مَّا كَانَ ٱللَّهُ لِيَذَرَ ٱلْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَآ أَنتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ ٱلْخَبِيثَ مِنَ ٱلطَّيِّبِ وَمَا كَانَ ٱللَّهُ لِيُطْلِعَكُمْ عَلَى ٱلْغَيْبِ وَلَٰكِنَّ ٱللَّهَ يَجْتَبِى مِن رُّسُلِهِۦ مَن يَشَآءُ فَـَٔامِنُوا۟ بِٱللَّهِ وَرُسُلِهِۦ وَإِن تُؤْمِنُوا۟ وَتَتَّقُوا۟ فَلَكُمْ أَجْرٌ عَظِيمٌ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerالله داسې نه دى چې مومنان به پرېږدي په همدې حال چې تاسو ياستئ، تر هغو چې پاك او ناپاك سره بېل نه كړي او الله داسې هم نه دى چې پرغيبو مو خبر كړي، خو الله له خپلو رسولانو چې څوك وغواړي غوره كوي، نو په الله او رسولانو يې ايمان راوړئ، او كه ايمان راوړئ او ځان وساتئ نو تاسو لره به لوى اجر وي.