قُلْ أَرَءَيْتُمْ إِنْ أَخَذَ ٱللَّهُ سَمْعَكُمْ وَأَبْصَٰرَكُمْ وَخَتَمَ عَلَىٰ قُلُوبِكُم مَّنْ إِلَٰهٌ غَيْرُ ٱللَّهِ يَأْتِيكُم بِهِ ٱنظُرْ كَيْفَ نُصَرِّفُ ٱلْـَٔايَٰتِ ثُمَّ هُمْ يَصْدِفُونَ
Pashto Translation - Rowwad Translation Centerدوى ته ووايه! آیا لیدلي مو دي (فكر مو پرې كړی چې) كه الله ستاسي غوږونه او سترګې درڅخه واخلي او ستاسي زړونه مهر كړي نو له الله پرته بل كوم (اله) لایق د عبادت شته چې تاسي ته دا قواوې بېرته دركړاى شي؟ وګوره په څه شان موږ بيا بيا خپلې نښانې دوى ته وړاندې كوو او بيا دوى ورڅخه په څه ډول سترګې اړوي.