کور › سورتونه › سورت الصف
سورت الصف الصف
۱۴ آیتونه · مدني · د نزول ترتیب ۱۰۹
بِسْمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحْمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِى ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَمَا فِى ٱلْأَرْضِ وَهُوَ ٱلْعَزِيزُ ٱلْحَكِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي (ټول) د الله تسبيح وايي او همغه برلاسى حکمت والا دی.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ولې هغه څه واياست چې كوئ يې نه؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
كَبُرَ مَقْتًا عِندَ ٱللَّهِ أَن تَقُولُوا۟ مَا لَا تَفْعَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center د الله پر وړاندې دا ډېره د غصې خبره ده چې تاسي هغه څه واياست چې نه يې كوئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلَّذِينَ يُقَٰتِلُونَ فِى سَبِيلِهِۦ صَفًّا كَأَنَّهُم بُنْيَٰنٌ مَّرْصُوصٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center بېشكه الله له هغو کسانو سره مينه لري چې د هغه په لار كې داسې كتار ټولګي جنګيږي لكه چې هغوى كلا كړل شوى (پوخ) دېوال وي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِى وَقَد تَّعْلَمُونَ أَنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ فَلَمَّا زَاغُوٓا۟ أَزَاغَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمْ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او هغه وخت (ياد كړئ) چې موسى خپل قوم ته وويل: ولې مې ځوروئ حال دا چې ښه پوهېږئ زه تاسي ته د الله رسول يم، خو كله چې هغوى كاږه شول نو الله يې زړونه (نور هم) كاږه كړل او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ يَٰبَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ إِنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُم مُّصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَىَّ مِنَ ٱلتَّوْرَىٰةِ وَمُبَشِّرًۢا بِرَسُولٍ يَأْتِى مِنۢ بَعْدِى ٱسْمُهُۥٓ أَحْمَدُ فَلَمَّا جَآءَهُم بِٱلْبَيِّنَٰتِ قَالُوا۟ هَٰذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او كله چې د مريمې زوى عيسىٰ وويل: اې بني اسرائيلو! زه په داسې حال كې تاسي ته د الله (رالېږل شوى) رسول يم چې له ما څخه د مخکېني (كتاب) تورات تصديقوونكى او د يو داسې رسول زېرى وركوونكى يم چې له ما وروسته راځي (او) نوم به يې احمد وي، خو كله چې له څرګندو نښانو سره ورته راغى، وېلې دا خو ښكاره كوډې دي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ ٱفْتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰٓ إِلَى ٱلْإِسْلَٰمِ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلظَّٰلِمِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او ترهغه به لوى ظالم څوك وي چې پر الله پورې درواغ تړي؟ حال دا چې هغه اسلام ته بلل كيږي او الله (داسې) ظالم قوم ته لارښوونه نه كوي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا۟ نُورَ ٱللَّهِ بِأَفْوَٰهِهِمْ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center هغوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله (د دين) رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى، كه څه هم كافران يې بده وګني.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
هُوَ ٱلَّذِىٓ أَرْسَلَ رَسُولَهُۥ بِٱلْهُدَىٰ وَدِينِ ٱلْحَقِّ لِيُظْهِرَهُۥ عَلَى ٱلدِّينِ كُلِّهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْمُشْرِكُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center الله همغه دى چې خپل رسول يې له لارښوونې او رېښتيني دين سره لېږلى تر څو پر ټولو دينونو يې برلاسى كړي كه څه هم مشركان نا خوښه شي.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ تِجَٰرَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! ايا يوه داسې سوداګري دروښايم چې له دردوونکي عذابه مو وژغوري؟
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
تُؤْمِنُونَ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَتُجَٰهِدُونَ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ بِأَمْوَٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center (دا چې) پر الله او د هغه پر رسول به (كلك) ايمان لرئ او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد كوئ، دا (ډېره) درته غوره ده، كه تاسي پوهېږئ.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّٰتٍ تَجْرِى مِن تَحْتِهَا ٱلْأَنْهَٰرُ وَمَسَٰكِنَ طَيِّبَةً فِى جَنَّٰتِ عَدْنٍ ذَٰلِكَ ٱلْفَوْزُ ٱلْعَظِيمُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center ستاسو ګناهونه به دروبخښي او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې ترې لاندې ويالې بهيږي او د تلپاتې باغونو پاك سوتره كورونو كې، دا ستر برى دى.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
وَأُخْرَىٰ تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ ٱللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ ٱلْمُؤْمِنِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center او (تاسي ته به) يو بل نعمت دركړي چې خوښوئ يې، د الله لخوا مرسته او نېږدې (راتلونكې) بریا، او مومنانو ته زېرى وركړه.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ كُونُوٓا۟ أَنصَارَ ٱللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسَى ٱبْنُ مَرْيَمَ لِلْحَوَارِيِّـۧنَ مَنْ أَنصَارِىٓ إِلَى ٱللَّهِ قَالَ ٱلْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ ٱللَّهِ فَـَٔامَنَت طَّآئِفَةٌ مِّنۢ بَنِىٓ إِسْرَٰٓءِيلَ وَكَفَرَت طَّآئِفَةٌ فَأَيَّدْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ عَلَىٰ عَدُوِّهِمْ فَأَصْبَحُوا۟ ظَٰهِرِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Center اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی! د الله (د دين) مرستندويان شئ، لكه د مريمې زوى عيسىٰ چې خپلو خاصو ملګرو ته وويل: د الله په لار كې څوك زما مرسته کوونکي دي؟ ملګرو يې وويل: موږ د الله (د دين) مرسته کوونکي يو، بيا له بني اسرائيلو څخه يوې ډلې ايمان راوړ او يوه ډله كافره شوه، نو له مومنانو سره مو د هغوى د دښمن پر خلاف مرسته وكړه نو برلاسي شول.
د دې آیت ټولې ژباړې وګورئ →
→ سورت الممتحنة
سورت الجمعة ←
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
→
عربي متن او ژباړې د Tanzil او QuranEnc له لارې — عیناً، بې بدلونه · ژباړې د خپلو ژباړونکو دي او پخپله قرآن نه دی
دا د څیړنې مرستندوی دی، د فتوا سرچینه نه ده.