إِنَّآ أَنزَلْنَا ٱلتَّوْرَىٰةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسْلَمُوا۟ لِلَّذِينَ هَادُوا۟ وَٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلْأَحْبَارُ بِمَا ٱسْتُحْفِظُوا۟ مِن كِتَٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُوا۟ عَلَيْهِ شُهَدَآءَ فَلَا تَخْشَوُا۟ ٱلنَّاسَ وَٱخْشَوْنِ وَلَا تَشْتَرُوا۟ بِـَٔايَٰتِى ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُو۟لَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْكَٰفِرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerتورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې او همداسې خداى پالونكو او عالمانو (هم په تورات فيصلې كولې) چې د الله د كتاب په ساتنه ګمارل شوي او پرهغه شاهدان وو، نو له خلكو مه وېرېږئ، يوازې له ما ووېرېږئ او په آيتونو مې كمه (ټيټه) بيه مه اخلئ، او چا چې په الله رانازل كړي (قانون) فيصله ونه كړه نو همدوى كافران دي.