وَهُوَ ٱلَّذِى يَتَوَفَّىٰكُم بِٱلَّيْلِ وَيَعْلَمُ مَا جَرَحْتُم بِٱلنَّهَارِ ثُمَّ يَبْعَثُكُمْ فِيهِ لِيُقْضَىٰٓ أَجَلٌ مُّسَمًّى ثُمَّ إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ ثُمَّ يُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerاو دى هماغه دى چې د شپې مو ساګانې اخلي او د ورځې چې څه (ګناه) كوئ ورباندې پوهيږي، بيا مو پكې را پاڅوي تر څو هغه ټاكلې موده پوره شي، بيا مو د هغه لور ته ورتګ دى بيا مو په هغه څه خبروي چې تاسو به كول.