caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الحديد، آیت ۱۳

مدني · د نزول ترتیب ۹۴ · 57:13

يَوْمَ يَقُولُ ٱلْمُنَٰفِقُونَ وَٱلْمُنَٰفِقَٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ ٱنظُرُونَا نَقْتَبِسْ مِن نُّورِكُمْ قِيلَ ٱرْجِعُوا۟ وَرَآءَكُمْ فَٱلْتَمِسُوا۟ نُورًا فَضُرِبَ بَيْنَهُم بِسُورٍ لَّهُۥ بَابٌۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحْمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلْعَذَابُ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerهغه ورځ چې منافقان او منافقانې به مومنانو ته وايي: موږ ته هم (لږ) انتظار وكړئ چې ستاسو له نور څخه څه رڼا واخلو، وبه ويل شي: بېرته وګرځئ او (ځان ته) رڼا ولټوئ! بيا به يې ترمنځ يو دېوال جوړ شي چې دروازه به لري، د ننه به پكې رحمت وي او د بهر خواته يې عذاب.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70