caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت المائدة، آیت ۸۹

مدني · د نزول ترتیب ۱۱۲ · 5:89

لَا يُؤَاخِذُكُمُ ٱللَّهُ بِٱللَّغْوِ فِىٓ أَيْمَٰنِكُمْ وَلَٰكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ ٱلْأَيْمَٰنَ فَكَفَّٰرَتُهُۥٓ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَٰكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَٰثَةِ أَيَّامٍ ذَٰلِكَ كَفَّٰرَةُ أَيْمَٰنِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ وَٱحْفَظُوٓا۟ أَيْمَٰنَكُمْ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ لَكُمْ ءَايَٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerستاسو په بابېزه قسمونو مو الله نه نيسي، البته په هغو مو نيسي چې قسمونه مو پرې ټينګ كړي وي، نو كفاره يې لسو مسكينانو ته خواړه وركول دي، له هغو منځنيو خوړو نه چې تاسو يې خپلې كورنۍ ته وركوئ، يا يې پوښاك او يا د يو مريي ازادول، خو كه څوك دا نه مومي نو د دريو ورځو روژه ده همدا مو د قسمونو كفاره ده چې كله قسم وكړئ (او بيا يې مات كړئ) او د خپلو قسمونو ساتنه كوئ، همدغه شان الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چې تاسو شكر وباسئ.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70