caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الحديد، آیت ۲۵

مدني · د نزول ترتیب ۹۴ · 57:25

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِٱلْبَيِّنَٰتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ ٱلْكِتَٰبَ وَٱلْمِيزَانَ لِيَقُومَ ٱلنَّاسُ بِٱلْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا ٱلْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَٰفِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥ وَرُسُلَهُۥ بِٱلْغَيْبِ إِنَّ ٱللَّهَ قَوِىٌّ عَزِيزٌ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerپرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي، او د دې لپاره هم چې الله هغه څوك معلوم كړي چې په غيبو د هغه او رسولانو يې مرسته كوي، الله بېشكه ځواكمن برلاسى دى.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70