وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّن قَبْلِكَ فَصَبَرُوا۟ عَلَىٰ مَا كُذِّبُوا۟ وَأُوذُوا۟ حَتَّىٰٓ أَتَىٰهُمْ نَصْرُنَا وَلَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَٰتِ ٱللَّهِ وَلَقَدْ جَآءَكَ مِن نَّبَإِى۟ ٱلْمُرْسَلِينَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو يقيناً له تا مخكې هم (يو شمېر) رسولان دروغجن ګڼل شوي دي خو په هغو دروغجن ګڼلو او كړېدلو يې تر هغه صبر وكړ چې زموږ مرسته ورغله، او د الله خبرو لره څوك بدلوونكى نشته، او د (مخكنيو) رسولانو له خبرونو هم څه درته راغلي دي.