بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ إِذَا طَلَّقْتُمُ ٱلنِّسَآءَ فَطَلِّقُوهُنَّ لِعِدَّتِهِنَّ وَأَحْصُوا۟ ٱلْعِدَّةَ وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ رَبَّكُمْ لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنۢ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّآ أَن يَأْتِينَ بِفَٰحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَتِلْكَ حُدُودُ ٱللَّهِ وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ ٱللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُۥ لَا تَدْرِى لَعَلَّ ٱللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذَٰلِكَ أَمْرًا
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاې نبي! كله چې تاسي مېرمنې طلاقوئ نو عدت (پيلېدو) كې يې طلاقوئ او عدت شمېرئ، او له خپل پالونکي الله څخه وېره كوئ، هغوى له خپلو كورونو مه وباسئ او نه دې هغوى وځي مګر دا چې ښكاره بې شرمي وكړي، او همدا د الله (ټاكلې) پولې دي او څوك چې د الله له پولو تېرى كوي نو په رېښتيا پر خپل ځان يې ظلم كړى، ته نه پوهېږې، ښايي له هغه وروسته الله څه بل كار راپېښ كړي.