يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ لَا تَرْفَعُوٓا۟ أَصْوَٰتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ ٱلنَّبِىِّ وَلَا تَجْهَرُوا۟ لَهُۥ بِٱلْقَوْلِ كَجَهْرِ بَعْضِكُمْ لِبَعْضٍ أَن تَحْبَطَ أَعْمَٰلُكُمْ وَأَنتُمْ لَا تَشْعُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاى هغو کسانو چې ايمان مو راوړئ! خپل غږ مو د نبي (عليه السلام) له غږ نه مه پورته کوئ او مه داسې په زوره خبره ورته كوئ لكه تاسي يې چې يو بل ته كوئ، هسې نه چې (ټول) عملونه مو برباد شي او تاسي خبر هم نه ياست.