أَلَمْ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ ءَامَنُوا۟ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓا۟ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوٓا۟ أَن يَكْفُرُوا۟ بِهِۦ وَيُرِيدُ ٱلشَّيْطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلَٰلًۢا بَعِيدًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerآيا هغه دې نه دي ليدلي چې دعوی كوي په هغه څه يې ايمان راوړى چې پر تا نازل شوي او له تا مخكې نازل شوي، خو غواړي چې د پريكړې لپاره طاغوت (باطل خداى) ته ورشي، حال دا چې ورته امر شوي چې هغه دې نه مني، او شيطان (همدا) غواړي چې بې لارې يې كړي (له حقه) لرې بې لاريتوب سره.