وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِى ٱلْكِتَٰبِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ ءَايَٰتِ ٱللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا۟ مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا۟ فِى حَدِيثٍ غَيْرِهِۦٓ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلْمُنَٰفِقِينَ وَٱلْكَٰفِرِينَ فِى جَهَنَّمَ جَمِيعًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو حقيقت دا دى چې تاسو ته خو په كتاب كې دا نازل شوى وو چې كله مو واورېدل د الله په ايتونو كفر كيږي او ملنډې پرې وهل كيږي نو تر هغه مه ورسره كېنئ چې په نورو خبرو كې بوخت شي، كنه بيا خو به تاسو هم د دوى په شان وئ، بې شكه الله په جهنم كې د منافقانو او (نورو) كافرانو راټولوونكى دى.