caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النساء، آیت ۱۲

مدني · د نزول ترتیب ۹۲ · 4:12

وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَٰجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ ٱلرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ ٱلثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلَٰلَةً أَوِ ٱمْرَأَةٌ وَلَهُۥٓ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَٰحِدٍ مِّنْهُمَا ٱلسُّدُسُ فَإِن كَانُوٓا۟ أَكْثَرَ مِن ذَٰلِكَ فَهُمْ شُرَكَآءُ فِى ٱلثُّلُثِ مِنۢ بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَىٰ بِهَآ أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ ٱللَّهِ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو ستاسي ښځو چې څه پريښي وي د هغه نيمايي برخه تاسي ته رسېږي كه اولاد يې نه وي، او كه اولاد يې وي بيا د تركې څلورمه برخه ستاسي ده، البته د هغوی د کړي وصیت او پور څخه وروسته، او ښځې به ستاسي له تركې نه د څلورمې برخې حقدارې وي كه تاسي بې اولاده یاست، او كه ستاسې اولاد وو نو بيا ستاسي له تركې څخه د هغو اتمه برخه ده، وروسته د وصيت له پوره كولو كه تاسي وصيت كړى وي او د پور له اداء كولو كه پور وړي یاست. او كه هغه نارينه يا ښځه (چې د هغه ميراث بايد وويشل شي) بې اولاده هم وي او مور پلار يې هم ژوندي نه وي، خو يو ورور يا يوه خور يې موجوده وي نو ورور او خور هر يوه ته به شپږمه برخه ورسېږي، او كه وروڼه او خويندې له يوه څخه زيات وي نو د ټولې تركې په درېيمه برخه كې به هغوى ټول برخه وال وي، كله چې هغه وصيت پوره كړاى شي چې كړى يې وي او هغه پور اداء شي چې ورباندې وي، په دې شان چې زيان رسوونكى نه وي. دا د الله له لورې حكم دى او الله پوه باخبره او صبرناک دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70