وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا۟ فِى ٱلْيَتَٰمَىٰ فَٱنكِحُوا۟ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ ٱلنِّسَآءِ مَثْنَىٰ وَثُلَٰثَ وَرُبَٰعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا۟ فَوَٰحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَٰنُكُمْ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰٓ أَلَّا تَعُولُوا۟
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كه وېرېدئ چې په يتيمانو كې به برابرى ونكړئ نو له دغو ښځو مو چې څه خوښه وي دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ډارېدئ چې برابرى نه شئ كولاى نوبيا يوه، يا هغه (مينځه) چې تاسو يې مالكان ياست، دا كار دې ته ډېر نږدې دى چې ظلم ونه كړئ.