٰبَتْكُم مُّصِيبَةٌ قَالَ قَدْ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَىَّ إِذْ لَمْ أَكُن مَّعَهُمْ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې شكه په تاسو كې ځينى خامخا لټي كوي نو بيا كه څه مصيبت در ورسيږي، وايي رښتيا چې الله پر ما فضل وكړ كله چې هغو سره حاضر نه وم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَئِنْ أَصَٰبَكُمْ فَضْلٌ مِّنَ ٱللَّهِ لَيَقُولَنَّ كَأَن لَّمْ تَكُنۢ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُۥ مَوَدَّةٌ يَٰلَيْتَنِى كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو كه د الله له لورې كوم فضل (يا ګټه) درورسيږي بيا نو لكه ستاسو او هغه ترمنځ چې هيڅ كومه دوستي نه وي، وايي ارمان زه هم ورسره واى چې ښه لوى برى مې ګټلى واى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَلْيُقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ ٱلَّذِينَ يَشْرُونَ ٱلْحَيَوٰةَ ٱلدُّنْيَا بِٱلْـَٔاخِرَةِ وَمَن يُقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هغه خلك دې د الله په لار كې وجنګيږي چې دنيايي ژوند په آخرت پلوري، او څوك چې د الله په لاره كې جنګيږي بيا ووژل شي يا بريالي شي نو زر به لوى ثواب وركړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا لَكُمْ لَا تُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ ٱلْقَرْيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهْلُهَا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَٱجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه له دې كلى مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ ٱلطَّٰغُوتِ فَقَٰتِلُوٓا۟ أَوْلِيَآءَ ٱلشَّيْطَٰنِ إِنَّ كَيْدَ ٱلشَّيْطَٰنِ كَانَ ضَعِيفًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچا چې ايمان راوړى د الله په لار كې جنګيږي او څوك چې كافر شوي د شيطان په لار كې جنګيږي، نو د شيطان ملګرو سره وجنګيږئ چې د شيطان تدبير حتماً كمزورى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ قِيلَ لَهُمْ كُفُّوٓا۟ أَيْدِيَكُمْ وَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتُوا۟ ٱلزَّكَوٰةَ فَلَمَّا كُتِبَ عَلَيْهِمُ ٱلْقِتَالُ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُمْ يَخْشَوْنَ ٱلنَّاسَ كَخَشْيَةِ ٱللَّهِ أَوْ أَشَدَّ خَشْيَةً وَقَالُوا۟ رَبَّنَا لِمَ كَتَبْتَ عَلَيْنَا ٱلْقِتَالَ لَوْلَآ أَخَّرْتَنَآ إِلَىٰٓ أَجَلٍ قَرِيبٍ قُلْ مَتَٰعُ ٱلدُّنْيَا قَلِيلٌ وَٱلْـَٔاخِرَةُ خَيْرٌ لِّمَنِ ٱتَّقَىٰ وَلَا تُظْلَمُونَ فَتِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغو ته دې نه دي كتلي چې ورته وويل شول: لاسونه مو (له جنګه ونيسئ) لمونځ كوئ او زكات وركوئ، خو كله چې جنګ ورباندې فرض شو نو دا دى يوه ډله يې له خلكو داسې ډاريږي لكه الله نه وېرېدل يا له هغه هم زياته وېره، او ويل يې: زموږ ربه! ولې دې جګړه را باندى فرض كړه؟ ولې دې تر څه نږدې نېټې ونه ځنډولو؟ ورته وايه دنيايي ګټه سامان ډېر لږ دى او آخرت غوره دى چا ته چې ځان يې وساتلو او وېښته غوندې ظلم به نه درسره كيږي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَيْنَمَا تَكُونُوا۟ يُدْرِككُّمُ ٱلْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِى بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ وَإِن تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا۟ هَٰذِهِۦ مِنْ عِندِ ٱللَّهِ وَإِن تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا۟ هَٰذِهِۦ مِنْ عِندِكَ قُلْ كُلٌّ مِّنْ عِندِ ٱللَّهِ فَمَالِ هَٰٓؤُلَآءِ ٱلْقَوْمِ لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهرچېرې چې ياست مرګ به مو بيامومي كه څه هم په كلكو پخو كلاګانو كې ياست، او كه څه ښېګړه ور ورسيږي وايي دا د الله له لوري وه، خو چې كړاو ورپېښ شي، وايي: دا له تا ده، ورته وايه دا ټول د الله له لوري دي، نو په دې خلكو څه شوي چې په هېڅ خبره نه پوهيږي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّآ أَصَابَكَ مِنْ حَسَنَةٍ فَمِنَ ٱللَّهِ وَمَآ أَصَابَكَ مِن سَيِّئَةٍ فَمِن نَّفْسِكَ وَأَرْسَلْنَٰكَ لِلنَّاسِ رَسُولًا وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(خبره داده) كومه ښېګړه چې در ورسي د الله له خوا ده او كه څه كړاو در پېښ شي نو ستا له خپله ځانه ده، او ته مو خلكو ته يو استازى لېږلى يې، او الله د شاهد په توګه بس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّن يُطِعِ ٱلرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ ٱللَّهَ وَمَن تَوَلَّىٰ فَمَآ أَرْسَلْنَٰكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې د رسول حكم مني د الله حكم يې ومنلو او څوك چې مخ واړوي نو ته مو پر دوى څارونكى نه يې لېږلى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَقُولُونَ طَاعَةٌ فَإِذَا بَرَزُوا۟ مِنْ عِندِكَ بَيَّتَ طَآئِفَةٌ مِّنْهُمْ غَيْرَ ٱلَّذِى تَقُولُ وَٱللَّهُ يَكْتُبُ مَا يُبَيِّتُونَ فَأَعْرِضْ عَنْهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى ٱللَّهِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دوى وايي منل كوو، خو كله چې له تا نه ووځي نو د دوى يوه ډله په شپه كى د هغه څه پر خلاف مركې كوي چې (دلته يې) وايى، او الله يې دا د شپې مركې ليكي، نو څنګ ترې وكړه او په الله بروسه كوه او الله كار جوړوونكى بس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ ٱلْقُرْءَانَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ ٱللَّهِ لَوَجَدُوا۟ فِيهِ ٱخْتِلَٰفًا كَثِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو آيا دوى قرآن ته نه ځير كيږي؟ (تدبر نه کوي)، او كه هغه (قرآن) د غير الله له خوا واى نو خامخا به يې ډېره ګډوډي پكې موندلې وه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا جَآءَهُمْ أَمْرٌ مِّنَ ٱلْأَمْنِ أَوِ ٱلْخَوْفِ أَذَاعُوا۟ بِهِۦ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى ٱلرَّسُولِ وَإِلَىٰٓ أُو۟لِى ٱلْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ ٱلَّذِينَ يَسْتَنۢبِطُونَهُۥ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُۥ لَٱتَّبَعْتُمُ ٱلشَّيْطَٰنَ إِلَّا قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې هغوى ته د ډاډ يا وېرې كوم خبر راشي نو (سملاسى يې) خپوركړي، خو كه هغه يې رسول او خپلو چارواكو ته رسولى واى نو خامخا به يې هغه كسان ښه ورباندې پوهېدلي وو چې څه ترې را اېستلى شي او بيا هم كه پر تاسو د الله لورينه او پېرزوينه نه واى خامخا به مو له كمو پرته (زياتره) په شيطان پسې شوي واى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَقَٰتِلْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ وَحَرِّضِ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَكُفَّ بَأْسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَٱللَّهُ أَشَدُّ بَأْسًا وَأَشَدُّ تَنكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د الله په لار كې جنګېږه، له ځانه پرته په بل چا مکلف نه یې، او مومنان (جګړې ته) هڅوه، نږدې ده چې الله د كافرانو جګړه ايساره كړي، او د الله جګړه هم ډېره سخته ده او سزا يې هم ډېره شديده ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّن يَشْفَعْ شَفَٰعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُۥ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَٰعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُۥ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ مُّقِيتًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې ښه (روا، نېك) سپارښت وكړي نو د هغه به پكې خاصه برخه وي، او څوك چې بد سپارښت وكړي نو هغه لره به د ګناه يو پېټى پكې وي، او الله په هر څه باندې قادر (يا څارونكى) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا۟ بِأَحْسَنَ مِنْهَآ أَوْ رُدُّوهَآ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ حَسِيبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې سلام درته وويل شو نو تر هغه لا ښه سلام ورته وواياست يا هماغه ور وګرځوئ، بې شكه الله په هر څه ښه حساب كوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ لَا رَيْبَ فِيهِ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ حَدِيثًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله هماغه دى چې له هغه پرته كوم بل خداى نشته، خامخا به مو د قيامت په هغه ورځ راغونډ كړي چې څه شك پكې نشته او تر الله زياته رښتينې خبره به د چاوي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَمَا لَكُمْ فِى ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِئَتَيْنِ وَٱللَّهُ أَرْكَسَهُم بِمَا كَسَبُوٓا۟ أَتُرِيدُونَ أَن تَهْدُوا۟ مَنْ أَضَلَّ ٱللَّهُ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په تاسو څه شوي چې د منافقانو په هكله دوه ډلې شوئ، حال دا چې الله دوى د خپلو عملونو له امله نسكور كړي دي، آيا غواړئ هغه په سمه لار كړئ چې الله بې لارې كړي او الله چې څوك بې لارې كړي نو كومه لار به ورته بيا نه مومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَدُّوا۟ لَوْ تَكْفُرُونَ كَمَا كَفَرُوا۟ فَتَكُونُونَ سَوَآءً فَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ أَوْلِيَآءَ حَتَّىٰ يُهَاجِرُوا۟ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ وَجَدتُّمُوهُمْ وَلَا تَتَّخِذُوا۟ مِنْهُمْ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغوى دا خوښوي چې كه تاسو هم داسې كافران شئ لكه دوى چې كافر شوي نو بيا به سره برابر شئ، نو ترهغه له دوى نه دوستان مه نيسئ چې د الله په لار كې يې هجرت نه وي كړى، نو كه يې مخ واړاوو بيا يې راونيسئ او چېرى مو چې وموندل وژنئ يې، او مه ترې څوك دوست نيسئ او نه كوم مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوْ جَآءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَٰتِلُوكُمْ أَوْ يُقَٰتِلُوا۟ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَٰتَلُوكُمْ فَإِنِ ٱعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَٰتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله هغو پرته چې له يو داسې قوم سره يو ځاى كيږي چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، يا هغه چې تاسو ته په داسې حال راځي چې نور يې زړونه تنګ شوي چې له تاسو يا خپل قوم سره وجنګيږي، او كه الله غوښتي واى نو حتماً به يې درباندې مسلط كړي او بيا به درسره جنګېدل، نو كه درنه ډډې ته شول او درسره ونه جنګېدل او سوله يې درته وړاندې كړه نو بيا الله تاسو ته پر دوى كومه لار نه ده پريښې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

سَتَجِدُونَ ءَاخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُوا۟ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوٓا۟ إِلَى ٱلْفِتْنَةِ أُرْكِسُوا۟ فِيهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُوٓا۟ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَمَ وَيَكُفُّوٓا۟ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَٱقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأُو۟لَٰٓئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَٰنًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerزر به تاسو نورهم داسى خلك بيامومئ چې غواړي هم له تاسو او هم له خپله قومه بى غمه واوسي، خو كله چې د كوم فساد په لور وبلل شي نو (بې ضرورته) پكې پرېوځي، نو كه درنه په څنګ نه شول، سوله يې دروړاندې نه كړه او (له جګړې يې) لاس وانه خیست، نو بيا يې، را نيسئ او چېرته يې چې مومئ وژنئ يې، او پر همدې خلكو مو تاسو ته ښكاره سند دركړى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلَّا خَطَـًٔا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَـًٔا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦٓ إِلَّآ أَن يَصَّدَّقُوا۟ فَإِن كَانَ مِن قَوْمٍ عَدُوٍّ لَّكُمْ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَإِن كَانَ مِن قَوْمٍۭ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَٰقٌ فَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ إِلَىٰٓ أَهْلِهِۦ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِّنَ ٱللَّهِ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يو مومن ته نه ښايي چې بل مومن ووژني مګر په خطايي، او چا چى په خطا سره كوم مومن وواژه نو (پر هغه) د يو مومن مريې ازادول او كورنۍ ته يې د وينى بيه ورسپارل دي، مګر دا چې ويې بخښي، خو كه هغه (وژل شوى) كس مومن او ستاسو له دښمن قومه و نو بيا يوازې د يو مومن مريي ازادول دي، او كه له يو داسې قومه و چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، نو ټبر ته يې د وينې سپارل شوې بيه او د يو مومن مريي ازادول دي، خو كه څوك يې نه مومي نو پر هغه پرله پسې دوه مياشتې روژه ده د الله له لوري د توبى قبلولو لپاره، او الله پوه حکمت والا دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآؤُهُۥ جَهَنَّمُ خَٰلِدًا فِيهَا وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُۥ وَأَعَدَّ لَهُۥ عَذَابًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې قصداً كوم مومن وژني نو سزا يې جهنم دى، تلپاتې په هغه كې، او الله پرې غضب كړى، رټلى يې دى او سترعذاب يې ورته چمتو كړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ فَتَبَيَّنُوا۟ وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَنْ أَلْقَىٰٓ إِلَيْكُمُ ٱلسَّلَٰمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا تَبْتَغُونَ عَرَضَ ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ مَغَانِمُ كَثِيرَةٌ كَذَٰلِكَ كُنتُم مِّن قَبْلُ فَمَنَّ ٱللَّهُ عَلَيْكُمْ فَتَبَيَّنُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای مومنانو! كله چې د الله په لار كې (غزاته) ولاړئ نو ښه څېړنه وكړئ او څوك چې تاسو ته سلام در واچوي نو سمدلاسه مه ورته وايئ چې ته مومن نه يې، تاسو د دنيا مال سامان لټوئ نو الله سره خو ډير غنيمتونه دي، تاسو هم پخوا دغه شان وئ بيا الله ښېګړه درسره وكړه، نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه الله مو په كړو وړو ښه خبردى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يَسْتَوِى ٱلْقَٰعِدُونَ مِنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُو۟لِى ٱلضَّرَرِ وَٱلْمُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ بِأَمْوَٰلِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلْحُسْنَىٰ وَفَضَّلَ ٱللَّهُ ٱلْمُجَٰهِدِينَ عَلَى ٱلْقَٰعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد مومنانو بې عذره ناست كسان او د الله په لار كې په مالونو او ځانو جهاد كوونكي سره برابر نه دي، په مال او ځان مجاهدينو ته الله پر دغو ناستو كسانو د خاصې درجى فضيلت وركړى دى. (كه څه هم) الله له هر يوه سره د ښې بدلې لوز كړى، خو مجاهدينو ته يې پر ناستو د لوى اجر فضيلت وركړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

دَرَجَٰتٍ مِّنْهُ وَمَغْفِرَةً وَرَحْمَةً وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerچى د ده له خوا درجې، بخښنه او لورينه ده، او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ تَوَفَّىٰهُمُ ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ظَالِمِىٓ أَنفُسِهِمْ قَالُوا۟ فِيمَ كُنتُمْ قَالُوا۟ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِى ٱلْأَرْضِ قَالُوٓا۟ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ ٱللَّهِ وَٰسِعَةً فَتُهَاجِرُوا۟ فِيهَا فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَسَآءَتْ مَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغوی چې ملائكې يې سا اخلي په داسې حال كې چې پر خپلو ځانو ظالمان وو، (ملائكې) ورته وايي په څه حال كې وئ؟ دوى به وايي موږ په ځمكه كې كمزوري وو، ورته وايي آيا د الله ځمكه پراخه نه وه چې هجرت مو پكې كړى وى؟ نو د دې خلكو استوګنځى جهنم دى او هغه د ورګرځېدلو ډېر بد ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلْوِلْدَٰنِ لَا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَلَا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغو كمزورو نارينه و، ښځو او ماشومانو چې نه څه چاره لري او نه كومه لار پېژني.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأُو۟لَٰٓئِكَ عَسَى ٱللَّهُ أَن يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَكَانَ ٱللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو ښايي چې الله يې و بخښي او الله مهربان تېرېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُهَاجِرْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ يَجِدْ فِى ٱلْأَرْضِ مُرَٰغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِنۢ بَيْتِهِۦ مُهَاجِرًا إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ ثُمَّ يُدْرِكْهُ ٱلْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُۥ عَلَى ٱللَّهِ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چى د الله په لار كې هجرت وكړ نو په ځمكه كې به ډېر استوګنځايونه او پراخي ومومي او څوك چې له خپله كوره د الله او رسول په لور هجرت كوونكى ووځي او مرګ يې بيامومي نو اجر يې يقيناً د الله په ذمه شو او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَقْصُرُوا۟ مِنَ ٱلصَّلَوٰةِ إِنْ خِفْتُمْ أَن يَفْتِنَكُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓا۟ إِنَّ ٱلْكَٰفِرِينَ كَانُوا۟ لَكُمْ عَدُوًّا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله مو چې په ځمكه كې سفر كولو نو څه ګناه درباندې نشته چې د لمانځه نه څه رالنډ كړئ، كه وېرېدلئ چې كافران به مو وځوروي، او كافران خو يقيناً ستاسو ښكاره دښمنان دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُوٓا۟ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا۟ فَلْيَكُونُوا۟ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَىٰ لَمْ يُصَلُّوا۟ فَلْيُصَلُّوا۟ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا۟ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَٰحِدَةً وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِن كَانَ بِكُمْ أَذًى مِّن مَّطَرٍ أَوْ كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَن تَضَعُوٓا۟ أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُوا۟ حِذْرَكُمْ إِنَّ ٱللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چې كله ته په دوى كې وې او د لمانځه اقامت ورته وكړې نو د هغوى يو ټولى دې تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې واخلي، نو چې سجده يې وكړه بيا دې ستاسو تر شا اوسي او هغه بل ټولى دې راشي چې لمونځ يې لا نه دى كړى نو تا سره دې لمونځ وكړې او دوى دې هم خپل چمتووالى او وسلې ورسره واخلي، كافران خوښوي چې كه تاسو له خپلو وسلو او سامانونو لږ غافل شئ نو يو ځلي به درباندې راتوى شي، خو كه د باران له امله ځورېدئ يا ناروغان وئ نو بيا څه وبال درباندې نشته چې خپلې وسلې كيږدئ خو چمتووالى مو نيسئ، بې شكه الله كافرانو ته سپكوونكى عذاب تيار كړى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَإِذَا قَضَيْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ فَٱذْكُرُوا۟ ٱللَّهَ قِيَٰمًا وَقُعُودًا وَعَلَىٰ جُنُوبِكُمْ فَإِذَا ٱطْمَأْنَنتُمْ فَأَقِيمُوا۟ ٱلصَّلَوٰةَ إِنَّ ٱلصَّلَوٰةَ كَانَتْ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ كِتَٰبًا مَّوْقُوتًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چې لمونځ ختم كړئ بيا هم په ولاړه، ناسته او اړخ ملاسته الله يادوئ، او كله چې ډاډه شوئ نو بيا (سم پوره) لمونځ كوئ، بې شكه لمونځ په ټاكلو وختو كې پر مومنانو فرض دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تَهِنُوا۟ فِى ٱبْتِغَآءِ ٱلْقَوْمِ إِن تَكُونُوا۟ تَأْلَمُونَ فَإِنَّهُمْ يَأْلَمُونَ كَمَا تَأْلَمُونَ وَتَرْجُونَ مِنَ ٱللَّهِ مَا لَا يَرْجُونَ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د دې ډلې (كافرانو) په لټون كې سستي مه كوئ، كه تاسو خوږيږئ نو دوى هم ستاسو په شان خوږيږي، حال دا چې تاسو د الله نه هغه هيلې هم لرئ چې دوى يې نه لري، او الله د حكمت او پوهې خاوند دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّآ أَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ ٱلنَّاسِ بِمَآ أَرَىٰكَ ٱللَّهُ وَلَا تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه دا كتاب مو په حقه سره تا ته رانازل كړی، تر څو د خلكو ترمنځ په هغه څه فيصله وكړې چې الله درښودلي، او د خائنانو لپاره شخړه كوونكى مه اوسه.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerله الله نه بخښنه وغواړه، بې شکه هغه ستر بخښونكى او مهربان دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَا تُجَٰدِلْ عَنِ ٱلَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكوم كسان چې له خپل ځان سره خيانت كوي ته د هغوی لخوا جنګ مه كوه، الله خائن ګناهګار نه خوښوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱلنَّاسِ وَلَا يَسْتَخْفُونَ مِنَ ٱللَّهِ وَهُوَ مَعَهُمْ إِذْ يُبَيِّتُونَ مَا لَا يَرْضَىٰ مِنَ ٱلْقَوْلِ وَكَانَ ٱللَّهُ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخلكو نه يې پټول غواړي او الله نه يې نه پټوي حال دا چى دى (الله) خو هغه مهال هم ورسره و چې د شپى په مشوره كې يې نا خوښه خبرې كولې او الله له هغو كارو چې دوى يې كوي راچاپېردى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

هَٰٓأَنتُمْ هَٰٓؤُلَآءِ جَٰدَلْتُمْ عَنْهُمْ فِى ٱلْحَيَوٰةِ ٱلدُّنْيَا فَمَن يُجَٰدِلُ ٱللَّهَ عَنْهُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ أَم مَّن يَكُونُ عَلَيْهِمْ وَكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای تاسو هغه خلك ياست چې د دنيا په ژوند كې مو د دوى په مخ كې جنګونه كول نو د قيامت په ورځ به د دوى له خوا څوك الله سره جګړه كوي يا به څوك د دوى وكيل شي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَعْمَلْ سُوٓءًا أَوْ يَظْلِمْ نَفْسَهُۥ ثُمَّ يَسْتَغْفِرِ ٱللَّهَ يَجِدِ ٱللَّهَ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چى بدي وكړه يا يې پر خپل ځان ظلم وكړ بيا يې الله نه بخښنه وغوښته نو الله به مهربان بخښونكى بيامومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَكْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا يَكْسِبُهُۥ عَلَىٰ نَفْسِهِۦ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې ګناه كوي نو پر خپل ځان يې كوي او الله خو د حكمت او پوهې خاوند دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَكْسِبْ خَطِيٓـَٔةً أَوْ إِثْمًا ثُمَّ يَرْمِ بِهِۦ بَرِيٓـًٔا فَقَدِ ٱحْتَمَلَ بُهْتَٰنًا وَإِثْمًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چې كومه خطا يا ګناه وكړه بيا يې تور په كوم بې ګناه كس ولګاوه، نو رښتيا چې د لوى بهتان او څرګندې ګناه پېټى يې واخيست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَوْلَا فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ وَرَحْمَتُهُۥ لَهَمَّت طَّآئِفَةٌ مِّنْهُمْ أَن يُضِلُّوكَ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمْ وَمَا يَضُرُّونَكَ مِن شَىْءٍ وَأَنزَلَ ٱللَّهُ عَلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ ٱللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه د الله فضل او لورينه درباندې نه واى نو د هغو يوې ډلى خو دا غوښتل چې تا تېر باسي، حال دا چې له خپلو ځانو پرته يې بل څوك نه شو تېر اېستلى، او تا ته يې هم كوم تاوان نشو در رسولى، او الله پر تا باندى كتاب او حكمت را نازل كړى او هغه څه يې در ښوولي چې تا ته معلوم نه وو او پر تا د الله ډېر ستر فضل دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا خَيْرَ فِى كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَىٰهُمْ إِلَّا مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلَٰحٍۭ بَيْنَ ٱلنَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ ٱبْتِغَآءَ مَرْضَاتِ ٱللَّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپه زياترو پټو ناستو (مرکو) يې خير نشته پرته له هغه چې څوك د خيرات، كومې ښېګړې يا د خلكو ترمنځ د سولې امر وكړي، او چا چې د الله د رضا په لټه داسې وكړل نو زر به ستره بدله وركړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يُشَاقِقِ ٱلرَّسُولَ مِنۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُ ٱلْهُدَىٰ وَيَتَّبِعْ غَيْرَ سَبِيلِ ٱلْمُؤْمِنِينَ نُوَلِّهِۦ مَا تَوَلَّىٰ وَنُصْلِهِۦ جَهَنَّمَ وَسَآءَتْ مَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې له رسول نه مخالفت كوي له هغه وروسته چې سمه لار هم ورته څرګنده شي او د مومنانو له لارې پرته په بلې پسې شي نو هماغه لوري ته به يې ورګرځوو چې ده ور مخه كړې او هغه د ورتلو بد ځاى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَن يُشْرَكَ بِهِۦ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُ وَمَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه الله دا نه بخښي چې له ده سره شرك وشي، خو له دې راښكته (هرڅه) چا ته چې وغواړي بخښي يې، او چا چې الله سره شريك ونيوه نو يقيناً چې (له حق نه) په ډېر لرې بې لاريتوب كې ولاړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن يَدْعُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ إِنَٰثًا وَإِن يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَٰنًا مَّرِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى خو له الله پرته يوازې ښځينه لمانځى او له سركښ شيطانه پرته بل څه نه لمانځي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّعَنَهُ ٱللَّهُ وَقَالَ لَأَتَّخِذَنَّ مِنْ عِبَادِكَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهماغه چې الله رټلى او ده ويلي دي چې ستا له بندګانو به حتماً يوه ټاكلې برخه ترلاسه كوم.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَأُضِلَّنَّهُمْ وَلَأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ ءَاذَانَ ٱلْأَنْعَٰمِ وَلَـَٔامُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ ٱللَّهِ وَمَن يَتَّخِذِ ٱلشَّيْطَٰنَ وَلِيًّا مِّن دُونِ ٱللَّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَانًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو بې لارې كوم به يې او په (باطلو) هيلو كې به يې اچوم او خامخا به امر ورته كوم نو د څارويو غوږونه به غوڅوي او حتماً به امر ورته كوم نو د الله د مخلوق جوړښت به بدلوي او څوك چې له الله پرته شيطان ملګرى نيسي نو په څرګند تاوان سره تاواني شو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ ٱلشَّيْطَٰنُ إِلَّا غُرُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerوعدې ورسره كوي او په هيلو كې يې اچوي خو شيطان له دوكې پرته بله وعده نه ورسره كوي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ مَأْوَىٰهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دوى استوګنځى جهنم دى چې هېڅ خلاصون به ترې ونه مومي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا وَعْدَ ٱللَّهِ حَقًّا وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ ٱللَّهِ قِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغوى چې ايمان یې راوړى اوسم كارونه يې كړي، زر به يې داسې جنتونو ته ننباسو چې ويالې ترې لاندې بهيږي، تلپاتې په هغه كې تر ابده، د الله رښتينې وعده ده، او څوك به الله نه زيات په خبرو كې رښتينى وي؟

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّيْسَ بِأَمَانِيِّكُمْ وَلَآ أَمَانِىِّ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ مَن يَعْمَلْ سُوٓءًا يُجْزَ بِهِۦ وَلَا يَجِدْ لَهُۥ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه ستاسو په هيلو (برابره) ده او نه د اهل كتابو، چا چې ناوړه كار وكړ د هماغه بدله وركول كيږي، او ځان ته به له الله پرته نه كوم دوست مومي او نه څوك مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَن يَعْمَلْ مِنَ ٱلصَّٰلِحَٰتِ مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَىٰ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُو۟لَٰٓئِكَ يَدْخُلُونَ ٱلْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ نَقِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څوك چې ښه عملونه وكړي، نارينه وي كه ښځينه خو چې مومن وي نو دغسې خلك به جنت ته ننوځي او د كجور زړي د چاود په اندازه به ظلم پرې ونه شي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَمَنْ أَحْسَنُ دِينًا مِّمَّنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ وَٱتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْرَٰهِيمَ حَنِيفًا وَٱتَّخَذَ ٱللَّهُ إِبْرَٰهِيمَ خَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له هغه چا نه په دين كې څوك غوره دى چې الله ته يې ځان تسليم كړى، حال دا چې ښېګڼې والا دی، او د حق پلوي ابراهيم په دين پسې روان وي او الله خو ابراهيم خپل دوست نيولى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَكَانَ ٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ مُّحِيطًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، هغه (ټول) د الله دي، او الله له هر څه راچاپېر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَيَسْتَفْتُونَكَ فِى ٱلنِّسَآءِ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ وَمَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ فِى يَتَٰمَى ٱلنِّسَآءِ ٱلَّٰتِى لَا تُؤْتُونَهُنَّ مَا كُتِبَ لَهُنَّ وَتَرْغَبُونَ أَن تَنكِحُوهُنَّ وَٱلْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ ٱلْوِلْدَٰنِ وَأَن تَقُومُوا۟ لِلْيَتَٰمَىٰ بِٱلْقِسْطِ وَمَا تَفْعَلُوا۟ مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِهِۦ عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د ښځو په هكله درنه فتوى غواړي، ورته وايه الله په دوى كې هم فتوى دركوي او هغه څه هم (د رښايي) چې په كتاب كې درباندې لوستل كيږي يعنې د هغو يتيمو ښځو په هكله چې ټاكلى مهر يې نه وركوئ او غواړئ چې په نكاح يې كړئ او د كمزورو ماشومانو په هكله هم، او دا چې د يتيمانو په اړه په عدل ولاړ اوسئ، او كوم د خير كار چى كوئ نو الله ډېر ښه ورباندې پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِنِ ٱمْرَأَةٌ خَافَتْ مِنۢ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَآ أَن يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَٱلصُّلْحُ خَيْرٌ وَأُحْضِرَتِ ٱلْأَنفُسُ ٱلشُّحَّ وَإِن تُحْسِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه كومه ښځه د خپل خاوند له ناوړه چلند يا مخ اړونې په اندېښنه كې وه نو څه ګناه ورباندې نشته كه خپلو كې څه جوړه سره وكړي، او جوړه خو ډېره ښه ده او نفسونه زړه تنګى ته حاضر شوي دي، او كه تاسو ښېګڼه او ځان ساتنه وكړئ نو بې شكه الله په هغه چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلَن تَسْتَطِيعُوٓا۟ أَن تَعْدِلُوا۟ بَيْنَ ٱلنِّسَآءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا۟ كُلَّ ٱلْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَٱلْمُعَلَّقَةِ وَإِن تُصْلِحُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هيڅكله به ونه شئ كړاى چې د ښځو ترمنځ عدل وكړئ كه څه هم تلوسه يې ولرئ، نو (يوه لوري ته) په كامله توګه مه اوړئ چې (بله) د ځوړندې په شان پرېږدئ او كه سوله او تقوى وكړئ نو بې شكه الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن يَتَفَرَّقَا يُغْنِ ٱللَّهُ كُلًّا مِّن سَعَتِهِۦ وَكَانَ ٱللَّهُ وَٰسِعًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه (ښځه او خاوند) سره بېل هم شي نو الله به يې خپل پراخ فضل سره هر يو غني كړي او الله د حكمت او پراخۍ څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَكَانَ ٱللَّهُ غَنِيًّا حَمِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو په اسمانو او ځمكه كې هر څه الله لره دي او يقيناً موږ هغو ته هم دا حكم كړى و چې له تاسو ړومبى كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم چې الله نه ووېرېږئ، او كه كافران شئ نو بې شكه په اسمانو كې هر څه او په ځمكه كې هر څه ټول د الله دي او الله ستايل شوى غني دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَلِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي ټول الله لره دي، او الله بس دى ښه كارجوړوونكى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ أَيُّهَا ٱلنَّاسُ وَيَأْتِ بِـَٔاخَرِينَ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلَىٰ ذَٰلِكَ قَدِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه وغواړي نو تاسو به له منځه يوسي او نور به راولي، او الله په دې ښه برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّن كَانَ يُرِيدُ ثَوَابَ ٱلدُّنْيَا فَعِندَ ٱللَّهِ ثَوَابُ ٱلدُّنْيَا وَٱلْـَٔاخِرَةِ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًۢا بَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerڅوك چې (يوازى) دنيايى بدله غواړي نو (خبردې شي) چې الله سره هم دنيايى بدله شته او هم د آخرت او الله ليدونكى اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ بِٱلْقِسْطِ شُهَدَآءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰٓ أَنفُسِكُمْ أَوِ ٱلْوَٰلِدَيْنِ وَٱلْأَقْرَبِينَ إِن يَكُنْ غَنِيًّا أَوْ فَقِيرًا فَٱللَّهُ أَوْلَىٰ بِهِمَا فَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلْهَوَىٰٓ أَن تَعْدِلُوا۟ وَإِن تَلْوُۥٓا۟ أَوْ تُعْرِضُوا۟ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى مومنانو (تل) په عدل (محكم) ولاړ اوسېږئ، د الله لپاره شاهدان، كه څه هم پر خپلو ځانو مو وي يا پر مور، پلار او خپلوانو، شتمن وي كه بېوزله، خو الله تر هر چا زيات د هغو دواړو خواو خيرغوښتونكى دى، نو په (خپل) هوس پسې مه ځئ چې بيا له حقه هم واوړئ او كه ژبې واړوئ راواړوئ يا څنګ وكړئ نو بې شكه په هغو كارو الله ښه خبر دى چې تاسو يې كوئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ ءَامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَٰبِ ٱلَّذِى نَزَّلَ عَلَىٰ رَسُولِهِۦ وَٱلْكِتَٰبِ ٱلَّذِىٓ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِٱللَّهِ وَمَلَٰٓئِكَتِهِۦ وَكُتُبِهِۦ وَرُسُلِهِۦ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى مومنانو! په الله، په رسول او په هغه كتاب ايمان راوړئ چې الله پر خپل رسول را نازل كړى او په هغه كتاب چې مخکې يې نازل كړى او څوك چې له الله، ملايكو يى، كتابونو يى، رسولانو يې او وروستۍ ورځې نه منكر شي نو رښتيا چې هغه په بې لاريتوب كې ډېر لرې ولاړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ءَامَنُوا۟ ثُمَّ كَفَرُوا۟ ثُمَّ ٱزْدَادُوا۟ كُفْرًا لَّمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ سَبِيلًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً هغوى چې ايمان راوړو بيا كافر شول بيا يې ايمان راوړو بيا كافر شول او بيا يى په كفر كې ښه زياتوالى وكړ نو الله به نه دوى ته بخښنه وكړي او نه به ورته سمه لار وښايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بَشِّرِ ٱلْمُنَٰفِقِينَ بِأَنَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمنافقانو ته زېرى وركړه چې دوى ته دردناك عذاب (ټاكل شوى) دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَتَّخِذُونَ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ ٱلْعِزَّةَ فَإِنَّ ٱلْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهماغه كسان چې له مومنانو پرته كافران په دوستۍ نيسي، آيا د هغو په خوا كې عزت لټوي؟ حال دا چې عزت خو ټول الله سره دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا۟ مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا۟ فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦٓ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱلْكَٰفِرِينَ فِى جَهَنَّمَ جَمِيعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو حقيقت دا دى چې تاسو ته خو په كتاب كې دا نازل شوى وو چې كله مو واورېدل د الله په ايتونو كفر كيږي او ملنډې پرې وهل كيږي نو تر هغه مه ورسره كېنئ چې په نورو خبرو كې بوخت شي، كنه بيا خو به تاسو هم د دوى په شان وئ، بې شكه الله په جهنم كې د منافقانو او (نورو) كافرانو راټولوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

ٱلَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِن كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِّنَ ٱللَّهِ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَكُن مَّعَكُمْ وَإِن كَانَ لِلْكَٰفِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوٓا۟ أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُم مِّنَ ٱلْمُؤْمِنِينَ فَٱللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ وَلَن يَجْعَلَ ٱللَّهُ لِلْكَٰفِرِينَ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه (منافقان) چې ستاسو په اړه انتظار كوي، نو كه د الله له خوا مو برى نصيب شو دوى وايي آيا موږ درسره نه وو او كه د كافرانو څه په برخه شو نو (هغوته) وايي آيا موږ درباندې برلاسي نه و او له مومنانو مو ونه ژغورلئ، نو الله به د قيامت په ورځ ستاسو ترمنځ فيصله كوي او الله به هيڅكله كافرانو ته پرمومنانو (د برلاسۍ) لاره ورنه كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوٓا۟ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ قَامُوا۟ كُسَالَىٰ يُرَآءُونَ ٱلنَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ ٱللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه دا منافقان الله سره ټګي كوي او په حقيقت كې الله هغوى په دوكه كې غورځولي دي او كله چې لمانځه ته پاڅيږي نو په لټۍ سره پاڅيږي، خلكو ته ځان ښودنه كوي او الله نه يادوي مګر ډېر لږ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مُّذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَٰلِكَ لَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَلَآ إِلَىٰ هَٰٓؤُلَآءِ وَمَن يُضْلِلِ ٱللَّهُ فَلَن تَجِدَ لَهُۥ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد دې ترمنځه زړه نازړه دي، نه د دغو په لوري دي او نه د هغو او څوك چې الله يې بې لارې كړي نو هيڅكله به لار ورته ونه مومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَن تَجْعَلُوا۟ لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَٰنًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى مومنانو! د مومنانو په ځاى له كافرانو سره ملګرتيا مه كوئ آيا غواړئ چې د ځان پر خلاف الله ته څرګند سند وركړئ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلْمُنَٰفِقِينَ فِى ٱلدَّرْكِ ٱلْأَسْفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه منافقان به د اور په بيخي لانديني تل كې وي او ته به هيڅكله دوى ته څوك مرستندوى ونه مومې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ وَأَصْلَحُوا۟ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِٱللَّهِ وَأَخْلَصُوا۟ دِينَهُمْ لِلَّهِ فَأُو۟لَٰٓئِكَ مَعَ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَسَوْفَ يُؤْتِ ٱللَّهُ ٱلْمُؤْمِنِينَ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له هغو چې توبه يې ووېسته او سم يې كړل (عملونه) او په (دين د) الله يې منګولې ولګولې او خپل دين يې الله لره سوچه كړ نو داسې خلك به له مومنانو سره وي، او الله به ډير زر مومنانو ته لويه بدله وركړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

مَّا يَفْعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِن شَكَرْتُمْ وَءَامَنتُمْ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله به ستاسو په ځورولو څه كوي، كه شكر مو ووېست او ايمان مو راوړ او الله خو پوه شكر قبلوونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلْجَهْرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلْقَوْلِ إِلَّا مَن ظُلِمَ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله بده وینا نه خوښوي، پرته له هغه چا چې زياتى ورسره شوى وي، او الله پوه اورېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِن تُبْدُوا۟ خَيْرًا أَوْ تُخْفُوهُ أَوْ تَعْفُوا۟ عَن سُوٓءٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ كَانَ عَفُوًّا قَدِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerكه ښېګڼه څرګندوئ، يا يې پټوئ او يا له څه بدو تېرېږئ نو بې شكه الله هم سره له وسې تېرېدونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيُرِيدُونَ أَن يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ ٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَن يَتَّخِذُوا۟ بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغوى چې له الله او رسولانو يې منكريږي او غواړي چې د الله او د رسولانو ترمنځ يې بېلتون وكړي (داسې چې) وايي په ځېنو ايمان راوړو او ځينې نه منو او غواړي چې د دې (كفر او اسلام) ترمنځ بله لار ونيسي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

أُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ حَقًّا وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ عَذَابًا مُّهِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدا خلك نو پاخه كافران دي او دغسې كافرانو ته مو سپكوونكى عذاب تيار كړى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَمْ يُفَرِّقُوا۟ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ أُو۟لَٰٓئِكَ سَوْفَ يُؤْتِيهِمْ أُجُورَهُمْ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو چا چې په الله او رسولانو يې ايمان راوړ او د هغو يوه كې يې هم څه توپير ونه كړ نو دوى ته به يې ډېر زر خپلې بدلې وركړي او الله مهربان بخښونكى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْـَٔلُكَ أَهْلُ ٱلْكِتَٰبِ أَن تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَٰبًا مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فَقَدْ سَأَلُوا۟ مُوسَىٰٓ أَكْبَرَ مِن ذَٰلِكَ فَقَالُوٓا۟ أَرِنَا ٱللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ ٱلصَّٰعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ثُمَّ ٱتَّخَذُوا۟ ٱلْعِجْلَ مِنۢ بَعْدِ مَا جَآءَتْهُمُ ٱلْبَيِّنَٰتُ فَعَفَوْنَا عَن ذَٰلِكَ وَءَاتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَٰنًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاهل كتاب در څخه غواړي چې له اسمانه يوه کتاب پرې نازل كړې، نو دوى خو له موسى نه تر دې ډېره لويه غوښتنه كړې وه، ورته ويلي يې وو چې الله په څرګنده راوښايه! چې د همدغې ناړامۍ له امله بيا تندر پرې راولوېد، بيا يې خوسى (ځان ته) په خدايۍ ونيوه (دا هم) وروسته له هغه چې ښكاره نښې ورته راغلې، خو له هغه هم موږ ورتېر شو، او موسى ته مو څرګند فرمان وركړ.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ ٱلطُّورَ بِمِيثَٰقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا۟ فِى ٱلسَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د دوى پخې ژمنې لپاره مو طور(غر) پرې اوچت كړ او ورته و مو ويل په دې وره به سجده كونكي ننوځئ، او (دا مو هم) ورته وويل چې د خالي په ورځ به تېرى نه كوئ او پوخ لوز مو ترې واخيست.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَٰقَهُمْ وَكُفْرِهِم بِـَٔايَٰتِ ٱللَّهِ وَقَتْلِهِمُ ٱلْأَنۢبِيَآءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌۢ بَلْ طَبَعَ ٱللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د دوی د لوز ماتولو، د الله له آيتونو منكرېدلو او د (يو شمېر) رسولانو په نا حقه وژلو او د هغى وينا له امله يې چې ويل به يې زموږ زړونه په پردو كې دي چې په حقيقت كې د هغوى د كفر په وجه الله مهر پرې لګولى و (نو دا دى اوس) ډېر لږ ايمان راوړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَٰنًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو د كفر له امله يې او پر مريمې د لوى بهتان ويلو له امله يې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا ٱلْمَسِيحَ عِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ ٱللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِن شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ ٱلَّذِينَ ٱخْتَلَفُوا۟ فِيهِ لَفِى شَكٍّ مِّنْهُ مَا لَهُم بِهِۦ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا ٱتِّبَاعَ ٱلظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًۢا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دا خبره يې چې موږ د الله رسول مسيح عيسى د مريمې زوى وژلى دى حال دا چې نه يې وژلى او نه يې په سولۍ كړى و، بلكې ورته مشابه كړى شو (بل كس د عيسى په رنګ کې) او بې شكه هغوى چې د ده په هكله شخړه كوي، خامخا په دې اړه په شك كې دي، له ګومانه پرته د دوى څه علم پرې نشته او يقيني خو يې نه دى وژلى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

بَل رَّفَعَهُ ٱللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبلكې الله هغه خپل لوري ته اوچت كړ، او الله ډېر زورور او د حكمت څښتن دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَإِن مِّنْ أَهْلِ ٱلْكِتَٰبِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِۦ قَبْلَ مَوْتِهِۦ وَيَوْمَ ٱلْقِيَٰمَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو له اهل كتابو نه به هېڅوك داسې نه وي چې له مرګه مخكې يې پر هغه ايمان رانه وړي او د قيامت په ورځ به هغه ورباندې شاهد وي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَبِظُلْمٍ مِّنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ حَرَّمْنَا عَلَيْهِمْ طَيِّبَٰتٍ أُحِلَّتْ لَهُمْ وَبِصَدِّهِمْ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ كَثِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو د يهودو د همدې ظلم (او زياتي) په اساس او په دې چې د الله له لارې ډېر ايسارول كوي، زياتره هغه پاكيزه شيان مو پرې حرام كړل چې ورته حلال وو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَأَخْذِهِمُ ٱلرِّبَوٰا۟ وَقَدْ نُهُوا۟ عَنْهُ وَأَكْلِهِمْ أَمْوَٰلَ ٱلنَّاسِ بِٱلْبَٰطِلِ وَأَعْتَدْنَا لِلْكَٰفِرِينَ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو همدارنګه د سود اخيستل يې چې ترې منع شوي هم وو او په نا حقه يې د خلكو مالونو خوړلو په وجه او دوى نه چې څوك كافران وو هغو ته مو دردناك عذاب تيار كړى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّٰكِنِ ٱلرَّٰسِخُونَ فِى ٱلْعِلْمِ مِنْهُمْ وَٱلْمُؤْمِنُونَ يُؤْمِنُونَ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَٱلْمُقِيمِينَ ٱلصَّلَوٰةَ وَٱلْمُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَٱلْمُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ أُو۟لَٰٓئِكَ سَنُؤْتِيهِمْ أَجْرًا عَظِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو له دوى نه د پاخه علم خاوندان او هغه مومنان چې هم پر تا رانازل شوى (دين) مني او هم له تا مخكې نازل شوي (كتابونه) او د لمانځه او زكات ادا كوونكي او په الله او وروستۍ ورځ ايمان راوړونكي دوي (ټولو) ته به لوى اجر وركړو.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّآ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ كَمَآ أَوْحَيْنَآ إِلَىٰ نُوحٍ وَٱلنَّبِيِّـۧنَ مِنۢ بَعْدِهِۦ وَأَوْحَيْنَآ إِلَىٰٓ إِبْرَٰهِيمَ وَإِسْمَٰعِيلَ وَإِسْحَٰقَ وَيَعْقُوبَ وَٱلْأَسْبَاطِ وَعِيسَىٰ وَأَيُّوبَ وَيُونُسَ وَهَٰرُونَ وَسُلَيْمَٰنَ وَءَاتَيْنَا دَاوُۥدَ زَبُورًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده او (لكه چې) وحې مو لېږلې وه ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته يې، عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته، او داود ته مو زبور وركړى و.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنَٰهُمْ عَلَيْكَ مِن قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَيْكَ وَكَلَّمَ ٱللَّهُ مُوسَىٰ تَكْلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو (هغو) رسولانو ته هم چې مخكې يې موږ يادونه درته كړې او هغو رسولانو ته هم چې يادونه يې موږ تا ته نه ده كړې او موسى سره الله په ځانګړي شان خبرې كړې دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلَّا يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى ٱللَّهِ حُجَّةٌۢ بَعْدَ ٱلرُّسُلِ وَكَانَ ٱللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Center(دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّٰكِنِ ٱللَّهُ يَشْهَدُ بِمَآ أَنزَلَ إِلَيْكَ أَنزَلَهُۥ بِعِلْمِهِۦ وَٱلْمَلَٰٓئِكَةُ يَشْهَدُونَ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ شَهِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerخو الله شهادت وركوي چې څه يې تا ته نازل كړي، هغه يې په خپل علم نازل كړي او ملايكې هم په دې شاهدي وركوي (كه څه هم) د الله شاهدي بيخى بس ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوا۟ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ قَدْ ضَلُّوا۟ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبې شكه هغوى چې كافران شوي او (نور يې هم) د الله له لارې ايسار كړي دي، نو رښتيا چې په بې لاريتوب كې ډېر لرې پراته دي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَظَلَمُوا۟ لَمْ يَكُنِ ٱللَّهُ لِيَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِيَهْدِيَهُمْ طَرِيقًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerيقيناً څوك چې كافر شوي او ظلم يې كړى نو الله به نه بخښنه ورته وكړي او نه به كومه لاره ورته وښايې.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

إِلَّا طَرِيقَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا وَكَانَ ذَٰلِكَ عَلَى ٱللَّهِ يَسِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته د جهنم له لارې چې هلته پكې تلپاتي وي ابدي او دا خو الله ته (ډېره) اسانه ده.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ ٱلرَّسُولُ بِٱلْحَقِّ مِن رَّبِّكُمْ فَـَٔامِنُوا۟ خَيْرًا لَّكُمْ وَإِن تَكْفُرُوا۟ فَإِنَّ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَكَانَ ٱللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى خلكو يقيناً چې دا رسول مو د خپل رب له لوري له حق سره درغلى، نو ايمان پرې راوړئ، دا درته غوره ده او كه كافران شوئ نو بې شكه څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي او الله د حكمت والا پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ إِلَّا ٱلْحَقَّ إِنَّمَا ٱلْمَسِيحُ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ ٱللَّهِ وَكَلِمَتُهُۥٓ أَلْقَىٰهَآ إِلَىٰ مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِّنْهُ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَلَا تَقُولُوا۟ ثَلَٰثَةٌ ٱنتَهُوا۟ خَيْرًا لَّكُمْ إِنَّمَا ٱللَّهُ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ سُبْحَٰنَهُۥٓ أَن يَكُونَ لَهُۥ وَلَدٌ لَّهُۥ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ وَكِيلًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای اهل كتابو! په خپل دين كې مو بې اندازې تېرى مكوئ او د الله په اړه له حقه پرته څه مه واياست، خبره دا ده چې مسيح عيسى د مريمې زوى د الله رسول او هغه فرمان و چې مريمې ته يې ولېږه او د الله له لوري يو روح و، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او مه واياست چې درې دي، ډډه وكړئ، همدا درته غوره ده، په حقيقت كې الله يوازنى (په حقه) معبود دى، هماغه له دې پاك دى چې څوك د هغه زوى وي، د اسمانو او ځمكې هر څه خو يوازې د هغه دي او الله ساتونكى څارونكى بس دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

لَّن يَسْتَنكِفَ ٱلْمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبْدًا لِّلَّهِ وَلَا ٱلْمَلَٰٓئِكَةُ ٱلْمُقَرَّبُونَ وَمَن يَسْتَنكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِۦ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنه مسيح له دې څه ننـګ كوي چې د الله يو بنده واوسي او نه مقربې ملايكې، او هرڅوك چې د الله له عبادته ننګ او لويي كوي نو ډېر زر به ټول خپلې خوا ته راغونډ كړي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضْلِهِۦ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسْتَنكَفُوا۟ وَٱسْتَكْبَرُوا۟ فَيُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو چا چى ايمان راوړى او سم كارونه يې كړي نو بد له به يې هم پوره پوره وركړي او له خپله فضله به لا نورهم ور زيات كړي، خو چا چې (له عبادته) ننګ او لويي كړې وي نو په دردناك عذاب به يې وكړوي، او له الله پرته به نه څوك اشنا ومومي او نه كوم مرستندوى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ قَدْ جَآءَكُم بُرْهَٰنٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكُمْ نُورًا مُّبِينًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې خلكو يقيناً چې د خپل رب له لوري مو ښكاره دليل (چې محمد دى) درغلى او تاسو ته مو څرګنده رڼا نازله كړې (چى قرآن دى).

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ بِٱللَّهِ وَٱعْتَصَمُوا۟ بِهِۦ فَسَيُدْخِلُهُمْ فِى رَحْمَةٍ مِّنْهُ وَفَضْلٍ وَيَهْدِيهِمْ إِلَيْهِ صِرَٰطًا مُّسْتَقِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerنو هر هغه چې په الله يې ايمان راوړى او منګولې يې پرې لګولي دي نو زر به يې په خپل رحمت او پېرزوينه كې داخل كړي او خپل لوري ته نېغه لار به ور وښايي.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِى ٱلْكَلَٰلَةِ إِنِ ٱمْرُؤٌا۟ هَلَكَ لَيْسَ لَهُۥ وَلَدٌ وَلَهُۥٓ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُوٓا۟ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا۟ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى فتوى درنه غواړي، ورته وايه د كلاله (چى نه يي پلار وى نه اولاد) په هكله الله (داسې) فتوى دركوي چې: كه يوكس ومري، زوى يې نه وي او يوه خور يې وي نو دې لره د هغه څه نيمايي ده چې هغه پريښي، او دى به له دې خور نه هر څه به ميراث وړي، كه زوى يې نه و نو كه هغوى دوه خويندې وې بيا يې د پريښي مال له دريو دوه برخې دي او كه وارثان (ډېر) ورونه، خويندى وي نو هر نارينه ته به لكه د دوو ښځو برخه وي، (دا حكمونه) الله درته بيانوي تر څو بې لارې نه شئ او الله خو په هر څه ښه پوه دى.

د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →

موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70