caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت النساء، آیت ۶

مدني · د نزول ترتیب ۹۲ · 4:6

وَٱبْتَلُوا۟ ٱلْيَتَٰمَىٰ حَتَّىٰٓ إِذَا بَلَغُوا۟ ٱلنِّكَاحَ فَإِنْ ءَانَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَٱدْفَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ وَلَا تَأْكُلُوهَآ إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا۟ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِٱلْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَٰلَهُمْ فَأَشْهِدُوا۟ عَلَيْهِمْ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ حَسِيبًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو تر هغه يتيمان وازميئ چې د نكاح (عمر ته) ورسېږي نو كه بيا مو هوښياري ترې وليده نو مالونه يې وركړئ، او مالونه يې له دې وېرې په اسراف او بيړه مه خورئ چې بيا به دوى را لوى شي او هر څوك چې بډاى وي نو ځان دې پاك ترې وساتي او څوك چې بې وزله وي نو په مناسب ډول دې وخوري، بيا مو چې كله هغوى ته خپل مالونه وركول نو شاهدان پرې نيسئ او الله حساب كونكى بس دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70