caseriqپه قرآن کریم کې د معنا لټون

سورت الفتح، آیت ۲۵

مدني · د نزول ترتیب ۱۱۱ · 48:25

هُمُ ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ وَصَدُّوكُمْ عَنِ ٱلْمَسْجِدِ ٱلْحَرَامِ وَٱلْهَدْىَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُۥ وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَآءٌ مُّؤْمِنَٰتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَـُٔوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌۢ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِّيُدْخِلَ ٱللَّهُ فِى رَحْمَتِهِۦ مَن يَشَآءُ لَوْ تَزَيَّلُوا۟ لَعَذَّبْنَا ٱلَّذِينَ كَفَرُوا۟ مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا

Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى همغه کسان دي چې كفر يې کړی او تاسې يې هم له مسجد حرام نه ايسار كړي وئ او د قربانۍ لپاره ساتل شوي څاروي يې هم د حلالې ځاى ته رسېدو نه ايسار كړي وو، او كه (هلته) داسې مومنان سړي او مومنانې ښځې نه واى چې تاسي نه پېژندل (او هسې نه) چې پیمال كړي مو واى، بيا به تاسو ته هم په ناپوهۍ د هغوى له امله څه زيان رسيدلى و. (نو ځكه جنګ ونه شو) تر څو الله هغه څوک په خپل رحمت كې داخل كړي چې غواړي يې، (او) كه سره بېل شوي واى نو له هغوى نه چې څوك كافر شوي، په دردوونکې سزا به مو كړولي وو.
موضوع لټوئ؟ د معنا لټون وازمویئ — ستاسو پوښتنه په ۶۲۳۶ آیتونو کې لټول کیږي.
ژبه — 70