يَسْتَفْتُونَكَ قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِى ٱلْكَلَٰلَةِ إِنِ ٱمْرُؤٌا۟ هَلَكَ لَيْسَ لَهُۥ وَلَدٌ وَلَهُۥٓ أُخْتٌ فَلَهَا نِصْفُ مَا تَرَكَ وَهُوَ يَرِثُهَآ إِن لَّمْ يَكُن لَّهَا وَلَدٌ فَإِن كَانَتَا ٱثْنَتَيْنِ فَلَهُمَا ٱلثُّلُثَانِ مِمَّا تَرَكَ وَإِن كَانُوٓا۟ إِخْوَةً رِّجَالًا وَنِسَآءً فَلِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ ٱلْأُنثَيَيْنِ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ أَن تَضِلُّوا۟ وَٱللَّهُ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌۢ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى فتوى درنه غواړي، ورته وايه د كلاله (چى نه يي پلار وى نه اولاد) په هكله الله (داسې) فتوى دركوي چې: كه يوكس ومري، زوى يې نه وي او يوه خور يې وي نو دې لره د هغه څه نيمايي ده چې هغه پريښي، او دى به له دې خور نه هر څه به ميراث وړي، كه زوى يې نه و نو كه هغوى دوه خويندې وې بيا يې د پريښي مال له دريو دوه برخې دي او كه وارثان (ډېر) ورونه، خويندى وي نو هر نارينه ته به لكه د دوو ښځو برخه وي، (دا حكمونه) الله درته بيانوي تر څو بې لارې نه شئ او الله خو په هر څه ښه پوه دى.