لَّا يَتَّخِذِ ٱلْمُؤْمِنُونَ ٱلْكَٰفِرِينَ أَوْلِيَآءَ مِن دُونِ ٱلْمُؤْمِنِينَ وَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ ٱللَّهِ فِى شَىْءٍ إِلَّآ أَن تَتَّقُوا۟ مِنْهُمْ تُقَىٰةً وَيُحَذِّرُكُمُ ٱللَّهُ نَفْسَهُۥ وَإِلَى ٱللَّهِ ٱلْمَصِيرُ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerمومنان دې پرته له مؤمنانو (نور) كافران په دوستۍ نه نيسي، او هرچا چې دا (كار) وكړ نو له الله سره په هيڅ شى كې نه دی مګر دا چې په څه ډول ځان ترې وساتئ او الله مو د خپل ځان (له عذاب) څخه وېروي او ورتګ د الله لورته دى.