کور › سورتونه › سورت المائدة
سورت المائدة المائدة
۱۲۰ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۱۲
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَوْفُوا۟ بِٱلْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ ٱلْأَنْعَٰمِ إِلَّا مَا يُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّى ٱلصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ ٱللَّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو (ټول) لوزونه پوره كړئ، د بې ژبې څارويو (ټول ډولونه) درته حلال كړی شول پرته له هغو چې ( وروسته به) درباندې ولوستل شي خو د احرام په وخت كې به ښكار كول ځان ته نه روا كوئ بې شكه الله چې څه غواړى حكم كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُحِلُّوا۟ شَعَٰٓئِرَ ٱللَّهِ وَلَا ٱلشَّهْرَ ٱلْحَرَامَ وَلَا ٱلْهَدْىَ وَلَا ٱلْقَلَٰٓئِدَ وَلَآ ءَآمِّينَ ٱلْبَيْتَ ٱلْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّن رَّبِّهِمْ وَرِضْوَٰنًا وَإِذَا حَلَلْتُمْ فَٱصْطَادُوا۟ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ أَن صَدُّوكُمْ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ أَن تَعْتَدُوا۟ وَتَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ وَلَا تَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! د الله د نښو نښانو بې عزتي مه كوئ، او مه حرامې مياشتې (حلالوئ)، مه د قربانۍ څاروي ته (لاس تېرول)، مه د پټۍ يا غړوندي والا څاروي ته او مه هغه خلك ځوروئ چې د خپل رب د فضل او رضا په لټه د محترم كور (كعبى) په لوري تلونكي وي او كله چې (له احرامه) حلال شوئ نو بيا ښكار كوئ، او د هغه قوم دښمني چې له مسجد حرام نه يې ايسار كړي وئ، بايد تاسو دې ته مجبور نه كړي چې تېرى وكړئ او تاسو په ښېګڼه او تقوى كې يو له بل سره مرسته وكړئ او په ګناه او تېري كې يو له بل سره مرسته مه كوئ او الله نه وډارشئ، بې شكه د الله عذاب ډېر سخت دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ ٱلْمَيْتَةُ وَٱلدَّمُ وَلَحْمُ ٱلْخِنزِيرِ وَمَآ أُهِلَّ لِغَيْرِ ٱللَّهِ بِهِۦ وَٱلْمُنْخَنِقَةُ وَٱلْمَوْقُوذَةُ وَٱلْمُتَرَدِّيَةُ وَٱلنَّطِيحَةُ وَمَآ أَكَلَ ٱلسَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى ٱلنُّصُبِ وَأَن تَسْتَقْسِمُوا۟ بِٱلْأَزْلَٰمِ ذَٰلِكُمْ فِسْقٌ ٱلْيَوْمَ يَئِسَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِن دِينِكُمْ فَلَا تَخْشَوْهُمْ وَٱخْشَوْنِ ٱلْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِى وَرَضِيتُ لَكُمُ ٱلْإِسْلَٰمَ دِينًا فَمَنِ ٱضْطُرَّ فِى مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر تاسي حرامه شوه مرداره، وينه، د خنزير غوښه، هغه چې له الله پرته د بل چا په نامه حلال شوى وي، په ستوني خپه شوى، ويشتلى، غورځېدلى، په ښكر څېرې شوى، هغه چې ځناورو خوړلى وي خو پرته له هغه چې تاسو يې حلال كړئ، هغه چې د كوم ناروا ځاى يا څه بل شي په نامه حلال شوى وي او دا چې د فال په غشو خپلې تالې وګورئ، دا ټول فسق دى، نن كافران ستاسي د دين له خوا ناهيلي شوي نو له هغوى مه وېريږئ بلكى له ماووېرېږئ، نن مې ستاسو دين درته پوره كړى، خپل نعمت مې درباندې تمام كړى او همدغه اسلام مې ستاسو د دين په توګه درته غوره كړى دى، نو كه څوك په سخته لوږه كې (حرام خوراك ته) اړ شو خو چې د ګناه تكل يې نه وي نو بې شكه بيا الله مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَسْـَٔلُونَكَ مَاذَآ أُحِلَّ لَهُمْ قُلْ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُ وَمَا عَلَّمْتُم مِّنَ ٱلْجَوَارِحِ مُكَلِّبِينَ تُعَلِّمُونَهُنَّ مِمَّا عَلَّمَكُمُ ٱللَّهُ فَكُلُوا۟ مِمَّآ أَمْسَكْنَ عَلَيْكُمْ وَٱذْكُرُوا۟ ٱسْمَ ٱللَّهِ عَلَيْهِ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ سَرِيعُ ٱلْحِسَابِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خلك له تانه پوښتنه كوي چې هغوی ته څه شى حلال كړاى شوی دي؟ ووايه تاسي ته ټول پاك شيان حلال كړاى شويدي او كوم ښكاري ځناور چې تاسي روزلي هغو ته مو د الله دركړي پوهې څخه ښکار ورزده کړی وي، نو هغه ځناور چې كوم شى تاسي لپاره ونيسي د هغه خوراك هم تاسي ته روا دى، البته پر هغه د الله نوم واخلئ او د الله د قانون له ماتولو نه ووېرېږئ، د الله په حساب اخيستنه كې څه ځنډ نه راځي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱلْيَوْمَ أُحِلَّ لَكُمُ ٱلطَّيِّبَٰتُ وَطَعَامُ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ حِلٌّ لَّكُمْ وَطَعَامُكُمْ حِلٌّ لَّهُمْ وَٱلْمُحْصَنَٰتُ مِنَ ٱلْمُؤْمِنَٰتِ وَٱلْمُحْصَنَٰتُ مِنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكُمْ إِذَآ ءَاتَيْتُمُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ مُحْصِنِينَ غَيْرَ مُسَٰفِحِينَ وَلَا مُتَّخِذِىٓ أَخْدَانٍ وَمَن يَكْفُرْ بِٱلْإِيمَٰنِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نن تاسو ته (ټول) پاك شيان حلال شوي او هغوى چې كتاب وركړى شوى خواړه يې تاسو ته حلال دي او ستاسو خواړه هغوى ته حلال دي، او مومنې پاك لمنې ښځې هم او له تاسو مخكې كتاب وركړ شوو پاك لمنى هم (درته حلالې دي) كله چې مهرونه يې وركړئ په داسى حال كې چې په نكاح كې يې ساتونكي ياست نه ښكاره زنا كونكي او نه پټ ياران نيوونكي، او چا چې له ايمانه انكار وكړ نو ټول عملونه يې بابېزه شول او دى به په آخرت كې له تاوانيانو وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ فَٱغْسِلُوا۟ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى ٱلْمَرَافِقِ وَٱمْسَحُوا۟ بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى ٱلْكَعْبَيْنِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَٱطَّهَّرُوا۟ وَإِن كُنتُم مَّرْضَىٰٓ أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ أَوْ جَآءَ أَحَدٌ مِّنكُم مِّنَ ٱلْغَآئِطِ أَوْ لَٰمَسْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَلَمْ تَجِدُوا۟ مَآءً فَتَيَمَّمُوا۟ صَعِيدًا طَيِّبًا فَٱمْسَحُوا۟ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ ٱللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَٰكِن يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُۥ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! كله چې لمانځه ته پاڅئ نو مخونه مو پرېمينځئ او لاسونه مو تر څنګلو او په سرونو مو مسح وكړئ او پښې موتر ښینګرو (ګیټو) (و وينځئ) او كه جنب وئ نو ځان ښه پاك كړئ، او كه ناروغان وئ، يا په سفر، يا كوم يو د ميتيازو ځاى نه راغلئ يا مو ښځو ته لاس وروړى وي او اوبه بيانهمومئ نو د پاكې خاورې تيمم وكړئ او په مخونو او لاسونو يې وموښئ، الله نه غواړي چې پر تاسو څه تنګون راولي خو دا غواړي چې سوتره مو كړي او خپل نعمت درباندې تمام كړي چې شكر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ وَمِيثَٰقَهُ ٱلَّذِى وَاثَقَكُم بِهِۦٓ إِذْ قُلْتُمْ سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمٌۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او پر تاسو د الله (پېرزو كړى) نعمت درياد كړئ او هغه لوز يې (ياد ساتئ) چې ښه يې درباندې كره كړى دى، هغه وخت چې تاسو وويل: اورېدلي او منلي مو دي، او الله نه وېره كوئ بې شكه الله د زړه په رازونو ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوا۟ قَوَّٰمِينَ لِلَّهِ شُهَدَآءَ بِٱلْقِسْطِ وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَـَٔانُ قَوْمٍ عَلَىٰٓ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ ٱعْدِلُوا۟ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِنَّ ٱللَّهَ خَبِيرٌۢ بِمَا تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! د الله لپاره په حق ولاړ او په عدل شاهدان اوسئ، او د كومې ډلې دښمني مو دومره و نه پاروي چې بيا عدالت ونه كړئ، عدل كوئ، دا تقوى ته ډېر نږدې دى او الله نه وېره كوئ چې يقيناً الله په هغو كارو چې تاسو يې كوئ ښه خبر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَأَجْرٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي د بخښنې او لوى اجر وعده كړې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغوى چې كافر شوي او زموږ آيتونه يې دروغ ګڼلي، همدوى د دوزخ خلك دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَتَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَن يَبْسُطُوٓا۟ إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنكُمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ ٱلْمُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! د الله هغه ښېګڼه در ياده كړئ چې كله يوې ډلې غوښتل تاسو ته لاسونه در اوږد كړي خو د هغوى لاسونه يې درنه ايساركړل او الله نه وډار شئ او مومنان دې (يوازې) پر الله بروسه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَقَدْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ ٱثْنَىْ عَشَرَ نَقِيبًا وَقَالَ ٱللَّهُ إِنِّى مَعَكُمْ لَئِنْ أَقَمْتُمُ ٱلصَّلَوٰةَ وَءَاتَيْتُمُ ٱلزَّكَوٰةَ وَءَامَنتُم بِرُسُلِى وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ ٱللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّـَٔاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ ٱلسَّبِيلِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يقيناً الله له بني اسرائيلو پخه وعده اخيستې وه او په هغو كې مو دولس تنه مشران (د قوم استازي) ټاكلي وو او هغو ته الله ويلي و چې زه درسره يم، كه لمونځ مو ترسره كړ، زكات مو وركړ، زما رسولان مو ومنل او د هغو ملاتړ مو وكړ او الله سره مو ښه پور وكړ، نو خامخا به مو ګناهونه درنه ورژوم او داسې جنتونو ته به مو ننباسم چې ترې لاندې ويالې بهيږي، خو كه له دې وروسته هم تاسو نه څوك كافر شو نو په حقيقت كې يې سمه نېغه لار وركه كړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَٰقَهُمْ لَعَنَّٰهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَٰسِيَةً يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِۦ وَنَسُوا۟ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦ وَلَا تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىٰ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِّنْهُمْ فَٱعْفُ عَنْهُمْ وَٱصْفَحْ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو همدا د لوز ماتول يې وو چى ومو رټل او د هغوى زړونه مو (دومره) سخت كړل چې اوس (د تورات) ټكي له خپلو ځايو بدلوي او د هغه څه يوه لويه برخه يې هېره كړې چې دوى ته يې ښوونه شوې وه، او (بل دا چې) تل به د دوى په كوم خيانت خبريږي، پرته له كمو كسانو يې، نو هغو نه تېرېږه او مخ ترې اړوه يقيناً الله نيكان خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّا نَصَٰرَىٰٓ أَخَذْنَا مِيثَٰقَهُمْ فَنَسُوا۟ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُوا۟ بِهِۦ فَأَغْرَيْنَا بَيْنَهُمُ ٱلْعَدَاوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ وَسَوْفَ يُنَبِّئُهُمُ ٱللَّهُ بِمَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او همداسې مو له هغو هم پوخ لوز اخيستى و چې ويل يې موږ نصارى يو، خو دوى هم د هغه څه لويه برخه هېره كړه چې درس يې وركړ شوى و، نو بيا مو د قيامت تر ورځې د هغوى ترمنځ دښمني او تاوتريخوالى واچاو او الله به يې ډېر زر په هغو كارونو خبر كړي چې دوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ كَثِيرًا مِّمَّا كُنتُمْ تُخْفُونَ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَيَعْفُوا۟ عَن كَثِيرٍ قَدْ جَآءَكُم مِّنَ ٱللَّهِ نُورٌ وَكِتَٰبٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای اهل كتابو! یقینا زموږ رسول درغلى دى چې تاسو ته د کتاب زياتره هغه خبرې بيانوي كومې چې تاسو پټولې او له ډېرو (بديو) در تېريږي هم، په حقيقت كى د الله له خوا يوه رڼايي او حق بيانوونكى كتاب درغلى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَهْدِى بِهِ ٱللَّهُ مَنِ ٱتَّبَعَ رِضْوَٰنَهُۥ سُبُلَ ٱلسَّلَٰمِ وَيُخْرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِ بِإِذْنِهِۦ وَيَهْدِيهِمْ إِلَىٰ صِرَٰطٍ مُّسْتَقِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (چې) د هغه په وسيله الله تعالى هغو خلكو ته چې د هغه د رضا غوښتونكي دي د سلامتيا لارې ښايي، او په خپل امر سره هغوى له ترږميو څخه راباسي د رڼا لوري ته يې راولي او د سمې لارې په لوري د هغو رهبري كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ قُلْ فَمَن يَمْلِكُ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا إِنْ أَرَادَ أَن يُهْلِكَ ٱلْمَسِيحَ ٱبْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُۥ وَمَن فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا يَخْلُقُ مَا يَشَآءُ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه كسان حتماً كافر شوي چې وايي: الله خو همدا د مريمى زوى مسيح دى! ورته وايه: ښه نو څوك د الله يو څه ايسارولاى شي كه هغه وغواړى چې د مريمى زوى مسيح، مور يې او په ځمكه كې چې هر څوك دي ټول هلاك كړي؟ او (خاص) الله لره ده پاچايي د اسمانونو، ځمكې او څه يې چې ترمنځه دي، څه چې غواړي پيدا كوي يې او الله په هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ وَٱلنَّصَٰرَىٰ نَحْنُ أَبْنَٰٓؤُا۟ ٱللَّهِ وَأَحِبَّٰٓؤُهُۥ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَلِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَإِلَيْهِ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يهود او نصارى وايي چې موږ د الله زامن او ګران دوستان يو ورته وايه: نو بيا مو په ګناهونو ولې سزا دركوي؟ بلكې تاسو هم د هغه د پېدایښت په څېر بشر ياست، چا ته يې چې خوښه شي بخښنه كوى او څوك چې وغواړي په عذابوي، او الله لره پاچایي د اسمانونو او ځمكي ده او څه يې چې ترمنځه دي او د هغه لور ته ورتګ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِّنَ ٱلرُّسُلِ أَن تَقُولُوا۟ مَا جَآءَنَا مِنۢ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ فَقَدْ جَآءَكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای اهل كتابو! زموږ دا رسول درته راغى چې تاسي ته د رسولانو لړۍ بندېدو په مهال دين بيانوي چې بيا ونه واياست چې موږ ته خو نه زېرى وركوونكى راغلى او نه وېروونكى، نو دادى هم زېرى وركوونكى درته راغى او هم وېروونكى او الله په هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ ٱذْكُرُوا۟ نِعْمَةَ ٱللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَعَلَ فِيكُمْ أَنۢبِيَآءَ وَجَعَلَكُم مُّلُوكًا وَءَاتَىٰكُم مَّا لَمْ يُؤْتِ أَحَدًا مِّنَ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې موسى خپل قوم ته وويل: اى زما قومه! د الله لورينه درياده كړئ چې پر تاسو يې كړې كله چې یې په تاسو كې نبيان پيدا كړل او تاسو يې واكمنان كړئ او هغه څه يې دركړل چې په نړۍ كې يې هيچا ته نه و وركړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰقَوْمِ ٱدْخُلُوا۟ ٱلْأَرْضَ ٱلْمُقَدَّسَةَ ٱلَّتِى كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا۟ عَلَىٰٓ أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا۟ خَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى قومه! هغه سپېڅلې ځمكې ته ننوځئ چې الله ستاسي لپاره ليكلې ده، پر شا مه اوړئ كه نه نو تاوانیان به وګرځئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىٰ يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُوا۟ مِنْهَا فَإِنَّا دَٰخِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دوى وويل: هلته خو ډېر زورور خلك (مېشت) دي او موږ به تر هغه نه ورننوځو چې هغوى نه وي ترې وتلې، خو كه دوى ووتل نو بيا حتماً ورننوتونكي يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَجُلَانِ مِنَ ٱلَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمَا ٱدْخُلُوا۟ عَلَيْهِمُ ٱلْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَٰلِبُونَ وَعَلَى ٱللَّهِ فَتَوَكَّلُوٓا۟ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له هغو وېرېدونكو نه دوو كسانو چې الله ورباندې پېرزوينه كړې وه، وويل: پرهغو له دروازې ورننوځئ نو كله چې ورننوتئ، همدا تاسي برلاسي ياست او په الله بروسه وكړئ كه (رښتيني) مومنان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ يَٰمُوسَىٰٓ إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَآ أَبَدًا مَّا دَامُوا۟ فِيهَا فَٱذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَٰتِلَآ إِنَّا هَٰهُنَا قَٰعِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى بيا وويل: اى موسى! موږ به هيڅكله ور داخل نه شو تر څو چې هغوى پكې وي، نو ته او رب دې دواړه ولاړ شئ وجنګېږئ، موږ به دلته ناست يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ رَبِّ إِنِّى لَآ أَمْلِكُ إِلَّا نَفْسِى وَأَخِى فَٱفْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ ٱلْقَوْمِ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (موسى) وويل: زما ربه! زه خو مې له ځان او ورور پرته بل څه نه لرم نو زموږ او دغه سرغړاند قوم ترمنځ بېلتون راولې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ فَإِنَّهَا مُحَرَّمَةٌ عَلَيْهِمْ أَرْبَعِينَ سَنَةً يَتِيهُونَ فِى ٱلْأَرْضِ فَلَا تَأْسَ عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ويې فرمايل: نو يقيناً هغه (ځمکه) تر څلوېښتو كلونو پر دوى حرامه شوه، په ځمكه كې به لا لهانده ګرځي (نو ته هم) د دې فاسقانو په حال مه اندېښمن كېږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ ٱبْنَىْ ءَادَمَ بِٱلْحَقِّ إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ ٱلْـَٔاخَرِ قَالَ لَأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د آدم د دوو زامنو خبرهم په رښتيا سره پرې ولوله، كله چې دواړو څه قرباني وكړه نو له يوه يې قبوله شوه او له بل قبوله نه شوه، هغه (قابيل) ورته وويل: خامخا به دې وژنم، هابيل وويل بې شكه الله يې يوازى له متقيانو قبلوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَئِنۢ بَسَطتَ إِلَىَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِى مَآ أَنَا۠ بِبَاسِطٍ يَدِىَ إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّىٓ أَخَافُ ٱللَّهَ رَبَّ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه ماته دې لاس راوغځاوه چې ومې وژنې، زه خو مى لاس نه درغځوم چې تا ووژنم، زه خو د ټولو خلكو رب الله نه وېرېږم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنِّىٓ أُرِيدُ أَن تَبُوٓأَ بِإِثْمِى وَإِثْمِكَ فَتَكُونَ مِنْ أَصْحَٰبِ ٱلنَّارِ وَذَٰلِكَ جَزَٰٓؤُا۟ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زه خو دا غواړم چې ته زما او ستا خپلې ګناه باندې اخته شې، نو بيا به له دوزخيانو يې او همدا د ظالمانو سزا ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَطَوَّعَتْ لَهُۥ نَفْسُهُۥ قَتْلَ أَخِيهِ فَقَتَلَهُۥ فَأَصْبَحَ مِنَ ٱلْخَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو خپل نفس يې د ورور وژل ورته اسانه كړل او ويې وژلو نو دى هم له تاوانيانو شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَبَعَثَ ٱللَّهُ غُرَابًا يَبْحَثُ فِى ٱلْأَرْضِ لِيُرِيَهُۥ كَيْفَ يُوَٰرِى سَوْءَةَ أَخِيهِ قَالَ يَٰوَيْلَتَىٰٓ أَعَجَزْتُ أَنْ أَكُونَ مِثْلَ هَٰذَا ٱلْغُرَابِ فَأُوَٰرِىَ سَوْءَةَ أَخِى فَأَصْبَحَ مِنَ ٱلنَّٰدِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بيا الله يو كارغه ولېږلو چې ځمكه يې كيندله تر څو هغه ته وښيي چې د ورور جسد يې څنګه پټ كړي، ويلې افسوس پر ما! ايا له دې هم عاجز وم چې د دې كارغه په شان وى، او د خپل ورور جسد مې پټ كړی واى، نو له پښېمانۍ كوونكو نه شو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مِنْ أَجْلِ ذَٰلِكَ كَتَبْنَا عَلَىٰ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ أَنَّهُۥ مَن قَتَلَ نَفْسًۢا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِى ٱلْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحْيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَآءَتْهُمْ رُسُلُنَا بِٱلْبَيِّنَٰتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَٰلِكَ فِى ٱلْأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له همدې امله مو په بني اسرائيلو (دا فرمان) ليكلى و چې هر چا يو كس د بل كس له بدلې او يا په ځمكه كې له فساد پرته ووژلو نو (وګڼئ) لكه چې ټول انسانان يې وژلي وي او چا چې ژوندى كړ (له مرګه یې وژغوره) نو لكه چې ټول انسانان يې ژوندي (بچ) كړي وي، او دوى ته زموږ رسولان هم له ښكاره نښانو سره راغلل بيا هم د هغوى نه زياتره له دې وروسته هم په ځمكه كې زياتى كونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا جَزَٰٓؤُا۟ ٱلَّذِينَ يُحَارِبُونَ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَسْعَوْنَ فِى ٱلْأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُوٓا۟ أَوْ يُصَلَّبُوٓا۟ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلَٰفٍ أَوْ يُنفَوْا۟ مِنَ ٱلْأَرْضِ ذَٰلِكَ لَهُمْ خِزْىٌ فِى ٱلدُّنْيَا وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبره دا ده چې كوم كسان الله او د هغه رسول سره جنګيږي او په ځمكه كې د فساد لپاره منډې ترړې وهي نو سزا يې دا ده چې ووژل شي، يا په دار شي، يا يې لاسونه او پښې ردو بدلې غوڅې شي او يا له هیواده وشړل شي دا خو د دوى لپاره په دنيا كې يو سپكاوى دى، او په آخرت كې یه دوى لپاره لوى عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُوا۟ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُوا۟ عَلَيْهِمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خو پرته له هغو كسانو چې توبه يې وېستلې وي، مخکې له دې چې تاسو پرې برلاسي شئ، نو بيا پوه شئ چې يقيناً الله مهربان بخښونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱبْتَغُوٓا۟ إِلَيْهِ ٱلْوَسِيلَةَ وَجَٰهِدُوا۟ فِى سَبِيلِهِۦ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! الله نه وډار شئ، هغه ته د ورنږدې كېدو وسيله ولټوئ او د هغه په لار كې هلې ځلې وكړئ ښایي چې بريالي شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَوْ أَنَّ لَهُم مَّا فِى ٱلْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُۥ مَعَهُۥ لِيَفْتَدُوا۟ بِهِۦ مِنْ عَذَابِ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ مَا تُقُبِّلَ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center يقيناً څوك چې كافرشوي كه د ځمكى دا هر څه د دوى وي او همدومره نور هم چې د قيامت ورځې له عذابه (بچ كېدلو لپاره) يې په فديه كې وركړي، نو ترې به ونه منل شي او هغوى ته به دردناك عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا۟ مِنَ ٱلنَّارِ وَمَا هُم بِخَٰرِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (بيا به) هغوى غواړي چې له اوره (په تېښته) ووځي خو ترى وتلاى به نه شي او دوى ته به دايمى عذاب وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلسَّارِقُ وَٱلسَّارِقَةُ فَٱقْطَعُوٓا۟ أَيْدِيَهُمَا جَزَآءًۢ بِمَا كَسَبَا نَكَٰلًا مِّنَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دغله او غلې دواړو لاسونه غوڅ كړئ، دا يې د هغه کړنې بدله ده چې كړې يې وه، د الله له لوري يوه (عبرتناكه) سزا، او الله د حكمت والا برلاسى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَمَن تَابَ مِنۢ بَعْدِ ظُلْمِهِۦ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ ٱللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو څوك چې له ظلم كولو نه وروسته توبه وباسي او ځان اصلاح كړي نو الله به د هغه توبه قبوله كړي الله ډېر بخښونكى او رحم كوونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ ٱللَّهَ لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ يُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ وَيَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا ته نه پوهیږي چې بې شکه الله تعالی لپاره خاص پاچایي د اسمانونو او ځمکې ده، عذاب ورکوي چا ته چې وغواړي او بخښنه کوي چا ته چې وغواړي، او بې شکه الله تعالی په هر څه باندې قدرت لرونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ لَا يَحْزُنكَ ٱلَّذِينَ يُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْكُفْرِ مِنَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا بِأَفْوَٰهِهِمْ وَلَمْ تُؤْمِن قُلُوبُهُمْ وَمِنَ ٱلَّذِينَ هَادُوا۟ سَمَّٰعُونَ لِلْكَذِبِ سَمَّٰعُونَ لِقَوْمٍ ءَاخَرِينَ لَمْ يَأْتُوكَ يُحَرِّفُونَ ٱلْكَلِمَ مِنۢ بَعْدِ مَوَاضِعِهِۦ يَقُولُونَ إِنْ أُوتِيتُمْ هَٰذَا فَخُذُوهُ وَإِن لَّمْ تُؤْتَوْهُ فَٱحْذَرُوا۟ وَمَن يُرِدِ ٱللَّهُ فِتْنَتَهُۥ فَلَن تَمْلِكَ لَهُۥ مِنَ ٱللَّهِ شَيْـًٔا أُو۟لَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ لَمْ يُرِدِ ٱللَّهُ أَن يُطَهِّرَ قُلُوبَهُمْ لَهُمْ فِى ٱلدُّنْيَا خِزْىٌ وَلَهُمْ فِى ٱلْـَٔاخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې رسوله! هغه كسان دې ونه ځوروي چې په كفر كې منډې ترړې وهي كه دوى له هغو خلكو وي چې په خوله وايي ايمان مو راوړى خو زړونو يې باور نه دى كړې او (يا) له هغو چې يهوديان شوي ډېرغوږ نيوونكي دروغ تړلو لپاره، د هغو كسانو لپاره (تا ته) غوږ نيوونكي دې چې تا ته هيڅكله نه دي راغلي، د (تورات) ټكي بدلوي له هغه وروسته چې ځايونه يې ټاكل شوي (خلكو ته) وايي كه دا حكم دركړ شو ويې منئ او كه نه مه يې منئ، او الله چې په فتنه كې د چا غورځول وغواړي نو الله نه يې ژغورلو لپاره ته هېڅ واك نه لرې، دوى هغه خلك دي چې الله دا نه دي غوښتي چې زړونه يې صفا كړي په دنيا كې د هغو لپاره رسوايي ده او په آخرت كى ورته لوى عذاب دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
سَمَّٰعُونَ لِلْكَذِبِ أَكَّٰلُونَ لِلسُّحْتِ فَإِن جَآءُوكَ فَٱحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْـًٔا وَإِنْ حَكَمْتَ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِٱلْقِسْطِ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلْمُقْسِطِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تا ته ډېر غوږ نيوونكي دي د دروغو ورګډولو لپاره او دېر حرام خوړونكي، نو كه تا ته راغلل يا يې ترمنځ پرېكړه وكړه يا ترې ډډه وكړه او كه ډډه دې ترې وكړه نو هيڅكله به كوم تاوان در ونهرسوي او كه فيصله دې كوله نو ترمنځه يې په عدل فيصله كوه، يقيناً الله عدالت كوونكي خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَيْفَ يُحَكِّمُونَكَ وَعِندَهُمُ ٱلتَّوْرَىٰةُ فِيهَا حُكْمُ ٱللَّهِ ثُمَّ يَتَوَلَّوْنَ مِنۢ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَمَآ أُو۟لَٰٓئِكَ بِٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى تا څنګه فيصله كوونكى ټاكي حال دا چې له دوى سره تورات شته دى په هغه كې د الله حكم (ليكل شوی) دى او سره له دې هم دوى ور څخه مخ اړوي، اصلي خبره دا ده چې دا خلك له سره ايمان نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّآ أَنزَلْنَا ٱلتَّوْرَىٰةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسْلَمُوا۟ لِلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ بِمَا ٱسْتُحْفِظُوا۟ مِن كِتَٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ عَلَيْهِ شُهَدَآءَ فَلَا تَخْشَوُا۟ ٱلنَّاسَ وَٱخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center تورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې او همداسې خداى پالونكو او عالمانو (هم په تورات فيصلې كولې) چې د الله د كتاب په ساتنه ګمارل شوي او پرهغه شاهدان وو، نو له خلكو مه وېرېږئ، يوازې له ما ووېرېږئ او په آيتونو مې كمه (ټيټه) بيه مه اخلئ، او چا چې په الله رانازل كړي (قانون) فيصله ونه كړه نو همدوى كافران دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكَتَبْنَا عَلَيْهِمْ فِيهَآ أَنَّ ٱلنَّفْسَ بِٱلنَّفْسِ وَٱلْعَيْنَ بِٱلْعَيْنِ وَٱلْأَنفَ بِٱلْأَنفِ وَٱلْأُذُنَ بِٱلْأُذُنِ وَٱلسِّنَّ بِٱلسِّنِّ وَٱلْجُرُوحَ قِصَاصٌ فَمَن تَصَدَّقَ بِهِۦ فَهُوَ كَفَّارَةٌ لَّهُۥ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (په تورات كې مو) پردوى ليكلي وو چې كس په كس (وژل كيږي) سترګه په سترګې، پوزه په پوزې، غوږ په غوږ، غاښ په غاښ او د ټپونو هم سره برابره بدله ده، نو څوك چې قصاص و بخښي نو دا يې د ګناهونو رژېدل دي. او چا چې په الله رانازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو هغوى ظالمان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَفَّيْنَا عَلَىٰٓ ءَاثَٰرِهِم بِعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَءَاتَيْنَٰهُ ٱلْإِنجِيلَ فِيهِ هُدًى وَنُورٌ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بيا مو په هغو (نبيانو) پسې د مريمې زوى عيسی ولېږلو چې له ده مخكې د تورات (پاتې برخې) تصديقونكى و او ده ته مو انجيل وركړ چې لارښوونه او رڼا پكې وه، او دا هم د مخکېني كتاب تورات تصديقونكى، لارښونه او نصيحت و د متقيانو لپاره.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلْيَحْكُمْ أَهْلُ ٱلْإِنجِيلِ بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فِيهِ وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْفَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د انجيل خاوندان دې هم په هغه قانون فيصله كوي چې الله پكې نازل كړى او هر چا چې د الله په نازل كړي قانون فيصله ونه كړه نو همدوى سرغړونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنزَلْنَآ إِلَيْكَ ٱلْكِتَٰبَ بِٱلْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ مِنَ ٱلْكِتَٰبِ وَمُهَيْمِنًا عَلَيْهِ فَٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ عَمَّا جَآءَكَ مِنَ ٱلْحَقِّ لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًا وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَجَعَلَكُمْ أُمَّةً وَٰحِدَةً وَلَٰكِن لِّيَبْلُوَكُمْ فِى مَآ ءَاتَىٰكُمْ فَٱسْتَبِقُوا۟ ٱلْخَيْرَٰتِ إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او تا ته مو دا كتاب په حقه نازل كړى چې دا كتاب د هغه څه تصديقوونكى دى كوم چې ترې وړاندې و او پر هغه څارونكى (يا شاهد) دى، نو د هغوى ترمنځ په هغه څه فيصله كوه چې الله رانازل كړي او كوم حق چې درته راغلى له هغه نه په مخ اړولو سره د دوى په هوسونو پسې مه ځه له تاسي نه هر يوه ته مو يو شريعت او تګلاره ټاكلې ده او كه الله غوښتي واى نو تاسو ټول به يې يو امت ګرځولي واى خو د دې لپاره (يې داسې وكړل) چې په هغه څه كې مو وازمايي چې دركړى يې دي، نو په ښېګڼو كې يو له بل وړاندې شئ د الله لور ته ستاسو ټولو ستنېدل دي بيا به مو په هغه څه خبركړي چې پكې موشخړه كوله.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَنِ ٱحْكُم بَيْنَهُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَآءَهُمْ وَٱحْذَرْهُمْ أَن يَفْتِنُوكَ عَنۢ بَعْضِ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ إِلَيْكَ فَإِن تَوَلَّوْا۟ فَٱعْلَمْ أَنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُصِيبَهُم بِبَعْضِ ذُنُوبِهِمْ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ ٱلنَّاسِ لَفَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دا چې ترمنځ يې د الله په نازل كړي قانون فيصله كوه او په هوسو پسې يې مه ځه، او پام چې له ځينو هغو (حكمونو) دې ونه ګرځوي چې الله درته رانازل كړي نو كه يې مخ ترې واړولو نو پوه شه چې الله يې د څه ګناهونو له امله د سزا وركولو اراده كړې ده او يقيناً چې له خلكو نه زياتره يې فاسقان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَحُكْمَ ٱلْجَٰهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ ٱللَّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center آيا نو د جاهليت فيصله غواړي؟ او حال دا چې كوم خلك باوركوي هغوی ته د الله نه ښه حكم بل د چا دى؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلنَّصَٰرَىٰٓ أَوْلِيَآءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُۥ مِنْهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! يهوديان او نصرانيان ملګري مه نيسئ، دوى خپلو كې يو د بل ملګري دي، او له تاسو يې چې څوك په ملګرتيا نيسي نو هغه هم له دوى شمېرل كيږي بې شكه الله ظالم قوم ته هدايت نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَتَرَى ٱلَّذِينَ فِى قُلُوبِهِم مَّرَضٌ يُسَٰرِعُونَ فِيهِمْ يَقُولُونَ نَخْشَىٰٓ أَن تُصِيبَنَا دَآئِرَةٌ فَعَسَى ٱللَّهُ أَن يَأْتِىَ بِٱلْفَتْحِ أَوْ أَمْرٍ مِّنْ عِندِهِۦ فَيُصْبِحُوا۟ عَلَىٰ مَآ أَسَرُّوا۟ فِىٓ أَنفُسِهِمْ نَٰدِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو ته به ګورې چې د چا په زړه كې ناروغي ده، په هغوى كې منډې ترړې وهي، وايي: وېرېږو چى څه پېښه (مصيبت او حادثه) را ونه رسي، خو لرې نه ده چې الله له خپل لوري كوم برى درته راولي يا څه بله خبره (څرګنده كړي) نو بيا به په هغه څه چې زړونو كې يې پټوي، پښېمانه وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَيَقُولُ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ أَهَٰٓؤُلَآءِ ٱلَّذِينَ أَقْسَمُوا۟ بِٱللَّهِ جَهْدَ أَيْمَٰنِهِمْ إِنَّهُمْ لَمَعَكُمْ حَبِطَتْ أَعْمَٰلُهُمْ فَأَصْبَحُوا۟ خَٰسِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او بيا به مومنان وايي: آيا دا هماغه خلك دي چې په ټينګه يې قسمونه كول چې موږ له تاسي سره يو، اوس خو يې ټول عملونه خوشې بابېزه ولاړل او (ډېر) تاواني شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مَن يَرْتَدَّ مِنكُمْ عَن دِينِهِۦ فَسَوْفَ يَأْتِى ٱللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُۥٓ أَذِلَّةٍ عَلَى ٱلْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى ٱلْكَٰفِرِينَ يُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلَا يَخَافُونَ لَوْمَةَ لَآئِمٍ ذَٰلِكَ فَضْلُ ٱللَّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَآءُ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! په تاسو كې چې څوك له خپله دينه وګرځيد نو زر به الله داسې خلك راولي چې الله ته ګران وي او الله هغوى ته ګران وي، پر مومنانو به نرمي او پر كافرانو سختي كوونكي وي، د الله په لار كې به جهاد كوي او د چا پړه اچونكي له پړې اچولو به نه ډاريږي، دا نو د الله يو فضل دى چا ته يې چې خوښه شي وركوي يې، او الله پوه د پراخۍ څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ ٱللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ يُقِيمُونَ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤْتُونَ ٱلزَّكَوٰةَ وَهُمْ رَٰكِعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په حقيقت كې ستاسو ملګرى يوازې الله، رسول يې او هغه مومنان دي چې لمونځونه ترسره كوي او زكات وركوي، او همدوی ركوع كوونكي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَن يَتَوَلَّ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ فَإِنَّ حِزْبَ ٱللَّهِ هُمُ ٱلْغَٰلِبُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او څوك چې الله، د هغه رسول او مومنانو سره دوستى كوي نو (پوه دې شي چې) همدغه د الله ډله برلاسې كېدونكې ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَتَّخِذُوا۟ ٱلَّذِينَ ٱتَّخَذُوا۟ دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ ٱلَّذِينَ أُوتُوا۟ ٱلْكِتَٰبَ مِن قَبْلِكُمْ وَٱلْكُفَّارَ أَوْلِيَآءَ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! هغه خلك په ملګرتيا مه نيسئ چې ستاسو په دين ملنډې او ساعت تېري كوي، دا كه له هغو كسانو وي چې تاسو نه مخكى كتاب وركړل شوى او كه له نورو كافرانو وي، او له الله وډار شئ كه تاسو (رښتينى) مومنان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى ٱلصَّلَوٰةِ ٱتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې تاسي د لمانځه لپاره عږ (اذان) كوئ؛ نو هغوى ورپورې ملنډې وهي او لوبې ورسره كوي، د دې دليل دا دى چې هغوې داسي خلك دي چې عقل نه لري.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ هَلْ تَنقِمُونَ مِنَّآ إِلَّآ أَنْ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْنَا وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلُ وَأَنَّ أَكْثَرَكُمْ فَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه اى اهل كتابو! آيا تاسو له دې پرته نور د څه غچ را څخه اخلئ چې موږ پر الله ايمان راوړى او پر هغه چې موږ ته نازل شوي او څه چې مخکې نازل شوي او (بل) دا چې ستاسو زياتره فاسقان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ هَلْ أُنَبِّئُكُم بِشَرٍّ مِّن ذَٰلِكَ مَثُوبَةً عِندَ ٱللَّهِ مَن لَّعَنَهُ ٱللَّهُ وَغَضِبَ عَلَيْهِ وَجَعَلَ مِنْهُمُ ٱلْقِرَدَةَ وَٱلْخَنَازِيرَ وَعَبَدَ ٱلطَّٰغُوتَ أُو۟لَٰٓئِكَ شَرٌّ مَّكَانًا وَأَضَلُّ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: آيا هغه خلك دروښايم چې د الله په نزد د سزا له مخى له دې هم بد وي؟ هر هغه څوك چې الله رټلي، غضب يې پرى كړى او بيزوګان او خنزيران يې ترې جوړ كړي او غير الله يې لمانځلى همدا خلك په مرتبه كى ډېر بد او له سمې لارې ډېر بې لارې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا جَآءُوكُمْ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَقَد دَّخَلُوا۟ بِٱلْكُفْرِ وَهُمْ قَدْ خَرَجُوا۟ بِهِۦ وَٱللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا۟ يَكْتُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې كله درته راشي وايي موږ ايمان راوړى، حال دا چې له كفر سره راغلي وو او له كفر سره بېرته ووتل، او الله په هغه څه ښه پوه و چې دوى به پټولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَتَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يُسَٰرِعُونَ فِى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له دوى نه به زياتره وينې چې په ګناه كې منډى ترړې وهي، په ظلم زياتي او حرام خورۍ كې، څه چې دوئ كول خامخا ډېر بد (كارونه) وو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَوْلَا يَنْهَىٰهُمُ ٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ عَن قَوْلِهِمُ ٱلْإِثْمَ وَأَكْلِهِمُ ٱلسُّحْتَ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَصْنَعُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د دوى رب پالونكي او عالمان ولې دوى د ګناه خبرو له ويلو او حرامو له خوړلو نه ايساروي، حتماً هغه څه ډېر بد دي چې دوى به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَقَالَتِ ٱلْيَهُودُ يَدُ ٱللَّهِ مَغْلُولَةٌ غُلَّتْ أَيْدِيهِمْ وَلُعِنُوا۟ بِمَا قَالُوا۟ بَلْ يَدَاهُ مَبْسُوطَتَانِ يُنفِقُ كَيْفَ يَشَآءُ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَٰنًا وَكُفْرًا وَأَلْقَيْنَا بَيْنَهُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ إِلَىٰ يَوْمِ ٱلْقِيَٰمَةِ كُلَّمَآ أَوْقَدُوا۟ نَارًا لِّلْحَرْبِ أَطْفَأَهَا ٱللَّهُ وَيَسْعَوْنَ فِى ٱلْأَرْضِ فَسَادًا وَٱللَّهُ لَا يُحِبُّ ٱلْمُفْسِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او يهودو وويل: دالله لاس تړل شوى دى، (خپله) د دوى لاسونه تړل شوي او رټل شوي دي په هغه خبره چې دوى وكړه، بلكې دواړه لاسونه يې خلاص غوړېدلي چې څنګه يې خوښه وي لګښت كوي. او تا ته چې د رب له خوا دې څه در نازل شوي، د هغوى زياترو ته خامخا سرغړاوى او كفر ورزياتوي، او د هغوى ترمنځ مو د قيامت تر ورځى دښمني او نفرت اچولى، كله هم چې د جګړې اور بلوي الله يې مړ كړي او دوى په ځمكه كې د فساد لپاره هلې ځلې كوي، خو الله فساديان نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ ءَامَنُوا۟ وَٱتَّقَوْا۟ لَكَفَّرْنَا عَنْهُمْ سَيِّـَٔاتِهِمْ وَلَأَدْخَلْنَٰهُمْ جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرې اهل كتابو ايمان راوړى او تقوى يې غوره كړې واى نو موږ به يې خامخا ګناهونه رژولي او د نعمتونو باغونو ته به مو ننوېستلي واى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِم مِّن رَّبِّهِمْ لَأَكَلُوا۟ مِن فَوْقِهِمْ وَمِن تَحْتِ أَرْجُلِهِم مِّنْهُمْ أُمَّةٌ مُّقْتَصِدَةٌ وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَآءَ مَا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرې هغوى تورات، انجيل او نور هغه چې له ربه يې ورته نازل شوي، جاري كړي واى نو خامخا به يې هم له پاسه او هم له پښو لاندې پريمانه روزي خوړله، ځينې يې په انصاف چلېدونكي خلك دي، او زياتره يې بد كړه وړه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلرَّسُولُ بَلِّغْ مَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُۥ وَٱللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ ٱلنَّاسِ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې رسوله! څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي هغه (خلكو ته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل نو د هغه پيغام دې سم نه دى رسولى، او د خلكو له شره به دې الله ساتي، بې شكه الله كافر قوم ته (د بري) لاره نه ښايي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لَسْتُمْ عَلَىٰ شَىْءٍ حَتَّىٰ تُقِيمُوا۟ ٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلَيَزِيدَنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم مَّآ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ طُغْيَٰنًا وَكُفْرًا فَلَا تَأْسَ عَلَى ٱلْقَوْمِ ٱلْكَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه اې اهل كتابو! تر هغه به تاسو په هيڅ شي (حساب) نه ياست، څو چې تورات، انجيل، او هغه نور څه مو چې له ربه درنازل شوي، جاري نه كړئ، او څه دې چې د رب له خوا درنازل شوي، خامخا د هغوى د زياترو سرغړاوى او كفر زياتوي نو پر كافرانو خلكو مه خپه كيږه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَٱلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلصَّٰبِـُٔونَ وَٱلنَّصَٰرَىٰ مَنْ ءَامَنَ بِٱللَّهِ وَٱلْيَوْمِ ٱلْـَٔاخِرِ وَعَمِلَ صَٰلِحًا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه چا چې ايمان راوړى (په خوله) او څوك چې يهوديان شوي او ستورلمانځونكي او نصرانيان چا چې (له دوى نه رښتينى) ايمان راوړو په الله او آخرت ورځ او سم كارونه يې وكړل، نو پر هغو نه څه وېره شته او نه به دوى خپه كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ أَخَذْنَا مِيثَٰقَ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَأَرْسَلْنَآ إِلَيْهِمْ رُسُلًا كُلَّمَا جَآءَهُمْ رَسُولٌۢ بِمَا لَا تَهْوَىٰٓ أَنفُسُهُمْ فَرِيقًا كَذَّبُوا۟ وَفَرِيقًا يَقْتُلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له بنى اسرائيلو مو پوخ لوز واخيست او هغوى ته مو (ډېر) رسولان هم ورولېږل خو هركله چې دوى ته به يو رسول له هغه حكم سره راغى چې نفسونو به يې نه خوښولو نو بيا يې ځينى دروغجن ګڼل او ځينى يې وژل.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَحَسِبُوٓا۟ أَلَّا تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ ثُمَّ تَابَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُوا۟ وَصَمُّوا۟ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَٱللَّهُ بَصِيرٌۢ بِمَا يَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او دوى ګومان كړى و چې څه فتنه (عذاب) به نه وي نو زياتره يې ړانده او كاڼه شول، بيا یې الله توبه قبوله کړه، خو د دوى زياتره لا زيات ړانده كاڼه شول، او الله د هغه څه ليدونكى دى چې دوى يې كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ هُوَ ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ وَقَالَ ٱلْمَسِيحُ يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ إِنَّهُۥ مَن يُشْرِكْ بِٱللَّهِ فَقَدْ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ ٱلْجَنَّةَ وَمَأْوَىٰهُ ٱلنَّارُ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنْ أَنصَارٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه خلك يقيناً كافر شوي دي چې ويل يې الله خو همدغه د مريمې زوى مسيح دى! حال دا چې مسيح ويلي و: اې بني اسرائيلو! الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، بې شكه څوك چې الله سره شريك نيسي نو يقيناً الله جنت ورباندي حرام كړى، او استوګنځى به يې اور وي، او د ظالمانو څوک مرستندوی نشته.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَّقَدْ كَفَرَ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ ثَالِثُ ثَلَٰثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَٰهٍ إِلَّآ إِلَٰهٌ وَٰحِدٌ وَإِن لَّمْ يَنتَهُوا۟ عَمَّا يَقُولُونَ لَيَمَسَّنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بې شكه هغه خلك هم كافر شوي چې ويل يې: الله دريم له دريو دى، حال دا چې له يوه معبود (الله) پرته هيڅ كوم بل (حقه) معبود نشته، او كه له دغو خبرو چې دوى يې وايي ايسار نه شي نو له هغوى نه چې هر څوك كافر شوي دي، دردناك عذاب به ورته ورسيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أَفَلَا يَتُوبُونَ إِلَى ٱللَّهِ وَيَسْتَغْفِرُونَهُۥ وَٱللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ایا دوی توبه نه وباسي الله تعالی ته او بخښنه نه غواړي د هغه نه (د تیر شوي شرک)، او الله تعالی بخښنونکی رحم کوونکی دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا ٱلْمَسِيحُ ٱبْنُ مَرْيَمَ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ ٱلرُّسُلُ وَأُمُّهُۥ صِدِّيقَةٌ كَانَا يَأْكُلَانِ ٱلطَّعَامَ ٱنظُرْ كَيْفَ نُبَيِّنُ لَهُمُ ٱلْـَٔايَٰتِ ثُمَّ ٱنظُرْ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center مسيح د مريمې زوى له يو رسول پرته بل څه نه دى له ده مخکې هم نور رسولان تېرشوي او مور يې هم يوه رښتينې ښځه وه، دواړو به خواړه خوړل ورته ګوره څرنګه نښانې ورته بيانوو خو بيا (دوى ته) ګوره چې څنګه اړول كيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ أَتَعْبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا وَٱللَّهُ هُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه: آيا له الله پرته داسې يو شى لمانځئ چې تاسو ته نه د ضرر واك لري او نه د ګټې او همدا الله ښه پوه اورېدونكى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُلْ يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ لَا تَغْلُوا۟ فِى دِينِكُمْ غَيْرَ ٱلْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعُوٓا۟ أَهْوَآءَ قَوْمٍ قَدْ ضَلُّوا۟ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّوا۟ كَثِيرًا وَضَلُّوا۟ عَن سَوَآءِ ٱلسَّبِيلِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه اى كتاب والاوو: په دين كې مو له كچې زيات نا حقه تېرى مه كوئ او د هغو خلكو هوسونو پسې مه ځئ چې مخکې هم خپله بې لارې شوي، هم يې نور ډېر بې لارې كړي او له سمې لارې بل خوا اوښتي دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لُعِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَلَىٰ لِسَانِ دَاوُۥدَ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا۟ وَّكَانُوا۟ يَعْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له بني اسرائيلو چې څوك كافران شوي هغوى (ټول) د داود او د مريمې زوى عيسى په ژبه رټل شوي دي، دا ځكه چې سرغړونه يې وكړه او تېرى به يې كولو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَانُوا۟ لَا يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُوا۟ يَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى به يو بل له هغه ناوړه كاره نه ايسارول چې كولو به يې، يقيناً ډېر بد وو څه چې دوى كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تَرَىٰ كَثِيرًا مِّنْهُمْ يَتَوَلَّوْنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ أَنفُسُهُمْ أَن سَخِطَ ٱللَّهُ عَلَيْهِمْ وَفِى ٱلْعَذَابِ هُمْ خَٰلِدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center زياتره يې ګورې چې له كافرانو سره ملګرتيا كوي خامخا ډېر بد دي څه يې چې خپلو ځانو ورته وړاندې كړي، هغه دا چې الله پرې غضب كړى او همدوى به په عذاب كې تلپاتي وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَلَوْ كَانُوا۟ يُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلنَّبِىِّ وَمَآ أُنزِلَ إِلَيْهِ مَا ٱتَّخَذُوهُمْ أَوْلِيَآءَ وَلَٰكِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُمْ فَٰسِقُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كه چېرى يې په رښتيا الله منلى وى او دا نبى او څه چې هغه ته نازل شوي نو هغوى به يې په ملګرتيا نه نيول خو له دوى نه زياتره فاسقان دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ ٱلنَّاسِ عَدَٰوَةً لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلْيَهُودَ وَٱلَّذِينَ أَشْرَكُوا۟ وَلَتَجِدَنَّ أَقْرَبَهُم مَّوَدَّةً لِّلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱلَّذِينَ قَالُوٓا۟ إِنَّا نَصَٰرَىٰ ذَٰلِكَ بِأَنَّ مِنْهُمْ قِسِّيسِينَ وَرُهْبَانًا وَأَنَّهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ته به د مومنانو په دښمنۍ كې تر ټولو سخت يهوديان او مشركان بيامومې، او مومنانو ته په دوستۍ كې به ډېر نږدې هغه خلك مومې چې وايي موږ نصرانيان يو، دا ځكه چې په دوى كې (ځينې) یې پوهان او عبادت كوونكي دي او دوى لويي نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا سَمِعُوا۟ مَآ أُنزِلَ إِلَى ٱلرَّسُولِ تَرَىٰٓ أَعْيُنَهُمْ تَفِيضُ مِنَ ٱلدَّمْعِ مِمَّا عَرَفُوا۟ مِنَ ٱلْحَقِّ يَقُولُونَ رَبَّنَآ ءَامَنَّا فَٱكْتُبْنَا مَعَ ٱلشَّٰهِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې هغه څه واوري كوم چې دې رسول ته نازل شوي نو ته به ګورې چې په سترګو كې يې حق پېژندو سره اوښكې ډنډيږي، وايي زموږ ربه! موږ ايمان راوړى نو له شاهدي ويونكو سره مو وليكه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِٱللَّهِ وَمَا جَآءَنَا مِنَ ٱلْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَن يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ ٱلْقَوْمِ ٱلصَّٰلِحِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او موږ به ولې په الله ايمان نه راوړو او په كوم حق چې موږ ته راغلى، په داسى حال كې چې موږ دا هيله هم كوو چې خپل رب مو په صالحو خلكو كې داخل كړي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَأَثَٰبَهُمُ ٱللَّهُ بِمَا قَالُوا۟ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَا وَذَٰلِكَ جَزَآءُ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو الله هغوى ته د دې خبرې په بدله كې داسى جنتونه وركړل چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تل ترتله پكې اوسېدونكي او همدا د نېكانو بدله ده.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَكَذَّبُوا۟ بِـَٔايَٰتِنَآ أُو۟لَٰٓئِكَ أَصْحَٰبُ ٱلْجَحِيمِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه كسان چې كافران شول او زموږ آيتونه يې دروغ وبلل نو هغوى د دوزخ خلك دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تُحَرِّمُوا۟ طَيِّبَٰتِ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوٓا۟ إِنَّ ٱللَّهَ لَا يُحِبُّ ٱلْمُعْتَدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! هغه پاك شيان چې الله درته حلال كړي تاسو يې مه حراموئ او له حده تېرى مه كوئ بې شكه الله تېرى كوونكي نه خوښوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَكُلُوا۟ مِمَّا رَزَقَكُمُ ٱللَّهُ حَلَٰلًا طَيِّبًا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ أَنتُم بِهِۦ مُؤْمِنُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او له هغه پاك حلال نه يې خورئ چې الله در روزي كړي او هماغه الله نه وېره كوئ چې تاسو پر هغه باور لرونكي ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغْوِ فِىٓ أَيْمَٰنِكُمْ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلْأَيْمَٰنَ فَكَفَّٰرَتُهُۥٓ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَٰكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٍ ذَٰلِكَ كَفَّٰرَةُ أَيْمَٰنِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَٱحْفَظُوٓا۟ أَيْمَٰنَكُمْ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستاسو په بابېزه قسمونو مو الله نه نيسي، البته په هغو مو نيسي چې قسمونه مو پرې ټينګ كړي وي، نو كفاره يې لسو مسكينانو ته خواړه وركول دي، له هغو منځنيو خوړو نه چې تاسو يې خپلې كورنۍ ته وركوئ، يا يې پوښاك او يا د يو مريي ازادول، خو كه څوك دا نه مومي نو د دريو ورځو روژه ده همدا مو د قسمونو كفاره ده چې كله قسم وكړئ (او بيا يې مات كړئ) او د خپلو قسمونو ساتنه كوئ، همدغه شان الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چې تاسو شكر وباسئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا۟ إِنَّمَا ٱلْخَمْرُ وَٱلْمَيْسِرُ وَٱلْأَنصَابُ وَٱلْأَزْلَٰمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ ٱلشَّيْطَٰنِ فَٱجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! حقيقت دا دى چې شراب، جواري، د غير الله د عبادت ځايونه او د فال غشې دا ټول ناولي شيطاني كارونه دي نو ډډه ترې وكړئ چې بريالي شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّمَا يُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُوقِعَ بَيْنَكُمُ ٱلْعَدَٰوَةَ وَٱلْبَغْضَآءَ فِى ٱلْخَمْرِ وَٱلْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَن ذِكْرِ ٱللَّهِ وَعَنِ ٱلصَّلَوٰةِ فَهَلْ أَنتُم مُّنتَهُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center خبره دا ده چې شيطان غواړي په شرابو او جوارۍ سره مو ترمنځ دښمني او بغض واچوي او د الله له يادولو او لمانځه نه مو ايسار كړي، نو آيا تاسو ترى ايسارېدونكي ياست؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأَطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَأَطِيعُوا۟ ٱلرَّسُولَ وَٱحْذَرُوا۟ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا ٱلْبَلَٰغُ ٱلْمُبِينُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او د الله او رسول خبره ومنئ او ځان وساتئ (له مخالفته) او كه مو شا ورواړوله نو بيا وپوهېږئ چې زموږ پر رسول (يوازې) همدا څرګند تبليغ دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لَيْسَ عَلَى ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوٓا۟ إِذَا مَا ٱتَّقَوا۟ وَّءَامَنُوا۟ وَعَمِلُوا۟ ٱلصَّٰلِحَٰتِ ثُمَّ ٱتَّقَوا۟ وَّءَامَنُوا۟ ثُمَّ ٱتَّقَوا۟ وَّأَحْسَنُوا۟ وَٱللَّهُ يُحِبُّ ٱلْمُحْسِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پر هغو كسانو چې ايمان يې راوړى او سم كارونه يې كړي څه ګناه نشته، په هغو شيانو كې چې (مخكى يى) خوړلي خو چى بيا ځان وساتي، ايمان راوړي او سم كارونه وكړي بيا هم ځان وساتي، ايمان ټينګ كړي او بيا ځان ساتنه او ښېګڼه كوي او الله نيكي كوونكي خوښيوې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَيَبْلُوَنَّكُمُ ٱللَّهُ بِشَىْءٍ مِّنَ ٱلصَّيْدِ تَنَالُهُۥٓ أَيْدِيكُمْ وَرِمَاحُكُمْ لِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَخَافُهُۥ بِٱلْغَيْبِ فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُۥ عَذَابٌ أَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! الله به مو خامخا د ښكار نه په يو څه شي ازمايي چې ستاسو لاسونه او نيزې به ور رسيږي، د دې لپاره چې معلومه كړي څوك دى چې په غيبو ترى وېرېږي، خو كه له دې وروسته هم چا څه تېرى وكړ نو د هغه لپاره دردناك عذاب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَقْتُلُوا۟ ٱلصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ وَمَن قَتَلَهُۥ مِنكُم مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ مِّثْلُ مَا قَتَلَ مِنَ ٱلنَّعَمِ يَحْكُمُ بِهِۦ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ هَدْيًۢا بَٰلِغَ ٱلْكَعْبَةِ أَوْ كَفَّٰرَةٌ طَعَامُ مَسَٰكِينَ أَوْ عَدْلُ ذَٰلِكَ صِيَامًا لِّيَذُوقَ وَبَالَ أَمْرِهِۦ عَفَا ٱللَّهُ عَمَّا سَلَفَ وَمَنْ عَادَ فَيَنتَقِمُ ٱللَّهُ مِنْهُ وَٱللَّهُ عَزِيزٌ ذُو ٱنتِقَامٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! د احرام په حالت ښكار مه وژنئ او كه له تاسي نه چا قصداً داسې وكړل نو د وژل شوي برابر يو څاروى دى چې له تاسو نه دوه كسه عادلان به پرې فيصله كوي او دا به د هدی په توګه كعبې ته رسيږي، يا يې كفاره څو مسكينانو ته خواړه وركول او يا په همدې برابر روژه نيول دي، د دې لپاره چې د خپلو كړو سزا وڅكي، له تېرشوو (ګناهونو) الله عفو كړې خو كه څوك (دې كار ته) بېرته راوګرځېد نو الله به ترې بدل واخلي او الله برلاسى بدل اخيستونکی دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ ٱلْبَحْرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَٰعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ ٱلْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
جَعَلَ ٱللَّهُ ٱلْكَعْبَةَ ٱلْبَيْتَ ٱلْحَرَامَ قِيَٰمًا لِّلنَّاسِ وَٱلشَّهْرَ ٱلْحَرَامَ وَٱلْهَدْىَ وَٱلْقَلَٰٓئِدَ ذَٰلِكَ لِتَعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَأَنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله د درناوي وړ كور كعبه د خلكو د سمبالښت لپاره (وسيله) ګرځولې او همداسې حرامه مياشت، د كعبى هدی او د غاړې پټۍ، دا د دې لپاره څو تاسي وپوهېږئ چې يقينا الله په هغو ټولو شيانو پوهيږي چې په اسمانو او ځمكه كې دي او چې الله خامخا په هر شى ښه پوه دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ٱعْلَمُوٓا۟ أَنَّ ٱللَّهَ شَدِيدُ ٱلْعِقَابِ وَأَنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center پوه شئ چې بې شكه الله د سخت عذاب وركوونکی هم دى او ډېر مهربان بخښونكى هم دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَّا عَلَى ٱلرَّسُولِ إِلَّا ٱلْبَلَٰغُ وَٱللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په دې رسول باندې له (پيغام) رسولو پرته بل څه نشته او تاسو يې چې څرګندوئ او يا يې پټوئ، په هغو الله ښه پوهيږي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قُل لَّا يَسْتَوِى ٱلْخَبِيثُ وَٱلطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ ٱلْخَبِيثِ فَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ يَٰٓأُو۟لِى ٱلْأَلْبَٰبِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ورته وايه ناولي او پاك خو نه دي سره برابر كه څه هم د ناپاكو ډېروالى ښه درته ښكاره شي نو الله نه وېره كوئ ای هوښيارانو تر څو بريالي شئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَسْـَٔلُوا۟ عَنْ أَشْيَآءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُمْ وَإِن تَسْـَٔلُوا۟ عَنْهَا حِينَ يُنَزَّلُ ٱلْقُرْءَانُ تُبْدَ لَكُمْ عَفَا ٱللَّهُ عَنْهَا وَٱللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اى مومنانو! د داسې خبرو پوښتنې مه كوئ چې كه درته څرګنده شي نو بيا مو خپه كړي، خو كه هغه مهال يې پوښتنه كوئ چې قراّن نازليږي نو بيا به درته څرګنده شي، الله ترې تېر شوى دى (له پخوانۍ ګناه) او الله خو بخښونكى د زغم څښتن دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَدْ سَأَلَهَا قَوْمٌ مِّن قَبْلِكُمْ ثُمَّ أَصْبَحُوا۟ بِهَا كَٰفِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center له تاسو نه مخكې يوې ډلې همدا ډول پوښتنې كړې وې، خو بیا پرې کافران شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا جَعَلَ ٱللَّهُ مِنۢ بَحِيرَةٍ وَلَا سَآئِبَةٍ وَلَا وَصِيلَةٍ وَلَا حَامٍ وَلَٰكِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَأَكْثَرُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نه كومه بحيره (هغه څاروی چې کله به یې یو ټاکلی عدد بچي وزیږول بیا به یې غوږ څیري کېده) الله (روا) ګرځولې، نه سائبه (هغه څاروى چې یو ټاکلی عمر به یې پوره کړ بیا به د بتانو په نامه خوشې كېدله)، نه وصيله (هغه اوښه چې پرله پسې يې ښځينه بچي زېږولي وي او بتانو ته نذر كېدله) او نه حام (هغه اوښ چې څو اوښې يې بلاربې كړې وي او بتانو ته نذر كيده)، خو څوك چې كافران شوي په الله دروغ تړي او زياتره يې عقل نه كاروي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا۟ إِلَىٰ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ وَإِلَى ٱلرَّسُولِ قَالُوا۟ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ ءَابَآءَنَآ أَوَلَوْ كَانَ ءَابَآؤُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ شَيْـًٔا وَلَا يَهْتَدُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او چې ورته وويل شي هغه (حكم ) ته راشئ چې الله رانازل كړى او رسول ته راشئ وايي هغه (تګلاره) مو بس ده چې پر هغې مو خپل پلرونه موندلي، آيا كه څه هم پلرونه يې نه په څه پوهېدل او نه يې سمه لار موندلې وه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لَا يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا ٱهْتَدَيْتُمْ إِلَى ٱللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! د خپلو ځانو غم كوئ، د بل چا بې لاريتوب كوم تاوان نه درته كوي خو چې خپله پر سمه لار ياست، الله ته ستاسو د ټولو ورګرځېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې تاسو به كول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ شَهَٰدَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ ٱلْمَوْتُ حِينَ ٱلْوَصِيَّةِ ٱثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِّنكُمْ أَوْ ءَاخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنتُمْ ضَرَبْتُمْ فِى ٱلْأَرْضِ فَأَصَٰبَتْكُم مُّصِيبَةُ ٱلْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِنۢ بَعْدِ ٱلصَّلَوٰةِ فَيُقْسِمَانِ بِٱللَّهِ إِنِ ٱرْتَبْتُمْ لَا نَشْتَرِى بِهِۦ ثَمَنًا وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَىٰ وَلَا نَكْتُمُ شَهَٰدَةَ ٱللَّهِ إِنَّآ إِذًا لَّمِنَ ٱلْـَٔاثِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ای مومنانو! كله چې ستاسو كوم يو د مرګ وخت راشي نو د وصيت پر مهال يې ستاسو (مسلمانانو) نه د دووكسانو عادلانو شاهدي ده او يا له تاسي پرته دوه نورو كسانو، كه چېرې مو په ځمكه كې سفر كړى و او بيا د مرګ مصيبت در ورسي، او كه څه شك مو وكړ نو دواړه به لمانځه نه وروسته راستانه كړئ، دوى به په الله قسم كوي چې موږ په دى (شاهدي) څه نه پيرو كه څه هم خپلوان مو وي او نه د الله شاهدي پټوو، بيا خو به موږ خامخا له ګناهګارانو څخه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
فَإِنْ عُثِرَ عَلَىٰٓ أَنَّهُمَا ٱسْتَحَقَّآ إِثْمًا فَـَٔاخَرَانِ يَقُومَانِ مَقَامَهُمَا مِنَ ٱلَّذِينَ ٱسْتَحَقَّ عَلَيْهِمُ ٱلْأَوْلَيَٰنِ فَيُقْسِمَانِ بِٱللَّهِ لَشَهَٰدَتُنَآ أَحَقُّ مِن شَهَٰدَتِهِمَا وَمَا ٱعْتَدَيْنَآ إِنَّآ إِذًا لَّمِنَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center نو كه ښكاره شي چې هغوى دواړو ځان په ګناه اخته كړى نو بيا دې نور دوه كسان د دوى پر ځاى ودريږي كوم چې تر لومړنيو زيات وړ وي، نو په الله دې قسم وكړي چې زموږ شاهدي د هغو دواړو له شاهدۍ زياته په حقه ده او څه تېرى مو هم نه دى كړى بيا به موږ حتماً له ظالمانو څخه يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَن يَأْتُوا۟ بِٱلشَّهَٰدَةِ عَلَىٰ وَجْهِهَآ أَوْ يَخَافُوٓا۟ أَن تُرَدَّ أَيْمَٰنٌۢ بَعْدَ أَيْمَٰنِهِمْ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسْمَعُوا۟ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې خلك به شاهدي ووايي څنګه چې ښايي او يا به وډار شي چې د هغوى له قسمونو وروسته به يې قسمونه رد كړى شي او الله نه وېره كوئ او خبره واورئ، او الله سرغړونكو خلكو ته سمه لار نه ښايې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَوْمَ يَجْمَعُ ٱللَّهُ ٱلرُّسُلَ فَيَقُولُ مَاذَآ أُجِبْتُمْ قَالُوا۟ لَا عِلْمَ لَنَآ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلْغُيُوبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغه ورځ چې الله رسولان را غونډ كړي ورته وايې: به څه ځواب دركړل شو؟ وايي به: موږ نه پوهېږو، بې شكه يوازي همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ٱذْكُرْ نِعْمَتِى عَلَيْكَ وَعَلَىٰ وَٰلِدَتِكَ إِذْ أَيَّدتُّكَ بِرُوحِ ٱلْقُدُسِ تُكَلِّمُ ٱلنَّاسَ فِى ٱلْمَهْدِ وَكَهْلًا وَإِذْ عَلَّمْتُكَ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْحِكْمَةَ وَٱلتَّوْرَىٰةَ وَٱلْإِنجِيلَ وَإِذْ تَخْلُقُ مِنَ ٱلطِّينِ كَهَيْـَٔةِ ٱلطَّيْرِ بِإِذْنِى فَتَنفُخُ فِيهَا فَتَكُونُ طَيْرًۢا بِإِذْنِى وَتُبْرِئُ ٱلْأَكْمَهَ وَٱلْأَبْرَصَ بِإِذْنِى وَإِذْ تُخْرِجُ ٱلْمَوْتَىٰ بِإِذْنِى وَإِذْ كَفَفْتُ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ عَنكَ إِذْ جِئْتَهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ فَقَالَ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ إِنْ هَٰذَآ إِلَّا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې الله وويل: اى عيسى د مريمې زويه! پر تا او مور دې زما پيرزوينې در په ياد كړه، چې كله مې په سپېڅلي روح ستا مرسته وكړه، ته به خلكو سره غږېدلې هم په زانګو كې او هم په بوډاتوب، او چې تا ته مې د كتاب، حكمت، تورات او انجيل ښوونه وكړه، او دا چې زما په حکم به دې له خټې د مرغه په بڼه جوړول بيا دې پوكى پكې كاوه نو زما په حكم سره به (ژوندى) مرغه شو، او زما په حكم دې مور زادي ړوند او برګى ( پيس ناروغ) روغول، او دا چې زما په حكم دې مړي راوېستل، او چې بني اسرائيل مې در نه ايسار كړل هغه وخت چې ته له ښكاره نښانو سره ورغلى وې خو له دوى نه چې كوم خلك كافران شوي وو هغوى وويل: دا خو له څرګندو كوډو پرته بل څه نه دي!
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ أَوْحَيْتُ إِلَى ٱلْحَوَارِيِّـۧنَ أَنْ ءَامِنُوا۟ بِى وَبِرَسُولِى قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَٱشْهَدْ بِأَنَّنَا مُسْلِمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله مې چې حواريانو ته په زړه كې ور واچول چې پر ما او رسول مې ايمان راوړئ! ويلې ايمان مو راوړى او شاهد اوسه چې موږ مسلمانان يو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِذْ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ هَلْ يَسْتَطِيعُ رَبُّكَ أَن يُنَزِّلَ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ ٱلسَّمَآءِ قَالَ ٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې حواريانو وويل: اې عيسى د مريمې زويه! آيا ستا رب كولاى شي له اسمانه پر موږ يو دسترخوان را نازل كړي؟ ويلى: الله نه وډار شئ كه (رښتيا) مومنان ياست.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالُوا۟ نُرِيدُ أَن نَّأْكُلَ مِنْهَا وَتَطْمَئِنَّ قُلُوبُنَا وَنَعْلَمَ أَن قَدْ صَدَقْتَنَا وَنَكُونَ عَلَيْهَا مِنَ ٱلشَّٰهِدِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى ويل: موږ صرف دا غواړو چې څه ترې وخورو، زړونه مو ډاډه شي او وپوهيږو چې يقيناً تا رښتيا راته ويلي وو او پر هغه شاهدان اوسېږو.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ ٱللَّهُمَّ رَبَّنَآ أَنزِلْ عَلَيْنَا مَآئِدَةً مِّنَ ٱلسَّمَآءِ تَكُونُ لَنَا عِيدًا لِّأَوَّلِنَا وَءَاخِرِنَا وَءَايَةً مِّنكَ وَٱرْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ ٱلرَّٰزِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center عيسى د مريمې زوى وويل: اې الله زموږ ربه! له اسمانه يو دسترخوان را باندې رانازل کړه چې زموږ د ړومبيو او وروستيو لپاره خوښي (اختر) او ستا له خوا يوه نښانه وي او موږ ته روزى راكړه، ته ښه روزي وركونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱللَّهُ إِنِّى مُنَزِّلُهَا عَلَيْكُمْ فَمَن يَكْفُرْ بَعْدُ مِنكُمْ فَإِنِّىٓ أُعَذِّبُهُۥ عَذَابًا لَّآ أُعَذِّبُهُۥٓ أَحَدًا مِّنَ ٱلْعَٰلَمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله وفرمايل: (دا دى) زه يې درته را نازلوونكى يم خو كه تاسي نه له دې وروسته هم څوك كافر شي نو هغه به داسې عذابوم چې له نړيوالو به هيڅوك هغه شان نه عذابوم.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ ٱللَّهُ يَٰعِيسَى ٱبْنَ مَرْيَمَ ءَأَنتَ قُلْتَ لِلنَّاسِ ٱتَّخِذُونِى وَأُمِّىَ إِلَٰهَيْنِ مِن دُونِ ٱللَّهِ قَالَ سُبْحَٰنَكَ مَا يَكُونُ لِىٓ أَنْ أَقُولَ مَا لَيْسَ لِى بِحَقٍّ إِن كُنتُ قُلْتُهُۥ فَقَدْ عَلِمْتَهُۥ تَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِى وَلَآ أَعْلَمُ مَا فِى نَفْسِكَ إِنَّكَ أَنتَ عَلَّٰمُ ٱلْغُيُوبِ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كله چې الله وويل: ای عيسى د مريمى زويه! آيا تا خلكو ته ويلي و چې: الله نه پرته ما او زما مور دوه خدایان (په عبادت) ونيسئ؟ ويلې: تا لره پاكي ده! ما ته نه دي (مناسب) چې داسې څه ووایم كوم چې ما ته حق نه و، كه ما څه ويلي وي نو ته خامخا ورباندې پوه يې، ته په هغه څه ښه پوهېږې چې زما په زړه كې دي او زه په هغه نه پوهېږم چې ستا په نفس كې دي، بې شكه همدا ته په غيبو ښه پوهېدونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
مَا قُلْتُ لَهُمْ إِلَّا مَآ أَمَرْتَنِى بِهِۦٓ أَنِ ٱعْبُدُوا۟ ٱللَّهَ رَبِّى وَرَبَّكُمْ وَكُنتُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا مَّا دُمْتُ فِيهِمْ فَلَمَّا تَوَفَّيْتَنِى كُنتَ أَنتَ ٱلرَّقِيبَ عَلَيْهِمْ وَأَنتَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ شَهِيدٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بل څه مى نه دي ورته ويلي پرته له هغه چې تا يې راته امر كړى و، دا چې يوازې الله ولمانځئ زما او ستاسو رب، او زه تر هغه پرې څارونكى وم چې په دوى كې وم، خو كله دې چې دې درواخيستم نو خپله ته ورباندې څارونكى وې او همدا ته په هر څه څارونكى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِن تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِن تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنتَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center كه سزا وركوې نو خپل بندګان دې دي او كه بخښنه ورته كوې نو بې شكه همدا ته حكمت والا برلاسى يې.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
قَالَ ٱللَّهُ هَٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ ٱلصَّٰدِقِينَ صِدْقُهُمْ لَهُمْ جَنَّٰتٌ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدًا رَّضِىَ ٱللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا۟ عَنْهُ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله وفرمايل: دا هغه ورځ ده چې رښتينو ته به يې خپله رښتينولي ګټه رسوي، د هغوى لپاره به داسې جنتونه وي چې ترې لاندې به ويالې بهيږي تل ترتله اوسېدونكي پكې، الله هغوى نه راضي او دوى هغه نه راضي شول، همدا ستر برياليتوب دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
لِلَّهِ مُلْكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌۢ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د اسمانو، ځمكې او څه چې پكى دې، ټولوباچایي يوازې الله لره ده او هغه په هر څه قادر دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت النساء
سورت الأنعام ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.