وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِۦ يَٰقَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِى وَقَد تَّعْلَمُونَ أَنِّى رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيْكُمْ فَلَمَّا زَاغُوٓا۟ أَزَاغَ ٱللَّهُ قُلُوبَهُمْ وَٱللَّهُ لَا يَهْدِى ٱلْقَوْمَ ٱلْفَٰسِقِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو هغه وخت (ياد كړئ) چې موسى خپل قوم ته وويل: ولې مې ځوروئ حال دا چې ښه پوهېږئ زه تاسي ته د الله رسول يم، خو كله چې هغوى كاږه شول نو الله يې زړونه (نور هم) كاږه كړل او الله فاسقانو خلكو ته لارښوونه نه كوي.