يَٰٓأَهْلَ ٱلْكِتَٰبِ قَدْ جَآءَكُمْ رَسُولُنَا يُبَيِّنُ لَكُمْ عَلَىٰ فَتْرَةٍ مِّنَ ٱلرُّسُلِ أَن تَقُولُوا۟ مَا جَآءَنَا مِنۢ بَشِيرٍ وَلَا نَذِيرٍ فَقَدْ جَآءَكُم بَشِيرٌ وَنَذِيرٌ وَٱللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerای اهل كتابو! زموږ دا رسول درته راغى چې تاسي ته د رسولانو لړۍ بندېدو په مهال دين بيانوي چې بيا ونه واياست چې موږ ته خو نه زېرى وركوونكى راغلى او نه وېروونكى، نو دادى هم زېرى وركوونكى درته راغى او هم وېروونكى او الله په هر څه قادر دى.