وَإِذَا جَآءَتْهُمْ ءَايَةٌ قَالُوا۟ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّىٰ نُؤْتَىٰ مِثْلَ مَآ أُوتِىَ رُسُلُ ٱللَّهِ ٱللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُۥ سَيُصِيبُ ٱلَّذِينَ أَجْرَمُوا۟ صَغَارٌ عِندَ ٱللَّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌۢ بِمَا كَانُوا۟ يَمْكُرُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو كله چې كوم آيت ورته راشي وايي تر هغه به يې ونه منو څو چې هغه څه رانكړل شي كوم چې د الله رسولانو ته وركړل شوي دي، الله ښه پوه دى چې خپل رسالت (يا پيغام) چېرته كيږدي، مجرمانو ته به ډېر زر د الله په وړاندې سپكاوى او سخت عذاب ورسيږى په دې چې دوى به ټګۍ كولې.