قَالَتِ ٱلْأَعْرَابُ ءَامَنَّا قُل لَّمْ تُؤْمِنُوا۟ وَلَٰكِن قُولُوٓا۟ أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ ٱلْإِيمَٰنُ فِى قُلُوبِكُمْ وَإِن تُطِيعُوا۟ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ لَا يَلِتْكُم مِّنْ أَعْمَٰلِكُمْ شَيْـًٔا إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerبانډه چيان وايي چې موږ ايمان راوړى، ورته ووايه: تاسي ايمان نه دى راوړی خو داسې وواياست چې مسلمانان شوي يو. او ستاسي زړونو كې ايمان لا نه دى ننوتى او كه د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، نو الله به ستاسي له عملونو هيڅ كم نه كړي بېشكه الله بخښونكى مهربان دى.