أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ ٱلْبَحْرِ وَطَعَامُهُۥ مَتَٰعًا لَّكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ ٱلْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَٱتَّقُوا۟ ٱللَّهَ ٱلَّذِىٓ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerد سمندر ښكار او خواړه درته حلال شوي ستاسو او نورو لارويو د ګټې اخيستنې لپاره خو د وچې ښكار تر هغه درباندې حرام دى څو چې په احرام كې ياست او هغه الله نه وېره كوئ چې هغه ته به ورغونډېږئ.